دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+د استاد غضنفر د اثارو سرلیکونه | فهیم بهیر

د استاد غضنفر د اثارو سرلیکونه | فهیم بهیر

د پښتو ژبې یو شمېر ادبپوهان په دې اند دي، چې د اوسني ساده نثر بنسټ خوشحال خان ایښی دی. سره له دې چې د بایزید روښان  مرید ارزاني خویشکي هم ساده او روان نثر لیکلی دی.  نوموړی د بایزید روښان د لارې کلک پیرو و؛ مګر د هغه د سبک لمن یې ونه نېوله او ساده نثر ته یې مخه کړه. د نوموړي نثر د هغه د نظم له کلیاتو سره یو ځای چاپ شوی دی. لومړی استاد حبیبي وروسته استاد حبیب الله رفیع او استاد زلمي هېوادمل پرې هم څېړنیزې مقالې لیکلې دي. له دې وروسته تر نن ورځې پورې د ساده نثر بهیر را روان دی. د زمان او مکان په اساس یې د جوړښت په هنداره ځینې ګردونه پراته دي.

زما په اند اوسمهال نثر په عمومي ډول په دوه برخو (ساده یا معلوماتي او ادبي یا هنري ) ویشل کېږي. ساده نثر کې لیکوال هڅه کوي، چې معلومات په اسانه توکه لوستونکو ته وړاندي کړي. په هنري یا ادبي نثر کې لیکوال هڅه کوي، چې نثر یې د تخیل خواږه( عاطفه، احساس، خیال…) هم ولري. استاد غنضنفر په پښتو ادب کې د نقد او کیسه لیکنې سر بېره د ساده یا معلوماتي نثر سر لاری لیکوال هم دی. د ساده یا معلوماتي نثر د جوړښت اوج یا عروج نقطې د نوموړي د (انټرنیټ او ادبیات) په لیکنه کې کتلای شو. کله چې ښوونیز یا  معلوماتي اثار په دې سبک ولیکل شي؛ نو د کتاب او لوستونکو تر منځ به اړیکې روښانه، خوږې او پیاوړې شي. د مبهم متن لمن به ټوله شي او د لوستونکو د مطالعې ذوق به هم  تازه او د معلوماتو د غني کولو پروسه به یې اسانه او  چټکه شي.

د معلوماتي نثر په منځپانکه کې د هنري کلمو کارونه ډیری مهال د استاد د کره کتنې نښه ګرځول کېږي؛ په همدې اساس یې نثر کې هیح اطناب نه لیدل کېږي، د کلمو د جوړښت په اندازه پیغامونه وړاندې کوي.  استاد د نثر په اړه ګڼې تیوري لیکنې کړې دي، چې د دډېرو لیکنو جهت یې معلوماتي نثر په نښه کوي؛ خو کله چې استاد  د خپلو معلوماتي اثارو سرلیک ټاکي  بیا یې  قلم د هنري لیکو ترسیم : (یو څو لپې فکرونه، جادوګر هنر، کلتور او ټولنه، نثر لیکلو هنر، ساړه بادونه«لنډې کیسې»، د یو تېر اور اېرې«لنډې کیسې»، څراغ…). ته تمایل لري. داسې سرلیکونه ټاکي، چې د لوستونکو پر روان هم اغېزه وکړي. داسې سرلیکونه ایستیتکي ځانګړنه لري، تصویري اړخ لري او  دا طرز د لوستونکي او کتاب تر منځ واټن را لنډوي، نسبت د هغه نومیالیو لیکوالو هنري اثارو ته چې نوم (تېږه، ونه…) وي.

 د پایلې په توګو ویلای شو، چې د ښه اثر منځپانګې له پاره ښه سرلیک مهم دی. که چېرې دې اړخ  ته پاملرنه ونه شي؛ نو دا معنا لري، چې یو قیمتي ځلېدونکی غمی تر خځلو لاندې پروت دی او  هیڅوک یې ښکلا او ارزښت نه شي لیدلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب