جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههند کې د افغان دیپلوماتانو وېشلي نظرونه؛ ذکیه وردګ: ممبیي قونسلګري به...

هند کې د افغان دیپلوماتانو وېشلي نظرونه؛ ذکیه وردګ: ممبیي قونسلګري به فعاله وي

تاند:( شنبه، د میزان ۷ مه) د هندوستان په ممبیي کې د افغانستان د قونسلګرۍ لپاره د پرځیدلي جمهوري نظام ټاکل شوې جنرال قونسلې ذکیه وردګ په هندوستان کې د جمهوري نظام د سفارت له تړل کیدو سره بیا هم د قونسلګرۍ د فعالیتونو د دوام خبر ورکړی.

نوموړې هندي رسنیو ته ویلي، چې په ټول هندوستان کې د افغانستان د دیپلوماتیکو نمایندګیو د فعالیت پای ته رسیدل واقعیت نه لري.

پرون ځینو هندي او نورو رسنیو خبر ورکړ، چې په هندوستان کې د افغانستان د سفارت له ادرسه د هند بهرنیو چارو وزارت ته د سفارت د فعالیتونو د پای ته رسیدو رسمي مکتوب استول شوی.

ویل شوي، چې دغه مکتوب د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي نه دی لاسلیک کړی.

د ماموندزي په اړه ویل شوي، چې خپله په لندن کې وي، خو له هغه ځایه یې مخکې د سفارت د فعاله ساتلو ټینګار درلود.

څه موده مخکې د طالبانو رژیم د سفارت تجارتي اتشې قادرشاه ته له خپله اړخه د سفارت د سرپرستۍ مکتوب ورکړی و، خو د مخلوع جمهوري نظام سفیر ماموندزي هغه له طالبانو سره په معاملې تورن او له دندې ګوښه اعلان کړی و.

ماموندزي، د طالبانو رژیم او د هند حکومت ټولو د افغان سفارت د وروستي وضعیت په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب