تکیه کلام یا د ژبې تکیه په شفاهي ژبه کې یو ګډ خصوصیت دی چې د هرې ژبې په ټولنیز چاپېریال کې را ټوکېږي او د ویناوالو په وینا کې د هغوی عمر، موقف او پوهې ته په پام سره ځای نیسي، خو کله کله لیکنۍ ژبه هم د ځینې اصطلاحاتو د ډېرې کارونې په سبب د لیکوال سبک جوړوي او کېدای شي د هغه تکیه کلام ورته ووایو. زما د کنفرانس په دغه متن کې لاندې موضوعات څېړل شوي دي:
- تکیه کلام پېژندنه
- د تکیه کلام ژبنۍ بڼې
- د تکیه کلام لهجوي اړخ
- د تکیه کلام رواني اړخ
- د تکیه کلام کارونې لاملونه
- د تکیه کلام ګټې
- د تکیه کلام کاروونکي
- سم او ناسم تکیه کلامونه
- پایله
له کابله د بغلان په لور روان وم، یو نا اشنا ځوان راسره ملګری شو، دا چې له دې وروسته څو ساعته موټر کې د یوې لارې ملګري وو، ځان یې را وپېژنده: سلام انډیواله! جوړ یې، پخیر یې، د کوم ځای یې انډیواله او چېرته ځې انډیواله؟ بس تر بغلانه به د یوې لارې ملګري وو چې زړه تنګ نه ک ړې انډیواله…
هغه تر بغلان پورې هم د سفر له نورو ملګرو او هم تيلفوني مکالمو کې د «انډیواله» کلمه دومره وکاروله چې نور راته بیخي بې خونده ښکاره شوه، حتی یو ځای خو یې له پلار سره په اړیکه کې هم وویل: سلام علیکم پلاره! اندېښنه مه کوه انډیواله، ټول کارونه مې را جوړ کړي، خو ډېره بیړه به هم نه کوو، پوه شوې انډیواله، در روان یم.
اوس پوښتنه دا ده چې انډیواله کلمه له ژبني او فرهنګي اړخه څه حیثیت لري، ځواب دا دی چې انډیواله ددغه ځوان تکیه کلام دی او تکیه کلامونه معمولا په عادي ډول له کومې تصنع او تصمیم پرته په عادي ډول کارول کېږي، د ژبې تکیه هم ورته وايي.
تکیه کلام ته په انګریزي ژبه کې «catch phrase» وايي او په هره ژبه کې به بېلابېلو بڼو شته دی، څېړونکو د ولسي ژبې او فولکلور په ډله حساب کړی دی او خلک یې په ورځنیو خبرو کې په تکراري ډول کاروي. د کارونې د لامل او ځای په اړه یې مشخص ګرامري او زماني محدودیت نشته، خو هغه وخت راځي چې ویناوال د ځینو مفاهیمو او مانا ګانو لپاره د لفظ په لټون بوخت وي او غواړي چې د موندنې لپاره یې سوچ کولو ته مهلت او وخت پیدا کړي.
د وینا یا خطابې فن پوهان په دې اند دي، چې تکیه کلام د ولسې ژبې خوږوالی دی او څرنګه چې د یوې او بلې سیمې تر منځ لهجه یا ګړدود توپیر لري، کېدی شي ځانګړي تکیه کلامونه هم ولري، یا لهجې د تکیه کلامونو په رامنځته کولو کې بې اغېزې نه دي.
تکیه کلامونه معمولا په تکراري او بې ګرامري تړاوه کارول کېږي او د متکلم خبرو کې کوم اضافي مفهوم نه شي رامنځته کول، خپله تکیه کلام دوه کلمه يي ترکیب عربي رېښه لري چې په پښتو ورته ځينو د ژبې تکیه او بالښت وايي، یاني متکلم او غږېدونکی ورباندې ډډه وهي/ تکیه کوي.
د تکیه کلام ژبنۍ بڼې
په پښتو ژبه کې د تکیه کلام په اړه ژبپوهانو ډېر څه نه دي لیکلي او دا یو داسې بحث دی چې تر ډېره پورې په شفاهي ژبه (وینا) کې څېړل کېږي، ځکه چې تکیه کلام لیکنۍ خصوصیت نه لري او د ډېرو تکیه کلامونو لرونکي کسان هم د لیکنې پر مهال له خپلو تکیه کلامونو سره مخه ښه کوي او نه يې لیکي. د تکیه کلامونو بېلابېلو بڼو ته په پام سره د ژبپوهنې له اړخه تکیه کلامونه په لاندې څلورو بڼو وېشلی شو:
الف: خپلواکې کلمې
خپلواکې کلمې هغه دي چې په یوازې ځان مانا رسوي. د پښتو ژبې ګڼ تکیه کلامونه هم خپلواکې کلمې دي. د تکیه کلامونو یوه برخه په همدې ډول راځي لکه: ځوانه، ملګریه، مانا، انډیواله، وروره، ګوره، اورې، مطلب او نور…
ب: ناخپلواکې کلمې
ناخپلواکې کلمې بیا د خپلواکو خلاف په یوازې ځان بشپړه مانا نه شي رسولی او له خپلواکو کلمو سره د یو ځای کېدو په صورت کې د مانا بشپړونه کې مرسته کوي چې ادات، سربلونه و ستربلونه په کې شامل دي. د تکیه کلامونو یوه برخه دا ډول ده لکه: بالا، مړه، نو، اتي، وشه، اشه او نور…
ج: ترکیبونه
ترکیبونه بیا له دوو کلمو څخه جوړېږي چې کله دواړه خپلواکې او کله هم یوه خپلواکه او بله بې واکه وي. د تکیه کلامونو یوه برخه دا ډول جوړېږي، دا ترکیبونه کله د عبارت په بڼه هم وي. لکه: زوی مړی، وروره جانه، تره زو، ورکوه یې، اغه دي، ما ویل، بیخي نو، ښه نو او نور…
د: بشپړې جملې
جمله په ګرامر کې ستر مبحث دی او ژبنۍ جوړښت دی چې له فعل، فاعل او مفعول څخه جوړه شوې وي، مبتدا او خبر ولري، د پښتو ژبې ګڼ تکیه کلامونه د بشپړو جملو په ډول راځي چې مبتدا او خبر لري. لکه: لږ پسې راتېر شه، بلا دې واخلم، ګل مې یې، پوه شوې؟ سر دې خلاص شو، ما ویل چې، دې خوا ګوره، په بلا یې وهې، پرېږده یې…
د تکیه کلام لهجوي اړخ
لهجه د وییزو غږونو ترمنځ پیدا شوی بدلون دی چې یوازې په تلفظ کې رعایت کېږي او منطقوي خصوصیت لري، دا چې په پښتو ژبه کې ګڼې لهجې موجودې دي او د هرې سیمې لهجه خپله ځانګړنه لري، داسې یې د خلکو تر منځ تکیه کلامونه هم شته دي چې یوازې د همغه لهجې او قبیلې ویونکي يې په مانا پوهېږي، خو په وینا کې د کارونې له اړخه له نورو سره کوم توپیر لري. لکه لاندې تکیه کلامونه: مګم، دماره، تره زو، اتي، ابکه، دمانه، پخ ښه جو، ملطب او نور چې معیاري بڼې یې په ترتیب سره مګرم، زما وروره، تره زویه، زیاتي نو، ابا جانه، له ما نه، پخیر ښه جوړ او مطلب دي.
د تکیه کلام رواني اړخ
تکیه کلامونه د انسان په روان او طبیعت کې نغښتي وي، وايي هغه کسان چې رواني ستونزې لري او رواني ثبات ورسره نه وي، نو د خبرو پر مهال یې هم دغه سرګرداني را څرګندېږي او کوښښ کوي چې د مفاهیمو د رسولو لپاره مناسب کلمات پیدا کړي چې تر منځ یې خپل تکیه کلامونه هم راوړي.
په رواني لحاظ هم تکیه کلامونه وینا وال ته ارام او ددې چانس ورکوي چې خپل ذهني مفاهیم تر بیان وړاندې سره منسجم او بیا له مخاطب سره شریک کړي. ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې وايي، تکیه کلام انسان ته ګته هم رسوي، ځکه د ځینو “هورمونو ترشح راکموي او پر موږ پروت فشار کمولی شي، همدارنګه به زموږ وېره اضطراب کم کړي.
ځینې تکیه کلامونه ژبه خوږوي او ځینې کېدی شي له موږ سره مرسته وکړي ښه تمرکز وکړو، ځینې کېدای شي موږ جذاب او کارېزماتیک وښيي. ښاغلی عظیمي وايي د دې ترڅنګ چې تکیه کلام کارول عادت ګرځي ” تر شا يې ځینې ارواهي او لاشعوري لاملونه پراته دي. ځینې یې کېدای شي چلند او دود او فرهنګ پورې اړه ولري.”
د تکیه کلام کارونې لاملونه
د تکیه کلام په اړه باید ووایو چې تکیه کلام یو قصدي عمل نه، بلکې په وینا کې یو داسې عادت دی چې یا په لنډو یا هم په اوږدو فاصلو سره تکرارېږي. کله نا کله دا ډېره ګرانه وي چې ثابته کړئ یو لفظ، کلمه یا عبارت د یوه کس تکیه کلام وي، تکیه کلام یو عادت دی او که څوک وغواړي په قصدي ډول یاني په لوی لاس به ګرانه وي چې څوک دې تکیه کلام عادت او په طبیعي ډول وکاروي. تکیه کلام کارول، ګڼ لاملونه درلودلی شي، اروایي، دودیز، سیمه ییز او شخصي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې د استاد شرف الدین عظمي په خبره، د دې ترڅنګ چې تکیه کلام کارول عادت وي، تر شا يې ځینې اروایي او لاشعوري لاملونه پراته دي. ځینې یې کېدای شي چلند او دود او فرهنګ پورې اړه ولري”
بل لامل یې هغه دی چې هر انسان ورسره مخ کېږي او ښاغلی عظیمي وايي “د حافظې کمزوري د تکیه کلام کارولو یو لوی لامل دی. له تاسې یوه کلمه، یوه جمله یوه خبره هېرېږي او تاسې تکیه کلام کاروئ چې تشه ډکه کړئ.”
نو دا د هغې تیورۍ یوه ښه بېلګه ده چې وایي، په داسې ژبه غږېدل چې پرې حاکم نه یاست او د دې اندېښنه درسره وي چې د غږېدا پر مهال به غلط شئ هم، د تکیه کلام د ډېر کارولو لامل ګرځي.
استاد عظیمي وايي: “پښتانه چې په ډېرو مواردو کې په خپله ژبې د زدکړې موقع نه لري او په نورو ژبو زدکړه کوي، لا ډېرې ستونزې ګالي، ځکه که په دري، فارسي او انګلیسي زدکړه کوي او بیا په پښتو وینا کوي او یا مرکه، اړ به وي چې له هغې ژبې ژباړه وکړي چې زدکړې یې پرې کړې، نو له دې سره په خپل مغز کې له بلې ژبې خپلې مورنۍ ژبې ته ژباړه کوي او اړ کېږي پر تکیه کلام ډډه ولګوي.”
د تکیه کلام ګټې
د تکیه کلام کاروونکي په وینا کې دې ته ځير نه وي چې ګني یوه کلمه او ترکیب ورڅخه بیا بیا تکرارېږي، ممکن په مخاطب یا اورېدونکي بد ولګېږي، په همدې سبب چې ځان ته ځير نه دی، خپلې خبرې او فکر نورو ته په اسانۍ وړاندې کوي او حتی د تکیه کلام په مرسته د کلمو او مفاهیمو تر منځ د مانیز تړاو او تناسب په اړه هم د څه ناڅه فکر کولو موقع مومي. په ځینو برخو کې تکیه کلامونه بیخي له مخکې یادو شوو څلورو ګرامري مواردو هم بهر وي او یوازې په ځینې اوازونو لکه هممممم، ععععع، هغغغغه او نورو یا هم تاکیدي ترکیبونو په بڼه لکه تکیه کلام میکه کلام، چای مای، کتاب متاب، ډوډۍ موډۍ او نور… هم ویناوال ته چانس ورکوي چې روانې خبرې وکړي، مخاطب وپوهوي او خپل فکر بیان کړلی شي.
په بله اصطلاح که چېرته په تکیه کلام لرونکو ویناوالو تکیه کلام ودرول شي، شاید ډېر ځله جام پاتې شي او د ژبې د بندښت (کلالت) سره مخامخ شي چې په دې صورت کې مفاهیم په سم ډول نه رسېږي او وینا یې هم مخاطب د پوهاوي له کچې را لوېږي. د تکیه کلام بله ګټه دا ده چې کارونکي ته یې د وینا ځانګړی سبک ټاکي او د همغه له مخې پېژندل کېږي. د بېلګې په ډول «ګل مې یې» تکیه کلام د پیاوړي شاعر اجمل خټک د خولې تکیه کلام دی چې که بل څوک یې هم وکاروي، زموږ ذهن ته هغه راځي.
په لنډون سره باید ووایو چې د تکیه کلام په ګټو یوازې هغه څوک ښه پوهېږي چې په وینا کې یې موجود وي، ځکه چې که چېرته موږ هغه ځير کړو او ورته ووایو چې دا کلمه به ډېره نه تکراوې، ښايي له ژبني بندښت سره مخامخ شي او بیا هغه ذهني مفهوم چې دی یې وړاندې کول، په روان او معین وخت کې وړاندې نه شي کړلی، په همدې لحاظ تکیه کلام کولی شي د هغوی وینا ته رواني ور وبښي، جرئت او پر خبرو بر لاسی شي.
د تکیه کلام کاروونکي
د تکیه کلام کارونې نوعیت کله کله د موقفونو، پوهې او مسلک سره بدلون مومي، د عامو یا عادي خلکو تکیه کلام عادي او د شفاهي ژبې له بشپړې ځانګړنې څخه برخمن وي، خو د لوستو او د لوړو زده کړو لرونکو او عالمانو تکیه کلامونه هم مختلف وي، حتی د سیاستوالو او سیاسي رهبرانو له خوا هم ځینې تکیه کلامونه کارول کېږي چې د هغوی د سیاسي موقف او مفکورې څخه خامخا اغېزمن دي، د پخواني ولسمشر اشرف غني « چارچوب» او د ډاکټر عبدالله «مردم افغانستان» داسې تکیه کلامونه و چې نږدې د وینا هر پاراګراف کې ورڅخه کارېده، ځکه خو ویلی شو چې تکیه کلامونه د ټولنیز موقف او دندې له مخې بدلون مومي.
په تکیه کلام کې د عمر درجه هم اغېز لري، مثلا لویان تل کشرانو ته په خبرو کې «وراره ګله!» تکیه کلام کاروي، خو لویانو ته بیا اکثره ماشومان «ماما»، «کاکا» او نور کاروي. په همدې ډول د لوستو او نالوستو هم توپیر لري.
ارواپوه شرف الدین عظیمي بیا وايي د افغانانو ترمنځ روغتیايي مسلې هم ځینې مواردو کې د تکیه کلام کارولو لامل کېږي.
دی وایي په ډېرو افغان ‘ کشرانو او مشرانو کې د تمرکز یا ډېر فعالیت ستونزه او ذهني اختلال’ شته. په دې معنا چې سم تمرکز نه شئ کولی او کېدای شي پر داسې یوه لفظ یا کلمې تکیه وکړئ وارله مخه مو په فکر کې شته.
سم او ناسم تکیه کلامونه
تکیه کلام لهجوي او ولسي خصوصیت لري، ځکه ځینې څېړونکو د ولسي ادب په اډانه کې څېړلی دی، خو دا چې ولسي ژبه له معیاري ژبې او لهجې سره توپير لري، همداسې یې تکیه کلامونه هم یو ډول نه دي چې کېدی شي سم او ناسم ورته ووایو. له سم څخه موخه هغه تکیه کلامونه دي چې مانا یې سمه ده، مثبت مفهوم رسوي، مثلا یو مومند کوچی زموږ وطن ته راغلی و او په وینا کې یې په بیا بیا د مننې په دود ویل: خوشال دې وې جنتي شې، جنتي شې، یا په بل عبارت سم تکیه کلامونه هغه دي چې یو څوک یې هر ځای ویلی شي. ناسم تکیه کلامونه بیا هغه دي چې سمه مانا نه لري، د کارونکي ټولنیز موقف ته زیان رسوي، بد اخلاقي ګڼل کېږي او لویه مانیزه تېروتنه هم رامنځته کوي. مثلا «هسې خوشي چټي» یو تکیه کلام دی، خو که کارونکي یې کوم د خیر کار وکړي، عبادت ورکړي او بیا یې په اړه د خبرو پر مهال وکاروي، طبیعي ده چې ښايي د سترې ګناه مرتکب شي
په همدې ډول د سیمو او ولایتونو ځینې ځانګړي او ولسفي تکیه کلامونه شته چې په دې مطلب کې یې بېلګې نه شم وړاندې کولی خو ډاډه یم چې ګڼ شمېر کسانو اورېدلي، له ادبه لرې یو شمېر ډېرې ناوړه، بد مانا او په اصطلاح زشتې کلمې دي چې اصلاً ښکنځل دي خو په تکیه کلام بدل شوي.داسې مثالونه یې شته چې دا ډول تکیه کلامونه ان د شخړې او جګړې لامل شوي.
ځینې یې بیخي ناموسي ښکنځل دي چې د افغانستان غوندې دودیزې او نازک مزاجه ټولنه کې د دښمنۍ لامل کېدای شي؛ نو پر ځای به وي چې ووایو داسې تکیه کلامونه چې انسان بد ښيي، موقف او شخصیت ته یې تاوان اړوي او تر ټولو مهمه دا چې کوم تکیه کلامونه نور سپکوي او توهینوي، باید ونه کارول شي.
ناسم او ناوړه تکیه کلامونه تر ډېره پورې د بېلابېلو ولایتونو او قومونو لهجوي او وینايي خصوصیت قبلوي چې هلته د ډېر تکرار له امله عادي شوي وي او ښايي کوم حساسیت ونه لري او د خلکو غوږونه ورسره اشنا وي، خو ځینې یې که چېرته په بله سیمه او قوم کې وکارول شي؛ نو بیا طبیعي ده چې نا اشنا ښکاري او د سخت حساسیت سبب ګرځي او سپکاوی ګڼل کېږي.
پایله
د پایلې په ډول ویلي شو چې تکیه کلام د شفاهي ژبې یوه بارزه ځانګړنه ده، تکیه کلام د هر وینا وال ځانګړنه هم نه ده، پر څلورو ګرامري موردونو کې راځي چې خپلواکې کلمې، ناخپلواکې کلمې، ترکیبونه او بشپړې جملې دي، ددې تر څنګ که په یو شمېر موردونو کې ویناوال ته د مفاهیمو د رسولو چانس ورکوي، افهام او تفهیم کې مرسته ورسره کوي، خو داسې موردونه هم شته چې د ذهني مفاهیمو تر منځ خنډ ګرځي او د وینا وال د وینا په مانیز تسلسل کې ټکني توب رامنځته کوي.
سرچینې
- بوداګوف، ر. ا. (۱۳۹۵ لمریز). ادبي ژبې او ژبنیز سبکونه. (د څېړنپوه ډاکټر دولت محمد لودین ژباړه او څېړندوی رفیع الله نیازي اهتمام). جلال اباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
- زغم، احمد شاه.( ۱۳۹۵لمریز). فولکلور او فولکوري ادبیات. کابل: ملي تحریک فرهنګي څانګه.
- ښکلی، اجمل. (۱۴۰۱ لمریز). د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتویس خپرندویه ټولنه.
- کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۹لمریز). هنر، ښایست او ادب. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.
- هوتک، محمد معصوم. (۱۳۹۰ لمریز). پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه. کندهار: د اطلاعاتو او کلتور ریاست.
- بي بي سي پښتو وییبپاڼه pashto.com