چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+غازي محمدجان خان وردګ| ارواښاد باوري

غازي محمدجان خان وردګ| ارواښاد باوري

وم دا ليونتوب چي غوغا را باندي راسي

سکه وهم پر زرو چې خاوند يې راپيدا سي

دا بيت د هغي سکې پر مخ حک شوې دی چي د محمدجان خان وردګ په نوم ياده سوېده.  پخوا تر دې چي د دې سکې په اړه څه ووايم اړينه ګڼم چي د سکه پوهني او د مسکوکاتو پر يو شمير ځانګړنو په لنډه توګه تم شم. ·

سکه پوهنه، د لرغونو زمانو د بيا پيژندلو خورا ډاډمنه پوهه ده. دا پوهنه د لرغونو او تاريخي ټولنو د پيژندلو  په اړه هر اړخيز مالومات د څيړونکو او پوهانو په واک کي ورکوي. دا مالومات د اقتصادي وړتيا بيا تر ټولنيزي اړتيا د عقيدتی ارزښته بيا تر کلتوري درنښته، ټولي خواوۍ رانغاړي. د همدې امله د سکې پوهني علم د يوه خپلواک دسپلين په توګه د نورو علومو تر منځ ځانګړی موقف او دريځ تر لاسه کړي دی.

په پخوانيو تاريخي ټولنو کي د بنسټيز بدلون نښي هغه مهال په بشپړه توګه ډاډمني ګڼل کيږي  چي د هغو ټولنو په مسکوکاتو کي د هغه بدلون انعکاس راغلی وي. په مسکوکاتو کي حک سوي انځورونه، ليکل سوي متنونه، د مسکوکاتو وزن، د مسکوکاتو فلزی نوعيت او په مسکوکاتو کي نوري پرتی نښي، زموږ سره دا مرسته کولای سي چي په ډاډ د هغی ټولني رښتينی انځور لاس ته راوړو.

د شکه پرته ويلای شو چي د سوداګری کچه، د اقتصادي پياوړتيا نښي، په ټولنه کي د عامو وګړو د ژوندانه  څرنګوالی، د عامه ګټو له پاره د تاسيساتو اندازه او نور د خپل پير  د مسکوکاتو څخه په خورا اسانه توګه را پيدا کولای شو.په دې ډول د هري دورې د مسکوکاتو نوعيت او کميت د هغې دورې د اقتصادي حالاتو بشپړ بيان کوي، چي د مسکوکاتو د دې اړخ بيان، د دې ليکني موخه نه ده، نو ځکه په همدې يوه پارګراف بسنه کوو.

اوس به د مسکوکاتو پر سمبولونو او ليکنو لنډ تم سم. په مسکوکاتو کي د سمبولونو دود د پخوانيو زمانو راهيسي  پيل شوي دی. په مسکوکاتو کي د سمبولونو حک کول او يا د نښو کيندل په بيلا بيلو ټولنو کي بيلا بيل تعبيرونه لري، دلته د کوشاني دورې يوه سمبول ته پام اړو:

د كنشكا او له هغه  وروسته كوشاني پاچاهانو په زمانو كې د سكو پر مخ د نيزې نښه يوه ځانګړې علامه ده، چې د يو عام دود او دستور په حيث د کوشاني واکمنانو له لوري  عملي  شوې دی. هر كوشاني پاچا په خپل نوبت د خپلې سكې پر مخ د نيزې حك كول د يوې خاصې علامې په حيث دود كړې ده.٢

د كوشاني سكو پر مخ د نيزې انځورول او حك كېدل سربيره پر دې، چې  په رومي مسکوکاتو کي د نيزې انځور مقدس بلل كيده او د قدرت او عظمت بهترين او عاليترين سمبول ګڼل كېده او همدا د ساكانو  په سكو كې نيزه د جنګ يوازنى وسيله بلل شوي ده، ولې د كنشكا او د هغه څخه وروسته كوشاني پاچاهانو ته، نيزې بل مفهوم او افاده درلودل. په دې انځور او سمبول كې د هغه مهال وګړو له پاره په مسکوکاتو کي د نيزې انځور د كنشكا مافوق بشري قدرت او روحاني قوت تغښتي وو. په دې اړوند ابوريحان  البيروني ليکي.

“كله چې كنك پاچا ته د قنوج د واكمن تحفه راورسيده او ورته وړاندې شوه، كنك پاچا د تحفې په ليدلو په غضب شو. د دې قهر علت دا و چې د تحفې په سر باندې د لاس د علامې پر ځاى د پښې علامه موجوده وه. په همدې اساس يي د قنوج د واکمن د مينځه وړلو له پاره لښكر ترتيب كړ. د قنوج په نږدو كې د قنوج د واکمن يوه چالاكه وزير د كنك افراد او جنګي لښكري داسي دښتي ته وهڅول چي د تندي له امله د جنګ پريښودلو ته  اړ شول. په همدې وخت كې كنك پاچا خپله نيزه په ځمكه ووهله او له هماغه ځايه څخه اوبه راوبهېدې  (۴: ۸۵) .

يو بل عمده عنصر، چې د كوشاني دورې او خاصتاٌ د كنشكا څخه وروسته د سكو پر مخ ليدل كيږي هغه د اور لمبې دي چې د پاچايانو له اوږو څخه راپورته كيږي. د دې علامې څخه څيړونكو دوې بنسټيزي نتيجې تر لاسه كړيدي: لومړى دا چې د اور لمبې د اور نمانځنې (آتش پرستي) مذهبي عقيدې سره تړاو لري او دوهم  تړاو دا چي د کوشاني مسکوکاتو پر مخ د اور لمبې د يوې فکلوريکي کيسې سره اړه لري چي وايې:”كنشكا د كاپيسا په شاوخوا د يوه غره په لمنه كې د يوې ستوپي يا بودايي معبد د ودانولو تكل وكړ. نوموړي معبد شپږ ځله جوړ شو،  ولې تر هر ځل جوړېدو وروسته به د (ناګاراجا) (خبيثه ارواح) له خوا ويجاړ شو. پس له شپږم ځله جوړېدو څخه كنشكا د ناګارجا پر ضد جګړه پيل كړه او د جګړې په جريان كې به يي په خپل روحاني قوت د خپلو اوږو څخه د اور لمبې پورته كولې چې په همدې ترتيب يي ناګارجا له هغه ځايه څخه وشاړه او كنشكا خپله ستوپه جوړه كړه او ويي ساتله” (١: ۴۳)

د مسکوکاتو  پر مخ  ليکني هم د سکو د مهال سياسي حالات را څرګندوي، بيا هم د کنشکا مسکوکاتو ته ورځو. د كنشكا د يوې دايروي طلايي سكې توضيح:

وزن: ۱،۲۲ ګرينه (يو ګرين د پنځه ويشت پر سل قيراط سره برابريږي )، اندازه : ۰،۸  انچه

د سكې پر مخ او شاه په كوشاني كاليو كې چې لوړ څوكې خولې يې په سر ده، چپنه يې په اوږو او مخ ته يو كوچنى د قرباني ميز ليدل كيږي . په كيڼ لاس كې يې يوه اوږده نيزه ښكاري او په خروشتي رسم الخط  ليكل شويدي چې: “د پاچاهانو پاچا كوشاني كنشكا” د سكې په بل مخ د لمر رب النوع “ميرو” تصوير ليدل كيږي. (٢ : ۳۳۵)

د پاچاهانو پاچا کوشاني کنشکا د ليکني څخه د شک پرته د هغه مهال ستر توب او عظمت څرګنديږي.

د دې يادونو موخه دا ده چي مسکوکات د خپل اړوند مهال  د ټولنو د پيژندلو او د تاريخي پيښو د بيانولو او پوهيدلو له پاره  خورا مهم اخځونه او منابع ګڼل شوي دي. د افغانستان په معاصر تاريخ کي هم د مسکوکاتو رول او ونډه خورا مهمه او ارزښتمنه ده (3).

 د دې وينا د ثبوت يوه بيلګه هم غازي محمد جان خان وردګ ته منسوبه سوې  سکه ده چي په زيات شمير تاريخي متونو کي د هغې يادونه شوې ده. مرحوم استاد احمد علی کهزاد د دې سکې په اړه ليکي:

(در فرصتيکه امير محمد يعقوب خان بدست انګليسها بندی شد و قوای خارجی به کابل رسيده بود، يکی از زعمای ملی محمد جان خان وردګ که نام با شهامتش در مسلۀ اخراج دشمنان ويرد زبان خورد و بزرگ بوده است، در اين گير ودار از پيدا شدن پاچا افغانستان چنين سکه زد.

ميکنم ديوانه گی تا بر سرم غوغا شود

سکه بر زر ميزنم تا صاحبش پيدا شود

لومړی د سکې په اړه : په زياتو تاريخي متونو کي د دې سکه يادونه شوې ده، يو شمير ليکوالو د سکې ضارب څرګند کړی او يو شمير نور بيا د سکې ضارب نوم ته پام نه دي اړولی، خو د سکې دا يو بيت دومره نامتو سوی او ويل سوېدی چي اوس د اولس او په ځانګړي توګه د مورخينو تر منځ د خپلواکۍ د شعار  او د ملی بغاوت د سمبول په بڼه کارول کيږي.

د دې يوه بيته مورخين زيات مالومات تر لاسه کولای سي. لومړی  د دې  بيت وضاحت دا دی چي هغه مهال په هيواد کي د ټولو له پاره  يو تن منل شوی واکمن نه و، نو ځکه دا سکه د يوه ملي اتل  له لوري ضرب شوه او د خپل مهال د سياسي حالاتو انځور يې پکښي څرګند کړ. دوهم وضاحت دا دی چي دا سکه به تر هغه کارول کيږي چي د هيواد رښتينی واکمن را وړاندي کيږي. په دې ترتيب د دواړو اخيستنو يوه پايله تر لاسه کيږي  او هغه دا چي، د انګريزانو سره د جګړې پر مهال افغان ولس يو تن داسي لارښود نه درلود چي د هغه ملي پاڅون لارښوونه وکړي. هر افغان زلمي او هر قومي مشر  او د هري مدرسې مولوی، په خپلو سيمو کي د دې پاڅون ملاتړ وکړ او ځوانان يې د مورچل تر بريده بدرګه کړل. په دې ډله ملي مشرانو کي يو هم غازي محمد جان خان وردګ و، چي د خپلي سيمي څخه بيا د هيواد تر مرکزه يې د خپلواکۍ مورچلونه تاوده وساتل او د انګريزي يرغلګرو ځواکونو له پاره يې  هر ګام ګورستان کړ.

پايله:

د  ياد شوي تعبير تر څنګ په دې بيت کي د افغاني دود يوه خورا ستره اخلاقي پانګه نغښتې ده او هغه دا چي: محمد جان خان وردګ د افغاني دود سره برابر د پاڅون مشري کوله، او د سکې د چلولو اړتيا يې محسوسه کړه، د دې له پاره چي په ولسونو کي د منفي تربګنيو او ناوړه سياليو مخه يې نيولې وي، نو يې سکه په خپل نوم ضرب نه کړه بلکي دا حق يې هم خپل ولس او خلکو ته پريښودی چي د دې هيواد مشري چا ته سپاري؟ دا ډول سلوک  زموږ  په ولسونو کي د زيات درنښت وړ دی. ميرويس نيکه هم هيڅکله د پاچا او يا امير لقب ونه مانه، او پوره اته کاله يې د يوه مشر په نوم د هيواد ملي چاري سمبال کړې.

ستاسو د پاملرني مننه

اخځونه:

١- راولند، بنجامن. هنر هاي قديم افغانستان. مترجم: احمد علي كهزاد، (كابل: فرانكلن) ۱۳۴۶.

٢- كهزاد، احمد علی. مسكوكات ماقبل التاريخ افغانستان، سالنامه كابل، ۱۳۱۶.

٣-کهزاد، احمد علی. مسکوکات دورۀ اسلامي افغانستان . نشرات انجمن تاريخ .


  • پوهنوال محمد رسول باوري په 1336 ھ ش (1957م) د ارزګان ولايت په دهراوت كې زېږدلى، په 1352 كې د ترينكوټ د سيدال خان له ليسې او په 1358 كې د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي څخه فارغ شوى دى. باوري په 1360 له عسكرۍ وروسته د كابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د لرغونپوهنې د ديپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل كړې او په 1365 – 1367 كلونو كې يې له كابل پوهنتون څخه د ماستري (MA) ديپلوم تر لاسه كړى دى.

باورى تر كال 1377 پورې د كابل پوهنتون استاد او بيا بهر ته كډه شوى. نوموړى له څو كلونو راهيسي په كابل كې دى او په پوهنتون كې درس وركوي. ده په 1365 كې د كابل پوهنتون له لوري د زيارايستونكي استاد ستاينليك او په 1374 كې د محمود طرزي دولتي مډال ګټلى دى.

  • د استاد باوري آثار دا دي:

١ _ د روښانيانو غورځنګ (مونوګراف چي وروسته خپور شو) ١٣٥٨ .

۲ _  اصول وتحقيقات باستانشناسي؛ کابل پوهنتون  ١٣٦١  .

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٤ .

۵ _  باستانشناسي افغانستان؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٥  .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _  افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه  ١٣٦٧.

۸ _ باستانشناسی ساحوی (اصول حفريات) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه؛ ملي موزيم  ١٣٦٩  .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان؛ کابل پوهنتون  ١٣٧١  .

۱۱ _  موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه   ١٣٧٤ .

۱۲_  لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان  فرهنګي ودي  ټولنه ١٣٨١

۱۳ _ په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.

۱۴ – په انګريزي ژبهOutline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۵ – په هالنډي ژبه (Samenwerken in Drenthe. 2003 . Assen: Nederland

 Rasol Bawary Rasol Bawari

 خپريدو ته چمتو اثار:

١ _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي  .

٢ _ لرغونې نړۍ (د ژباړل شويو مقالو ټولګه ).

٣ _ لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه .

٥ _ نيوکي او ګيلې. (په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.)

  استاد باوري تر دوه سوه زياتي مقالې ليكلي چې د هيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ شوي او په  پنځوسو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړي دى.

1 COMMENT

  1. د مرحوم پوهاند محمد رسول باوري ژوند لیک ته افغان سحر تلویزیون ډېره مفصله لیکنه کړېده چې دلته یې له تاسو سره شریکوو:
    پوهاند رسول باوري ژوند ته کتنه
    سرطان 07, 1402 14:09 Asia/Kabul

    د افغانستان د علم، فرهنګ او مطبوعاتو د لویې کورنۍ ستره علمي هسته پوهاند استا رسول باوري د مرحوم اختر محمد خان زوی او د محمد یعقوب خان لمسی و، چې په ۱۳۳۶ لمریز کال کې یې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
    استاد باوري لومړنۍ زده کړې د ارزګان ولایت سیدال خان لېسه کې پای ته ورسولې او لوړې زده کړې يې بیا د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ په څانګه کې او ماسټري یې په هالنډ پوهنتون کې په لرغونپوهنه کې واخیسته. پوهاند باوري د کابل پوهنتون په ګډون د خوست او له هیواد څخه بهر په بېلابېلو کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو کې د لرغونپوهنې په برخه کې د استاد په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د پوهنې وزارت د نصاب ادارې د تاریخ برخې رییس، د شیخ زاهد پوهنتون رییس او د ولسمشر غني د تېرې دورې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او سر پرست هم پاتې شوی دی او دغه راز پوهاند له کلونو راهيسې د افغانستان په ملي راډيو- ټلویزیون کې د فرهنګي میراثونو په نوم یوه خپرونه هم چلوله، چې په یاده خپرونه کې به یې د هیواد تاریخي ابدات معرفي او په مستنده توګه ثبتول. د تاریخي ابداتو په اړه د پوهاند باوري دا کړی خدمت به په کلونو کلونو راتلونکو نسلونو ته پاتې وي. استاد باوري خپل ډېر عمر د علمي څېړنو او په تېره بیا د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څېړنیزو کارونو ته وقف کړی و او په دې برخه کې یې ډېر محصلین هم روزلي دي. رسول باوري د هیواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د خوندیتوب په برخه کې ارزښتناک ګامونه اوچت کړي دي، چې لیکلي اثار او طرحې یې ښې بیلګې ښودل کیږي. پوهاند رسول باوري د دې هېواد ستره هستي وه، د خبرو، منطق، استدلال او پوهې عظیم شخصیت و. نوموړي د دې هېواد د فرهنګ او لرغونتیا د پالنې او ساتنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي. تل یې له ملي هویت او فرهنګ په نره په علمي دلایلو دفاع کړې ده او د دې وطن د راتلونکو نسلونو لپاره یې ګټور اثار په میراث پرې ایښي دي.
    پوهاند باوري د استادۍ د سپېڅلي دندې ترڅنګ په لسګونو علمي، تاریخي او څېړنیز اثار لیکلي او ټولنې ته یې د استفادې لپاره وړاندې کړي دي. د استاد باوري په اړه داسې هم ویل شوي چې د هیواد د لرغونپوهنې په برخه کې تر سلو زیات مستند فلمونه، د ملي موزیم د چارو بیارغونه، د لرغونپوهنې کمېټې د چارو سمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو اغیزمن سمون او داسې نور فرهنګي کارونه یې د یادونې وړ دي. پوهاند رسول باوري د کډوالۍ پر مهال په سختو حالاتو کې هم د خپل ګران هیواد او ولسونو لپاره په علمي، فرهنګي او څېړنیزو چارو کې فعال رول لوبولی او ارزښتناکې قلمي هلې ځلې یې کړې دي. پوهاند باوري د افغانستان د تاريخ او لرغونپوهنې د ډګر يو پياوړی عالم، ليکوال او څېړونکی، متواضع او د نرم خوی او نېکو اخلاقو خاوند و او دغه راز په کاري ډګر کې له همکارانو سره د یو لارښود همکار په توګه پاتې شوی دی. استاد باوري سولې ته د رسېدو، ټولنیز عدالت او د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او په دې ویاړلې لار کې ښه ځلېدلی دی.
    د لرغون پیژندنې دغه استاد په همدې برخه کې له شلو ډېر لیکلي تاریخي آثار او تر ٣٠٠ ډېرې مقالې په هیواد کې او له هیواده د باندې نشریو او ویب‌پاڼو کې خپرې کړې دي او دغه راز تر ۱۰۰ په ډېرو سمینارونو کې یې ګډون هم کړی دی.
    استاد تر نیمه پېړۍ زیات عمر د ښوونې، لیکوالۍ او رهبرۍ له لارې د افغان ملت د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ. په شلمه پېړۍ کې د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمه پېړۍ کې ښاغلی باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره یوه ښه نمونه وه.
    د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د پوهاند باوري ملګری اورنګ مختار وايي، چې ښاغلي باوري په سختو حالاتو کې د افغانستان داسې ولایتونو ته د تاریخي ابداتو د پېژندنې په موخه سفرونه وکړل، چې چا یې فکر هم نه شوای کولای. نوموړی وايي چې هغه د لرغونپوهنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او دا نېکي به یې په ټول افغان ملت معلومه وي.
    استاد باوري په ۱۳۶۵ کال کې د علامه طرظي د لیکوالۍ میډال او په ۱۳۹۳ کال کې د غازي میر بچه خان میډال تر لاسه کړ. پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري. د ده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده.
    د افغانستان د علمو اکاډمۍ مشر ظاهر شکیب وايي، ډېری هغه ځایونه پوهاند باوري خلکو ته وروپیژندل چې هېچا یې په اړه معلومات نه درلودل.
    د پوهاند رسول باوري مشر ورور محمد جان باوري وايي چې د استاد رسول باوري په ژوند کې لوی ارمان په هیواد کې تلپاتې سوله او په ځان بسیا افغانستان و.
    د هیواد دې لویې هستۍ، مثبت فکر، ژمنې ککرۍ او ویاړلي شخصیت پوهاند محمد رسول باوري د 2021 کال د جون په 12 ورځ د ۶۴ کلونو په عمر له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
    د افغانستان وتلي او فرهنګي شخصیتونه د هغه مړینه د هیواد لپاره لویه ضایعه ګڼي او وایي چې تشه به یې تر ډېره ډکه نشي.
    د هغه ملګري وايي چې د رسول باوري رول د افغانستان د لرغونو اثارو په روښانه کولو کې خورا مهم و. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار محمد فقیر میوند وايي، پوهاند باوري راتلونکو نسلونو ته دومره کار کړی، چې نوم به یې په پېړیو پېړیو ژوندی وي.
    دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال هارون حکمي وایي، د پوهاند استاد محمد رسول باوري مړینه د ټول افغان ملت لپاره نه جبرانېدونکې ده او تر ډېره به د هغه ځای ډک نشي.
    د پوهاند رسول باوري پر مړینه په لر او بر پښتنو کې فرهنګي، سیاسي او عامو وګړو خواشیني ښودلې ده.
    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، مرحوم باوري زرګونه محصلین وروزل او د هیواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخه کې یې ډېر خدمتونه کړي. نوموړي د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونو کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود، چې مړینه یې لویه ضایعه ده.
    پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د باوري صیب پر مړینه خواشيني ښودلې او ویلي یې دي، ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د هېواد علمي او اکاډمیک شخصیت و، چې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې ترڅنگ یې د لرغون پېژندنې په برخه کې ډېر علمي آثار او تحقیقي مقالې له ځانه په میراث پرېښې دي.
    د افغانستان د علومو اکاډمۍ ویلي، پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او ښه څېړونکی و چې کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ د مقدسې دندې تر څنګ په لسګونو علمي- څېړنيز اثار او په سلګونو علمي- څېړنيزې مقالې د لرغون پېژندنې په برخه کې ليکلې دي، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري.
    استاد رسول باوري د خپل وخت یو ستر عالم او تاریخ پوهه و، د هغه مړینه د لر او بر افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه!
    https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i17819

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب