لیکوال : حبیب بختیال
همدا چې کله د ډیموکراسۍ شبنم د هیواد لر او بر تازه کړ او د کاندیدونې یا کاندیدیدنې خبرې سره راپورته شوې، نو د وکیل شیرآغا جګر سوز زړه هم دې ته وشو، چې خپل ځان کاندید کړي او چې دا لنډۍ به ور په زړه شوه چې : (( په نا لیدلي مخ مین یم – یار مې کاندید کړې چې تصویر یې ووینمه )) نو د بوډاتوب عمر ته نږدې وخت کې به یې هم زړه باغ باغ شو او د ځوانۍ وخت به ور په زړه شو، چې څنګه به یې په اوسنۍ مډرنه اصطلاح د نجونو په غولولو او خپل ځانته په راجلبولو کې مهارت درلود او که به یې په نورو ولوریده، نو هغوي ته به یې هم ځیني لوی او واړه چلونه ورښودل.
هغه به له ځانه سره ویل، چې دا به په خوب هم ونه ویني، چې هغه د ځوانۍ وخت ته بیا بیرته ور وګرځي؛ ګیرلفرینډانې پیدا کړي او که ځوانې نه وي نو د پاخه عمر لروونکي ښځې خو لږ تر لږه په خبرو راولي. خو هغه دا آرزو په داسې وخت کې درلوده، چې دا مهال یې پوره څلور ښځې په نکاح کړې وې او درځن درځن لورانې او زامن یې وو، چې لورانو او زامنو یې هم دده عادت درلود او ټول دده په څیر د ځوانۍ د عیش او عشرت په دې دوره کې تر ده لا څو ګامه وړاندې ښکاریدل.
شیرآغا جګرسوز په تیرو نږدې پنځلسو کلونو کې دوه درې ځلې خپل ځان یا د ولایتي شورا او یا هم د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کاندید کړ، خو دا چې بخت یاري نه ورسره کوله نو هغه په ده پورې اړوند وه، خو لکه چې له کوم چا څخه یې مشوره اخیستې وه، چې په تیرو څلورو کلونو کې یې له خپلو څلورو میرمنو څخه د ۶۴ لوڼو او زامنو لپاره منظم پلان جوړ کړ او هغه داسې، چې د څلویښتو لورانو لپاره یې په ښار او د ولایت شاوخوا ولسوالیو کې داسې ځوانان په ګوته کړل، چې په کورنیو کې یې له اتیا تنو څخه کم کسان نه وي. او د ۲۴ زامنو لپاره یې هم داسې کورنۍ په ګوته کړې، چې له اتیا څخه یې د کور غړي ډیر وي.
هغه له همدې پلان سره سم په یو وار په تیرو څلورو کلونو کې له داسې کورنیو سره دوستۍ وکړې په داسې حال کې، چې زامنو یې په بشپړ ډول څو څو دانې مینې یا ملګرې درلودې او لورانو یې په درځن درځن مینان درلودل، خو ده چندانې سر نه ورپسې ګرځاوه ، ځکه د خپل پلان له مخې یې غوښتل چې په څلورم ځل کاندیدیدو سره بریالی شي او د خپلو دوستانو په مرسته، چې یا یې دوستۍ ورسره کړي او یا هغوي له ده سره دوستۍ کړي رایې ورکړي او په دې سره کامیاب له همدې امله یې پر ځان د لومړي ځل لپاره د جګرسوز تخلص پر خپل ځان ایښی و تر څو خلک ورته په پخوانۍ سترګه ونه ګوري او رایې ورکړي.
کله به چې یوازې ناست ؤ نو دا فکر به ورسره ؤ چې کله به یا د پارلمان د ودانۍ او یا د ولایت د ولایتي شورا پر دروازه ورننوزي له دې سره به په خیال کې ورغلل، چې له بلې ښایسته او نازولې وکیلې سره په ګوښه ځای کې ولاړ او د مینتوب خبرې کوي، چې په همدې ډول به په خیالونو کې غرق شو او خوب به یووړ او د بیدارۍ حالت په دوام به یې پر ښایستوکې وکیلې لاس واچاوه او، چې کله به یې غوښتل په تلو تلو کې د هغې د بدن ځانګړي زلزليي غړي لمس کړي او شونډې یې ترینه په خپله کنډاسه خوله کې ونیسي، نو ناڅاپه به راویښ شو په شیطان به یې لعنت وویلو او د حمام کولو لپاره به یې له خپلو میرمنو اوبه او پاکې جامې وغوښتې.
هغه زموږ په کوڅه کې یو نرس، چې درملتون یې درلود د جنسي غړو د تقویې ګولیو په راوړلو او د جمعې په شپه د وکیل شیرآغا جګرسوز په وینا د نرو پیچاریو په لګولو تر پوزې راوستی ؤ کیدای شي همدا لامل به ؤ، چې په پنځوس کلنۍ کې هم ده او هم یې زامنو یو ځای اولادونه زیږول او د ماشومانو رمې به دې چې په کوڅه کې ولیدې نو حیران به شوې، چې دا څنګه ساتي.
خو لنډه یې دا چې وکیل شیرآغا دا ځل ټاکنو ته پوره چمتووالی نیولی ؤ او له خپلو خپلوانو، د کورنۍ له غړو،ګاونډیانو او د ناحیې له اوسیدونکو څخه یې غوښتي وو، چې ده ته د کاندیدشیرآغا جګرسوز پر ځای وکیل شیرآغا جګرسوز نوم مخکې له مخکې واخلي تر څو ورپسې بختور شي او دا ځل د ټاکنو ګټونکی شي، چې همداسې وشول او خپلو ټولو دوستانو او یارانو په ګډه رایې ورکړې، ځکه ټول د شیرآغا جګرسوز له مخکینیو ګواښونو ډاریدل، چې که څوک رایې ورنه کړي، نو دی به هغه څه ورسره وکړي، چې ساری یې نه وي لیدل شوی.
وکیل صاحب شیرآغا جګرسوز اوس زموږ وکیل دی او کله نا کله په ځینو ځایونو او رسمي سفرونو کې له کونډو او نورو شوقي د پاخه عمر لروونکیو ښځو وکیلو سره په ویښه هماغه د نوماندۍ وخت خوبونه ریښتیا کوي او ځیني وخت د عمر هغه دوره هم ور په یاد شي، چې دی به د ناحیې وکیل ؤ او د ښځینه معلیمینو او یا نورو ښځو چې به له ده سره د امضاګانو او ټاپو کار بند شو ، نو ده به د ښار په مشهور هوټل کې د ډوډۍ پر خوړلو سربیره، چې خپل د مطلب وړاندیز ورته وکړ، نو که به سستې وې ورسره وبه یې منله او خپل خواهشات به یې پرې پوره کړل، خو که به ټینګ هوډه او خپلو خاوندانو ته وفادارې ښځې وې، نو پر وکیل شیرآغا جګر سوز به یې په هماغه هوټل کې راباندې کړل او د ټولو خلکو په مخ به یې په دوو روپو کړ.
اوس که څه هم نه دده مزه شته او نه د کونډو او زړو وکیلانو خو بیا هم دومره توپیر په کې ګوري، چې لږ تر لږه وکیلې خو د ځانونو پر بشپړ پاکوالي سربیره هر وخت په سینګار کې ګرځي.