چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعرقاتل او مقتول / عبدالباري جهاني

قاتل او مقتول / عبدالباري جهاني

ډیر پخوا د نیل پر غاړه یو قاتل وو
د هر ښار په جنایت کي به شامل وو
هم له غله هم داړه مار سره یې کار وو
چي هر ځای به یو قاتل وو دی یې یار وو
په زړه سخت لکه د غرونو ځناور وو
هم په تیښته کي چالاک هم زورور وو
په سل کونو یې کورونه وه لوټلي
په لس ګونو انسانان یې وه وژلي
قتلول به یې مظلوم خلک بیځایه
نه یې ویره له انسان وه نه له خدایه
هم ملګری یې قاضي وو هم کوټوال وو
هم په غلاوو کي شریک یې څارنوال وو
تر پاچا پوري عرض نه سو رسیدلای
د مظلوم چیغي چا نه سوای اوریدلای
چي وژلي یې بیځایه انسانان وه
په دې ښار کي په سل ګونو یې خپلوان وه
نا امیده له قاضي له حکومته
تمه نه وه د پاچا له عدالته
چي چاره د دې قاتل وکړي پخپله
ښار کرار کړي له دې هري شپې یرغله
په یوه آواز را ووتل له ښاره
چي قاتل په غره کي ونیسي له غاره
چي قاتل هجوم د خلکو وو لیدلی
هر اندام یې وو له ویري لړزیدلی
مخ یې ونیوی د نیل د سیند پر لوري
هر ګړی ځانته د امن لوری ګوري
چي یې لاره کي پیدا وږی زمری سو
له حملې سره ملګری یې غړومبی سو
تر شا خلک دلته ویره د زمري سوه
له امیده یې د زړه خونه خالي سوه
یوې جګي ګڼي وني ته سو پورته
ښاخ پر ښاخ پورته کیدی د هسک و لورته
پاس د وني په ښاخونو کي یو مار وو
مار لا څه چي د پیړیو اژدهار وو
د قاتل لوري ته دوې سترګي نیولي
خلاصه خوله کي دوه غاښونه ځلیدلي
له ناکامه یې ځان سیند ته ور ایله کړ
د اوبو وږي نهنګ یوه ګوله کړ

چي سزا یې په قسمت وه رسیدلې
له ازل څخه یې لار نه وه میندلې
پاس د مځکي پر سر پورته عدالت دی
بې سرحده یې قدرت او سلطنت دی
نه لحاظ کړي د قاضیانو کوټوالانو
نه مخ ګوري د نړۍ د پاچانو
چاچي کړي پر مظلوم باندي ظلمونه
یوه ورځ ورسره کیږي حسابونه
چي پر ټولو پاچهي کوي یو خدای دی
د وروستي عدالت کور د هغه ځای دی
« د مثقال د ښو جزا ورکول کیږي
د مثقال بدی سزا ورته رسیږي» آیه
د جون د میاشتي نولسمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

6 COMMENTS

  1. زه تل د جهانی صاحب شعرونه په ډیر شوق سره لولم. ډیر عالی شعر او. ډیر می خوښ شو. ما تل غوښتل چي جهانی صاحب له نږدی ووینم. څوک کولای شي د جهانی صاحب بریښنا لیک را سره شریک ګړي دیر مهربانی به مو وی. زه دا مهال امریکه ته د درس لپاره راغلی یم.

    Wais mehrbi
    [email protected]
    530-522-8599

  2. لوی جهانی صاحب ته روغتیا او اوږد عمر غواړم له خدای ج. په ریښتیا چی تمه مو د انسان له عدالته شکیدلی پر افغان واک چلونکي خو بیخي پریږده. خو موږ لپاره یو ښامار او نهنګ کفایت نه کوي، قاتلان مو ښه پریمانه دي، یو نیم دریا چی لرو هغه نهنګ نلري، مګر خدای ج ته هرڅه آسانه دي، سزا ګانې یې رنګ، رنګ دي، فرعون ته یوشان او نمرود ته بل شان، زموږ بې غیرتو نمرودانو ته یوه ماشه هم بس ده.

  3. په رښتیا چې جهاني صاحب ډیر ژور مقصد ته اشاره کړې ده . زه د جهاني صاحب شعرونه اورم ، لولم یې او کله کله یې په ویډیویي بڼه ګورم . د جهانیي صاحب زیاتره اشعار داسې دي چې د موجوده خلکو کړو وړو سره اړخ لګوي او هغه څه چې په ټولنه کې پټ راوان دي ، دای یې دشعر یا نظم په بڼه ښکاره کوي.
    زه وایم چې زیاتره خلک چې یو فعل کوي په دې پوهیږي چې زه دا غلط کار کوم خوبیا هم ادامه ورکوي؟
    خدای د وکړي چې دا ډول افرادو ته د جهاني صاحب دغه موجوده شعر یو لوی سبق شي.
    په ډیره پښتنه مینه

  4. نيکي هيلي اوسلامونه :
    دقدرمن جهاني صاحب ليکني اوشعرونه دقدروړاوپه رښتينولۍ ولاړيدي چی پکي لويه فلسفه اوځلانده عيني تاريخ پروت دئ چه زه يي دتعريف څخه عاجزيم .دئ زمونږدټولنی ،ناخوالواوورځنيومشکلات اوناورين ډيرښه انځوروي. دلوئ خداي له درباره جهاني صاحب ته اوږدنيکمرغه اودبرياووډک عمرهيله اودوعاکوم.
    په دره نښت
    نيک – هدايت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب