جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسکو فارمټ غونډه؛ طالب پلاوي ته څه وویل شول، دوی یې په...

مسکو فارمټ غونډه؛ طالب پلاوي ته څه وویل شول، دوی یې په ځواب کې څه وویل؟

تاند:( شنبه، د میزان ۷مه) د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د ماسکو فارمټ پنځمه غونډه پرون ترسره شوه، چې پکې له طالبانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او دغه راز د بشري حقونو د تامینولو غوښتنې وشوې.

یادې غوښتنې د غونډې په پریکړه لیک کې شوې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دغه غونډه کې، چې په تاتارستان جمهوریت کې جوړه شوې وه، د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون درلود.

متقي بیا دغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې مخکینیو حکومتونو له دې امله ښه پایله نه لرله، چې بهرني فرمایشات پکې منل کیدل.

هغه د خپل رژیم د کړنو دفاع کړې او ویلي، چې بهرنیان دې ورته د حکومتولۍ نسخې نه ورکوي او پر ځای دې همکاري ورسره وکړي.

امیرخان متقي دغه راز د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې خبل سفارتونه خلاص او ورسره په رسمي ډول دیپلوماتیک روابط رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف بیا په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم د داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مناسبو اقداماتو په سرته رسولو کې پاتې راغلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي بیا ویلي، چې دوی په افغانستان کې بشپړ امنیت حاکم کړی، داعش ډله یې سخته ځپلې او د سیمې هېوادونو ته د افغانستان له خاورې خطر نه دی پېښ.

هغه دغه راز، په افغانستان کې د نیشه یي توکیو د له منځه وړلو ادعا هم کړې ده.

تمه وه، چې د غونډې له ختمیدو سره د روسیې بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلامیه هم صادره کړي، خو تېره شپه ناوخته پورې دغه اعلامیه رسنیو ته نه ده رسیدلې.

3 COMMENTS

  1. متقي دې لومړی خپل ځان ته هم وګوري چې دی مستقل د ملت په رايه راغلی او که د بل چا په فرمايش دلته ټآکل شوی؟
    په پيل کې شيرمحمد عباس ستانکزی د بهرنيو چارو وزير وو، خو کابل ته د فيض حميد په راتګ سره او د کابل په کانټيننټل هوټل کې له يوې پيالې چايو وروسته حالات يوه ناڅاپه بدل او دی په هماغه يوه شپه کې رامخته شو، نو چې دا فرمايش نه وي، نو څه دي؟
    دويم دا چې دی په کابل کې د فيض حميد له ټاکنې وروسته اسلام اباد ته ولاړ، نودلته هلته څه وويل؟
    ده خو وويل چې ((افغانستان زياتې اردو او پوليسو ته اړتيا نه لري.))
    ايا دا فرمايش نه دی، څه دي؟
    د ده وينا خو په رسنيو کې شته، نو ولې منکريږي؟
    دی څنګه ثابتولی شي چې دی د بل چا په خپله د ملت په رايو راغلی نه له بهره د يو بهرني هېواد هغه هم د يو نظامي/پوخي جنرال په خوښه او د هماغه هېواد د سفير د خيبر پښتونخوا پورې اړوند د صوابۍ د اوسېدونکي په شتون کې.

  2. ملامتقي چې د بل په فرمایش نه دی راغلی ، ولی کرنیل هبټ الله پټ ګرځي ؟ آیا ملا هبټ رښتیا هم شته او که همدا ملا ګونګی څه شی غواړئ یا ملا حسن ستاسو لوی ملا دی ؟
    که تاسې مستقل یاستئ نو ولې پنجابیان هره ورځ په نړیوالو ستېجونو کې ستاسو نمایندګي کوي ؟
    که تاسو رښتیا هم خپلواک یاستئ نو ولي د خپل هېواد ملي ګټو ته ژمن نه یاستئ ؟
    تاسې پوهېږئ چې یوه ورځ د تعلیم بندول دې هېواد ته څومره نه جبیره کېدونکی تاوان رسوي ؟
    آیا افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې ځای نه لري چې نور د مداخله نه کوي ؟ مونږ نړیوالو او بشري حقوقو ته ځان پابند نه بولو؟
    په نړیوالو اصولو کې باید نړیوالو حقوقو ته هم احترام وشي ،

  3. دا خپلواک ملا متقي ته تاسې قسم ورکړئ چې له کله تاسو دې مقام ته رسېدلي یاستئ ، تا یو نفر چې د هېواد له ملي پوهنتونونو نه فارغ شوی وي او بې له واسطې او بې د آی اس آی له کوم تائیدي خطه هغه د خارجې وزارت کې مقرر کړیدی؟ او ځواب یې حتما نه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب