دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد افغان هنرمندانو او کلتوري فعالانو د ملاتړ لپاره صندوق جوړ شو

د افغان هنرمندانو او کلتوري فعالانو د ملاتړ لپاره صندوق جوړ شو

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۷ مه) د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق په پام کې لري چې افغان هنرمندان او کلتوري فعالان، په ځانګړي ډول ښځې وهڅوي او د هغوی ملاتړ وکړي.

دې صندوق تازه خپله ویبپاڼه پر لیکه کړې او وايي چې د کلتوري ټولنې لپاره د مالي ملاتړ، ظرفیت لوړولو او شبکو جوړولو اړتیاوو ته تر افغاني مشرتابه لاندې ځواب ووایي.

دغه صندوق افغان کلتوري فعالانو ته مالي او عملي مرستې چمتو کوي، چې هغوی خپل خلاق کار ته دوام ورکړای شي، د کلتوري میراث ساتنه وشي او د هنري بیان بڼي د هر ډول ستونزو په وړاندې وساتل شي.

د دې صندوق جوړوونکي د هغه د هدف په اړه وايي، د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق له افغان هنر او کلتور څخه د ملاتړ په موخه رامینځ ته شوی دې.

د افغانستان د فرهنګي ملاتړ صندوق د ګويته انستیتوت په همکارۍ او د اوپن سوسايټي بنسټ (open society foundation) په مالي په ملاتړ د ويبپاڼې په ډول جوړ او پر ليکه شوی دی.

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق په نوم دغه ويبپاڼه په انګليسي، جرمني، پښتو او دری ژبو په ليکه شوې ده. په دې ويبپاڼه کې په داخل او خارج کې د افغانستان ټولو فرهنګيانو، ليکوالانو او هنرمندانو ته بلنه ورکړل شوې چې خپلې فرهنګي او هنري پروژې او طرحې د ۲۰۲۴ کال د اګست تر پنځلسمی نيټې پورې د همدې ويبپاڼې د ټاکلې فورمې په وسيله په انګليسي ژبه د مالي ملاتړ په خاطر ور واستوي.

دوی د فرهنکي پروژو په اړه معلومات په خپله ویبپاڼه کې خپاره کړي دي.

1 COMMENT

  1. د هنرمندانو او کلتور پالانو لپاره د دغه ډول مالي ملاتړ صندوق ملاتړ کوم او دا ښه کار بولم.
    هنرمندان او کلتوري فعالان زموږد ټولنې بېوسه او غريبه طبقه ده او د ملاتړ مستحق دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب