جمعه, مې 3, 2024
Home+اهمیت | حفيظ الله بشارت‎

اهمیت | حفيظ الله بشارت‎

– درته ويل مې کنه چې وختي راځه!
– خير دی، خامخا سړی کله کله ناوخته کېږي. خدای پاک د کرارې مل دی، بيړه شيطان کړې ده.
– خو په ځینو کارونو کې بيړه کول ضرور وي. خدای پاک بېشکه چې د کرارۍ مل دی، خو د لټۍ نه. کله کله موږ حتی له حديث او آیت نه هم غلطه آګاهي اخلو. کراري او نه بيړه د الله پاک خوښېږي، خو د انسان فطرت بيا همدا کراري انسان د لټۍ او سستۍ په لور کږوي، ځکه انسان فطرتي له جسماني او ذهني ستړياو لرې کېدل غواړي، مګر لټي د دې ټولو سرچپه په دې راځي چې لټ او سست انسان نه د خدای او نه د هغه د رسول خوښېږي.
– ستا خبرې لکه شات خوږې دي، خو په ژوند کې ځينې وخت دويمي کارونه له لومړنيو هم لومړني او مهم شي؛ په‌ داسې حالاتو کې بيا بايد مهم او ضرور کار ته لومړيتوب ورکړل شي.
خبره به په‌ دوه کيسو لا ښه درته واضح کړم:
يو وخت زموږ په کلي چاپه وه. په دې ورځ ما د يوه رسمي کار لپاره امتحان ورکولو، ترجمان ته مې چې هر څومره زارۍ وکړې، خو اجازه يې رانه کړه، ګرم نه و، ځکه هر لور ته پوځونه پراته وو او په هر قدم کې خطره وه.
ضرور خو دا وه چې په دې ورځ ما امتحان ورکړی وی، خو د سر دې خطرې له امله له ما مهم کار پاتې شو او په دې ورځ زه له يوې ښې وظيفې بې برخې شوم. که څه هم امتحان ورکول زما لپاره لومړنی او اهم کار و، خو له هغې نه هم مهم زما لپاره د خطره ځان بچ کول وو.
دوهمه کيسه په دې ډول ده چې:
زموږ سره په اوطاق کې يو شاعر ملګری هم و. دې ملګري به مو ډېری وخت د درسي کتابونو پر ځای نور اضافي کتابونه مطالعه کول او له کورنۍ دندې ورته د شعر ليکل ډېر مهم وو.
د سمستري آزموينو پر مهال به ما ورته ويل چې اوس له اضافي مطالعې او د شعر له ليکلو تېر شه، په امتحانونو کې بايد درسي کتابونو ته ډېر وخت ورکړې، ځکه په آزموينو کې لومړيتوب ډېر وخت آزموينو ته ورکول دي.
ده به زما خبره منله خو کله کله به يې ناڅاپه قلم او کتابچې ته لاس کړ! تقريباً دوه درې ساعته به بيا د شعر په ليکلو بوخت و، ما به چې هر رنګه نصيحتونه ورته وکړل، نه يې اورېدل. يوه ورځ چې زما له نصيحتونو او خبرو تنګ راغی، نو ډېر معقول او منلی ځواب يې راکړ. ده راته ډېره ښه خبره وکړه او ويل يې:
کله چې په شاعر د شعر څپه راشي، بيا نو شاعر هر قسم مهم کار شاته پرېږدي. په شاعر د شعر څپه او الهام ډېر ناڅاپي او يو دم راځي. که په هماغه ساعت شاعر شعر وليکلو نو يو اعلی تخليق به يې پنځولی وي، ګني هېڅکله به ښه شعر ونه ليکي. زه منم چې آزموينې له لومړنیو کارونو څخه دي، خو په آزموينو کې هم په شاعر د شعر د څپې راتګ په دې مانا دی چې شاعر بايد ناکامۍ ته هم ور غاړې وځي.
لکه زما خبرو چې يې خيال په بله کړی وي، يوه پښه يې په بله اړولې وه، د تېلفون څنډه يې برسېره شونډې ته تمبه کړې وه او سترګې په ځمکه کې خښې وې….. شاوخوا مې وکتل لکه څوک چې د بل چا د ډارولو هڅه کوي، ورو مې وويل:
– مدير صيب!
لکه د مودو مين چې د خپلې معشوقې په اړه په خيالونو کې ډوب وي، نېغ په څوکۍ کې را کېناست.
– هو، تا خو ښې خبرې وکړلې، خو نه پوهېږم ته هر وخت بهانې کوې، ولاکه دې دريځ بدل شي.
– عجيبه ده! زه هر وخت هر چاته قانع کوونکي ځوابونه وايم، خو هر وخت زما قناعت بخشه ځوابونه بهانې بلل شوې دي. موږ تر اوسه د بهانو او معقولو ځوابونو تر منځ فرق ونه کړ. بهانې بهانې وي، په بهانو کې حتماً سړی شکمنېږي، خو معقول ځواب او خبرې…… خبره مې يې په خوله کې را وچه کړه:
– اوففف! بس کړه ياره! چای دې در واخله سړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب