جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهساعت او سفر | نورمحمد سعید

ساعت او سفر | نورمحمد سعید

 په دوه پوړو زینو لاندې کوز شوم. هره زینه به د یوې برجورې کلا د دېوال قدرې له ځمکې هسکه وي، خو زموږ برج ته د ایښي لرګینې زینې غوندې نااړامه نه ده، کرار پکې ودرېږه او پخپله دې لاندې وړي.

دلته چې برقي زینه پر ځمکه ننوځي، زموږ د لویې کلادروازې ته څېرمه د مېلمستون جلا انګړ په اندازه یو کوچنی تش ځای دی، بیا دوه دهلیزونه ترې جلا کېږي.

مخامخ یو ډنګر سړی ناست دی، طبله یې مخې ته ایښې. نرۍ ګوتې یې پرې څرخي. یو کوچنی لاوډسپیکر یې څنګ ته ایښی، د راجستان د مشهورې سندرې (کیسریابالم آؤ ري، پدھارو مارې دېس) کمپوز ورته غږیږي، د طبلې تال دی ورسره برابروي.‌‌

اوس چې دا کمپوز اورم رایادېږي چې پخوا مې له کابل راډیود ډېرو سندرو لپاره کټ – مټ کمپوز اورېدلی.

د تهار سارا منځ ته یې د شګې سمندر ته ورسولم.

ځان مې د دوبي لمر خاته مهال داسې حال کې ولید چې د راجستان پر نمجنه شګه ولاړ یم، د کچ خلیج پسته وږمه مې پر مخ ولګېږي، یوه شرمندونکې آه وکړي او  د سارايي هوسۍ غوندې نوک نیولې شاته وګرځي.

د بسپنې لپاره مې د سړي مخې ته ایښې خولۍ ته سکه ورغورځوله‌ چې ناڅاپه مې تر پښولاندې ځمکه نرۍ لړزې ونیوه، داسې غږ مې واورید لکه تالنده چې پیلېږي. د هنديموسیقار د ډولکي غږ پکې تحلیل شو او  د ذهن پر پرده بل تصویر رابرسېره شو.

په ماشومتوب کې ډېر ځله کټ مټ دغسې غږ له خواږه خوبه راویښ کړی یم، چې تنکی څړمنی به له ګومل راوتلی لګډ په غړغړو راوخوت، سهار به معلومه شوه چې د چا یې یې کرونده له بېخه ایستلې او د چا د کلا دېوال یې له ځان سره کوزو وطنو ته رسولی.

په سیند او سیلاو پورې تړلې د دجله سیند کیسه مې هم هغو وختونو کې اورېدلې وه چې وايي، د هلاکو خان پوځونو په بغداد کې لیکل شوي دومره کتابونه ورغورځولي وو‌ چې درې شپې – ورځې یې اوبه د کتابونو په رنګ رنګېدلې بهیدې. بې ترتیبه ګړزهار منظم شو او ورسره مې ذهن حال ته شو.

ځان ته ګورم چې د لندن تر ځمکې لاندې ریل ګاډي اسټېشن د کاږه – واږه دهلېز په خوله کې ولاړ یم. ګاډی د دهلېز په بل سر کې چوترې ته ورسېد. ورمنډه مې کړه.

دهلېز اوږد او ګاډی یوازې څو ثانیې تم کېږي، ښايي ۲۰ یا ۳۰ ثانیې، یا له دې هم کم، خو له ټاکلي وخته نه یوه ثانیه کمه نه یوه ثانیه زیاته…

چوترې ته له رسېدو وروسته مې پام شو که په یوه ثانیه کې مې اووه ګامه مزل هم کړې وای، نه مې شوای نیولای. په سوځلې ساه یې وروستي واګون پورې ټومبلیو سرو څراغونوته ګورم، چې په اوږده تیاره تونل کې پناه کېږي، البته د دوو پټلیو د بېلتون ځای ته له رسېدو وروسته یې د هر واګون ګاډۍ ټک غږ کوي، کټ مټ داسې منظم غږ ته وا د دې ملکونو په ډبرینو تاریخي برجونو کې د لګېدلي ساعت د ثانیو ښوونکي ستن مخ پر وړاندې ځي.. ټک، ټک، ټک…

نور سعید

لوټن بریتانیا

۸ جنوري۲۰۲۰

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب