Homeخبرونهد طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر پیترزبورګ ته لاړ

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر پیترزبورګ ته لاړ

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د سینټ پیترزبورګ په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې دغه ښار ته رسیدلی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې به د سیمې او نړۍ له اړوندو چارواکو سره د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

د سنټ پیترزبورګ اقتصادي غونډه نن د جون په پنځمه پیلیږي او د همدې میاشتې تر اتمې نیټې پورې دوام کوي. د سنټ پیترزبورګ کلنۍ اقتصادي فورم له ۱۹۹۷ کال راهیسې هر کال جوړیږي او د ۱۲۰ هیوادونو شاوخوا لس زره استازي په کې ګډون کوي.

د طالبانو دغه پلاوى په داسې حال کې روسيې ته تللى چې په دې وروستيو کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د کابينې يو شمېر غړو ويلي چې ښايي طالبان د منع شويو ترهګرو ډلو له لېست څخه وايستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...