اته کلن سمیر نن له ښوونځي وختي کور ته راغی، د کتابونو بکس یې په دهلیز کې یوه څنګ ته ګوزار کړ، مور یې په پخلنځي کې په کار بوخته وه، بې سلامه په منډه ورغی، مور ته یې غېږه ورکړه، خو د هغې لاسونه بند وو، په سر یې ښکل کړ او پوښتنه یې ورڅخه وکړه
زویه! ولې وختي راغلې؟
هسې، اخر ساعت مو سپورټ و، معلم صاحب ویل چې زه لږ ناروغ یم، تاسې ته رخصت درکوم، خو مدیر صاحبې ور وغوښتو او کورنۍ دنده یې راکړه، دا وګوره؟
د زوی ورغوی یې له تورو زړو ډک و.
څنګه دنده، دا څه دي؟
ویل یې چې یوه میاشت وروسته په ښوونځي کې د ماشوم ورځې غونډه جوړو، تاسې هر یو به یوه ګلدانۍ کې دا تخم وکرئ، په شل یا پنځه ويشتو ورځو کې را شین او لوېږي، بیا به یې له ځان سره د غونډې په ورځ راوړی او د ښوونځي انګړ به ورباندې ښایسته ښکاري.
مور یې ورته وخندل، تخمونه یې په لامده ورغوي کې هوار کړل، له ځان سره یې وویل:
عجیبه کورنۍ دنده ده، نه پوهېږم دا به د کوم ډول ګلانو زړي وي…
بیا یې د پخلنځي المارۍ وکتلې، کوم خالي بوتل یې په لاس ورنه غی، برنډې ته ووتله، په کوچنۍ ګلدانۍ یې سترګې ولګېدې، ګل په کې وچ شوی و، را اوچت یې کړ، په یوه پلاستیک کې یې خاورې ورڅخه تشې کړې، د وچ شوي ګل رېښې او شګې یې ورڅخه ورغورځولې، بېرته یې له نرمې شوې خاورې ډک کړ، تخمونه یې په کې وشیندل او کمې اوبه یې ور واچولې.
په دې وخت کې سمیر هم برنډې ته ور ووت او پوښتنه یې وکړه
مورې! زما تخمونه دې څه کړل؟
سمیر زویه! دا خو اسانه کورنۍ دنده وه، همدا ستا د ګلانو تخمونه دي، ورو ورو به را شنه شي او بیا به یې درسره ښوونځي ته یوسې.
د سمیر د خوښۍ خوږې څپې په هوا کړ، خاورینه ګلدانۍ یې څو ځله له سترګو تېره کړه، بېرته په لوبو سر شو. نور نو دا د هغه لپاره غوره بوختیا وه، د هغوی په کور کې نور ماشومان نه وو، پلار یې له کاره د شپې ناوخته کور ته راستنېده، سمیر به سهار او ماښام د ګلدانۍ څنګ ته ورتلو او لیدل به یې چې ګلان را شنه شوي کنه؟ تر پنځو شپږو ورځو پورې هېڅ نه معلومېدل، شپږمه ورځ سهار وختي له برنډې په خوښۍ او مستیو کوټې ته را ننوت.
مورې! ګلانو مې څوکې کړې، ټول را شنه شوي دي، ته راشه ویې ګوره.
مور یې ناروغه وه، یوازې په پیکه موسکا یې د هغه د زېري هر کلی وکړ.
ګلان ورو ورو لا لوېدل او سمیر به زیات وخت له خپلو ګلانو سره په خبرو تېراوه، په ښوونځي کې به هم د درېیم ټولګي ټولو زده کوونکو په خالي وختونو کې د خپلو ګلونو په اړه خبرې کولې. بالاخره د ماشوم ورځ هم را ورسېده، ښوونکې ورته ویلي وو چې ګلان مو یوه ورځ وړاندې ښوونځي ته راوړئ.
په همدې ورځ سمیر سهار وختي پاڅېدلی و، جامې او کتابونه یې منظم کړل، برنډۍ ته ورغی چې ګلدانۍ را اوچته کړي، خو دده له ورتګ سره جوړه مرغۍ د ګلدانۍ له څنډې په هوا شوې، د ګلانو څانګې یې په ماښوکو ماتې کړې او لاندې پرتې وې، تش شنه ډنډرونه یې پاتې وو. د سمېر ژړا ټول کور په سر واخیست.
مور یې هر څو تسلې ورکړه، خو هېڅ نه کېدل، د کړکۍ مخې ته ودرېده، لاندې یې پام شو چې د مخامخ ګاونډي د کور دروازې ته رنګارنګ ګلانو څانګې سپړلې او ډنډ اوبه په کې ولاړې دي، څه په فکر کې ورغلل، حجاب یې په سر کړ، په منډه ووته، شېبه وروسته له دوو ژېړو ګلانو سره را ننوته، سمېر لا همغسې په دهلیز کې خپلې ګلدانۍ په ژړاندو سترګو کتل
مور یې حجاب لرې کړ، لاس په کار شوه او ګلان یې په همغه ګلدانۍ کې ځای پر ځای کړل، سمیر یې په لیدو له ځایه را پاڅېده او په سترګو کې یې خوښي وځلېده، ویې پوښتل
مورې! دا ګلان له کومه شول؟
دا مې د ګاونډ په کور کې کرلي وو، زه پوهېدم چې که دا ګلان را شنه نه شي بیا همدا ښوونځي ته یوسې.
سمیر په خوښۍ سره ګلدانۍ اوچته کړه او د کتابونو له بکسې سره مخ په ښوونځي روان شو.
د مور په شونډو یې د خوښۍ او پرېښانۍ موسکا خوره شوه، خو ژر د کړکۍ خواته ورغله، خندا یې د پسرلنۍ ورېځې په څېر وتښېده، لاندې د ګاونډي د کور په دروازه کې ګلان ګډوډ ښکارېدل او منځ یې خالي و، ژر یې د کړکۍ پرده کش کړه او له ښوونځي نه د ماشومانو د ترانې خوږ غږ راغی.
۱۴۰۳، د چنګاښ ۱۸مه