جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغانانو په یاد د استرالیا «غان» ریلګاډی

د افغانانو په یاد د استرالیا «غان» ریلګاډی

همایون خیري

که د ګازي درو لوکوموتیو له مخینې وروسته- چې غازي امان الله خان په ۱۹۲۰ کال له جرمني څخه افغانستان ته وپېره او یوازې اووه کیلومتره واټن یې وهلای شوای- تېر شو، افغانستان کې د اورګاډي د اسانتیا لا هم نه ده رامنځ ته شوې.

پر همدې مهال، که تاسو د استرالیا سوېلي ایالت اډلیډ ښار ته سفر وکړئ، نو د استرالیا له جنوب نه شمال ته به مو د تر ټولو مشهور اورګاډي په نوم سترګې ولګېږي، چې د افغانستان نوم یې ورکړی.

دغه اورګاډي ته چې The Ghan یا ”غان” نوم یې ورکړی، د استرالیا پر ”لویې سوېلي اورګاډي پټلۍ” ځغلي او سیلانیان په ۳ یا ۴ ساعتونو کې له جنوبي اډلیډ ښاره شمالي ډاروین ښار ته رسوي.

که اورګاډي کې د سفر هر ډول تجربه لرئ، ترې تېر شئ، غان یو شانداره او ګرځنده هوټل دی، خو د دې پرځای چې پر ځای ولاړ وي، د اورګاډي پر پټلۍ یون کوي.

.

د عکس سرچینه،THE NATIONAL RAILWAY MUSEUM, SOUTH AUSTRALIA

د ”غان” اورګاډي تاریخ له ۱۹۴۰ کاله پیلېږي، یعنې هغه وخت چې بنګال کې زوکړه شوی بریتانیایی څېړونکی چارلز سټورټ د استرالیا مرکزي بېدیاوو ته روان شو چې د استرالیا دغه ناکشف شوې برخه کشف کړي.

دېرش کاله وروسته، د جان مک ډووال په نوم د سکاټلنډ سټوارټ کورنۍ یو بل څېړونکی دغې خاورې ته د استرالیا د مرکزي نا کشف شو سیمو د کشفولو لپاره له کوره ووت. د دواړو څېړونکو ستونزه یوه وه، هغه دا چې د خدمتګارانو او بار لېږدول یې کار یوڅه ټکنی کړی و.

.

د عکس سرچینه،THE NATIONAL RAILWAY MUSEUM, SOUTH AUSTRALIA

ډېر بار او د اوبو کمښت د سفر په اوږدو کې د اسونو له پښو لوېدو لامل وګرځېدل. همدا وو چې د اسونو پرځای یې د اوښانو چمتو کولو په اړه فکر وکړ. د افغانستان له ځينو سیمو نه اوښبه او اوښان له څېړونکو سره یوځای شول.

په دې څېړنډله کې یو څېړونکی د ویلیم جروویس په نوم د بریتانیا پوځ کې انجنیر و، نوموړي په ۱۸۷۸ کال د استرالیا مرکز کې د پټلۍ جوړولو لپاره د افغان اوښبنو له تجربو او د اوښانو له کاروان نه په ګټې اخیستنې لومړی ګام کېښود.

.

د عکس سرچینه،THE NATIONAL RAILWAY MUSEUM, SOUTH AUSTR

د اورګاډي پټلۍ لومړۍ برخه په ۱۸۸۱ کال جوړه شوه. د جروویس طرحه دا وه چې د اډلیډ د اورګاډي پټلۍ له ډاروین سره ونښلول شي، خو په ۱۸۸۳ کال د بریتانیا پاچا هغه د نیوزیلنډ د عمومي والي په توګه وګوماره، چې په پایله کې د ژوند تر پایه و نه توانېد د خپلې وړاندیز شوې طرحې عملي کېدل وویني.

په ۱۸۹۱ کال لومړنی اورګاډی له کورن تمځي نه د اودناټا اورګاډو تمځي ته ورسېد چې په دې طرحه کې ۱۵۰ افغان اوښبانه په کار بوخت وو. دغه واټن وهونکي اورګاډي ته د افغان اوښبه د خدمت ستایلو په پار ”افغان اېکسپرېس” نوم غوره شو. خو د اورګاډي نوم دوه ځلې نور بدل شو، یو ځل ”غان اېکسپرېس” او بالاخره په وروستي ځل اوسنی ”غان” نوم ورته غوره شو. خو ټوله کیسه همدا نه ده.

.

د عکس سرچینه،THE NATIONAL RAILWAY MUSEUM, SOUTH AUSTRALIA

افغان اوښبه له اډلیډ ۷۰۰ کیلومتره لیرې په کوچني ماري (Marree) ښار کې اوسېدل. د اوښبه وو له اوږدې اوسېدنې او د کورنیو له جوړښت څخه په دې ښار کې د افغان مسلمانانو د ژوند له برکته نوی رنګ رامنځ ته شو، چې یوه ښکاره بېلګه یې په ماري کې د عبادت لپاره یو کوچنی جومات دی. ډېر وخت لا نه و تېر شوی، چې په ۱۸۸۹ کال هم په اډلیډ کې لومړنی جومات جوړ شو.

افغان اوښبه وو د اورګاډي پټلۍ له جوړولو وروسته خپل ټاټوبي ته ستانه شول، خو ځینې یې استرالیا کې پاتې شول چې اوس یې په ماري کې یوه کوچنۍ ټولنه لاهم پاتې ده.

د دغو میر کاروان میراث هر کال په دې ښار کې د استرالیا اوښ سپرلۍ سیالۍ کې څرګندېږي. کله چې د اوښ ځغلولو سیالۍ ته ورشئ، د سیالۍ ځای کې د افغان خوړو بوی مو تر سپږمو کېږي، همدا ده چې هلته د ”بې جا دروېش”، ”دوست محمد”، ”شمروز خان” او ”ظریف خان” له کورنیو سره اشنا کېږئ.

دروېش بې جا یا لکه څرنګه چې د استرالیا په سرچینو کې ”بې جا دروېش” راغلی، له مشهورو افغان قافله سالارو څخه و، چې په ۱۹۵۷ کال ماري ته څېرمه په پورټ اګوسټا ښار کې ومړ. د استرالیا مشهور شاعر ډاګلاس سټیوارټ د ”افغان” په نوم شعر لري چې بې جا دروېش یې په کې ستایلی دی.

.

د عکس سرچینه،THE NATIONAL RAILWAY MUSEUM, SOUTH AUSTRALIA

په استرالیا کې د همدغو اوښبنو په اړه د مینې او غم یو داستان هم شته. د اکبر په نوم یو اوښبه له خپل زوی سره استرالیا ته تللی و. کله یې چې پلار ومړ، زوی یې تر ننه د ”جک اکبر” په نوم پېژندل کېده، لومړی اوښبه و او بیا د دولت له خوا پوستچي او ګاډۍ وان وګومارل شو. جک د استرالیا په لوېدیځ کې د یوه سفر پرمهال د استرالیا د اصلي اوسېدونکو له یوې پېغلې ”لالي متبار” سره اشنا شو. یو پر بل مین شول او د کوژدې هوډ یې وکړ.

د ۱۹۰۵ کال قانون کې د استرالیا له نا اصلي اوسېدونکو سره د اصلي اوسېدونکو د واده اجازه نه وه. همدا و چې جک او لالي د استرالیا جنوبي اډلیډ ته وتښتېدل، خپله کوژده یې د دولت په یوه اداره کې ثبت کړه او په یوه کور کې یې واړول. خو د دوی کوژده لاهم ناقانونه ګڼل کېده، چې بالاخره پولیسو مېړه او ښځه دواړه ونیول او د استرالیا لوېدیځ ته یې واستول چې له یو بل جلا ژوند وکړي.

.

د عکس سرچینه،THE NATIONAL RAILWAY MUSEUM, SOUTH AUSTRALIA

څو کاله د جک شکایتونه تر ځایه نه رسېدل، ان تر هغه چې د لوېدیځې استرالیا عالي محکمې له دې ایالت نه بهر تبعید کړل. جک او لالي بیا اډلیډ ته ستانه شول، په دې ښار کې یې کورنۍ جوړه کړه، دوه هلکان او دوې لوڼې یې پیدا شوې.

په دې سره له واده وروسته د لالي دوسیه د دولت له قانون نه د سرغړونې په توګه نه، بلکې په ۱۹۷۰ کال وتړل شوه.

افغان اوښبنو او اوښانو یې نه یوازې د استرالیا له جنوبه شمال ته د اورګاډي د پټلۍ جوړولو کې، بلکې د استرالیا په مرکزي ټیلیګراف لیکو جوړولو کې هم ونډه لرله.

د اورګاډي د پټلۍ له بشپړېدا وروسته، اوښبنو خپل اوښان په ازاده فضا کې خوشي کړل چې د دولت له امر ځانونه الونیه کړي. اوس د نړۍ تر ټولو ډېر اوښان، چې شمېر یې تر یو میلیون ډېر اټکل شوی، د مرکزي استرالیا په خاوره کې اوسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب