طوفان ته خوشبينه
له نږدې دوو لسيزو څخه د چين زړه غوښتل، چي افغانستان ته ئې لاس ور خلاص وي، مګر دغه کيسې ډېري اوږدې تاريخي ريښې لرلې. له هغه وخته چي د ابرېښم لاره پر افغانستان سپره وه او د دوی له خاوري را تېرېدونکي او ور تېرېدونکي ټولي تجارتي لاري پر دې خوا سپرې وې. مګر وروسته له هغه چي امريکا په سيمه کي فعاله سوه او هند ئې ملګرتيا کول، د چين ډار زيات سو او خطر ئې ډېر نږدې وليدی. له هند سره زړه دښمني او په وړاندي ئې د امريکا دوی ته متوجه خطر دوی حساس او مجبور کړل، چي له يوې خوا په افغانستان کي مقاومت وکړي او له بله اړخه په سيمه کي هم د ځان ملګري زيات کړي، نو تر ټولو لومړی ئې له روسانو سره لاره يوه کړه او بيا ئې له ايرانه سره؛ چي په سيمه کي د امريکا سخت دښمن دئ. د چين په وساطت يارانه واچول او کله چي ترکيه هم له امريکا سره لږ چپه سوله، هغوی سره ئې هم کله ناکله چای شوپولې.
اول ئې په افغانستان کي د درو لويو پروژو پلان شروع کړی. د شبرغان د ګازو بيا تصفيه او ايستل، د ميسو کان ايستل او کارول او پر بولدک باندي د يوه لوی تجارتي مرکز ايجادول ئې درې اساسي پروژې ډيزاين کړې. حکومت تر يوه ځايه مخ ته ورسره ولاړی، مګر امريکا دونه په اسانۍ چيري خپل حريف ته لاره ور خلاصول، هر څه ودرېدل.
چين په دې پوهېدی، چي په افغانستان کي ئې هم ګټي دي او هم خطرونه ورته متوجه دي. تر ټولو زيات يې له ايغوري مسلمانانو خطر محسوساوه، چي يو څوک ورته وپاروي. نو ځکه ئې د هغوی سخت کنټرول، ځورول، قتل عام او له دينه اړول شروع کړل. مخالفينو ئې دغه موضوع ډېره کلکه مطبوعاتي کړه او جګړه ئې کرار کرار تېزه سوه.
چين چي په افغانستان کي مايوسه سو، لومړی ئې له پاکستان سره پر ګوادر بندر، چي اصلاً د افغانستان خاوره ده، د اووه څلوېښت ميليارډه ډالرو سرمايهګذاري اعلان کړه او بيا له پاکستانيانو سره د چينايانو ودونه شروع سول. په دريم قدم کي د امريکا په ملاتړ د افغان حکومت په وړاندي له ټولو لورو سره؛ که دښمنان وه او که مخالفين؛ ملاقاتونه شروع سول. کابل پوهنتون او په سيمه کي د نورو پوهنتونو له لوري د چينايي زدهکړي او د چينايانو له خوا د سيمي د ژبو او فرهنګونو د زدهکړي سلسله شروع سوه.
په دې وخت کي جالبه پېښه دا وه، چي افغانستان د قربانۍ پسه وو. لا حلال سوی نه وو، خو هر چا ئې خپلي برخي کبابولو ته سيخونه او چړې تېره کولې. هر چا پلان درلودی، خو يواځي افغانان ول، چي نه يواځي دا چي پلان ئې نه درلودی، مګر د دې سربېره چي مالکان ول، له نورو څخه ئې د خپل واک په وېش کي برخه غوښتل. مګر جالبه خبره دا وه، چي امريکا او ملګري ئې د چين، روسيې او نورو ملګرو په تقابل کي واقع وه. مګر بيرته امريکا او روسيې پر دې توافق درلودی، چي چين ابر قدرت کېدلو ته بايد پاته نه سي. مګر د دوی ټولو تر منځ افغانستان د بزکشۍ ګيلګی وو، چي هر چا خپل او کرايې چاپ اندازه ورته جوړه کړې وه، چي وئې ځغلوي.
د چين سفير په خپل نوي دفتر کي، چي د پخواني ولسمشر د اوسېدلو د ځای څنګ ته جوړ سوی وو؛ ناست وو. خپل لومړي سکرټر ته ئې په ټوکه وويل، چي اوس به دی ښه له نږدې څارلای سو. هغه لږ جدي او نوی ځوان ډيپلوماټ وو؛ په قاطع انداز ئې وويل: اصلي جمهور رئيس اوس هم دی دئ. ځکه له خلکو سره تر اوسه تړلی دئ. مګر ډېر چالاکه سړی دئ. موږ چي دلته را کډه سوو؛ د لومړۍ ورځي ډوډۍ او د ښه راغلاست ليک ئې هم را استولی وو. بيا سفير خپل قلم مخصوص ته وويل، چي يوه ښه تحفه د سبا غرمې ډوډۍ او له هغه چايو څخه، چي ما تازه راوړي دي؛ يو بکس ور واستوئ، چي طبيعت ئې ور سم کړي. دا مو يو کيلو په دوولس سوه ډالر اخيستي دي.
وروسته ئې وويل: ټول حاضر دي؟ څوک خو پاته نه دي.
شازدفير وويل: نه، د امنيت کس سته. نور به مجلس شروع کړو.
سفير وويل، چي له وضعيته داسي ښکاري، چي حکومت نور د ټينګي نه دئ. نه مذاکراتو ته تيار دئ او نه نور د جګړې توان لري. امريکا او نورو ملاتړو ئې لاس ځني اخيستی او په ډېرو نکتو کي د شاتګ په حالت کي دئ. زموږ ټولي هڅي په سيمه کي ښه په برياليتوب سره رواني دي.
داسي معلومېږي، چي امريکا بل پلان لري. په ښکاره ښيي، چي وځي؛ مګر په حقيقت کي خپل د موجوديت بڼه بدلوي. دا موږ ته هم چانس دئ، هم چلنج. زموږ په چالاکۍ پوري اړه لري، چي څنګه ئې لوبوو.
دوه احتماله موجود دي: يا دا چي موقته اداره به راځي، چي نيم واک به له مخالفينو سره وي؛ موږ تيار له هغو سره جوړ يو. بايد ژر حرکت وکړو او په همدې ګډوډ حال کي خپلو اهدافو ته ځان ورسوو. دوهم احتمال دا دئ، چي افغان حکومت وشړېږي، چي دا احتمال ډېر قوي هم دئ. نو موږ بايد ژر تر ژره خپله کيسه راټوله کړو او دوی سره خپلو اهدافو ته ځان ورسوو. له دوی سره مو وخت توافق کړی دئ.
زموږ څو اهداف په مخکي دي، چي بايد هغو ته ځان ورسوو. اول او تر ټولو لومړى سيمه د خپلو استخباراتي کسانو په وسيله وپوښو. دوهم دا چي هر څونه ژر کېدای سي، د سيمي اقتصادي بازار خپل کړو. دريم د واخان لاره، چي څونه ژر کېدلای سي، خلاصه کړو. څلورم خپلي ټولي پخوا پلان سوي پروژې بلخصوص مس عينک، د شبرغان جرقدک ګاز کمپنۍ، دريم د بولدک تجارتي بازار بايد ډېر ګړندي اجرا سي.
مګر تر دغو ټولو خبرو ډېره اساسه خبره د ليتيم او نورو کانونو ده، چي د اړو دوړ په مرحله کي تر څو دوی يو حکومت جوړوي او اراميږي؛ بايد وباسو. ځکه که قوي حکومت جوړ سو، بيا موږ نه سو کولای، په آسانۍ او ارزانۍ دا مواد تر لاسه کړو. تاسي په دې پوه ياست، چي د افغانستان ليتيم د نړۍ پنځوس فيصده ليتيم جوړوي او د نړۍ را روانه د انرژۍ جګړه پر همدې ليتيمو ده او موږ ته متوجه خطرونه د داعش لمن ته را اچوي او زموږ په وړاندي سيمهايز بلاک جوړول دي.
په دې وختو کي شازر فير، چي تازه دلته مقرر سوی؛ وويل، چي دا خو بيخي ډېر بشري قوت ته اړتيا لري، دا څنګه تر سره کيږي.
سفير لومړی سکرټر ته اشاره وکړه، هغه پاڅېدی. پروجکټر ئې چالانه کړی او تشريح ئې شروع کړه.
موږ خپل فعاليتونه په پنځو برخو کي تنظيم کړي دي:
لومړی سياسي برخه ده، چي موږ په حکومت کي دننه له حکومته دباندي د دوی سياسي مخالفين او د دولت وسله وال مخالفينو سره ښې اړيکي لرو. پر حکومت چندان ډېر باور نه لرو، ځکه يوه واحده اداره نه سته په کښي. د سياسي مخالفينو سره ډېري ښې اړيکي لرو، چي په هغو کي مو تر ټولو ډېر حساب پر پخواني ولسمشر دئ.
د استخباراتو مسؤل وويل: حساب پر وکړئ، باور مه پر کوئ. زه اوس هم فکر کوم، چي هغه يواځي ځان ته لوبېږي. د امريکا سره مخالفت ئې ما ته مصنوعي را معلومېږي. زه داسي فکر کوم، چي د هغوی په مشوره له روسانو او زموږ سره ياري پالي؛ تر څو د امريکا مخالفت هم بيرته د امريکا په لاس کي وي؛ بېګانه څوک نه وي.
سفير مداخله وکړل، ول: زه هم لومړی په همدې فکر وم، مګر وروسته مي چي ډېر ملاقاتونه ورسره وسوه؛ حس مي کړل، چي دی غواړي د دې مملکت بابا او مشر سي. لکه په پخوا وختو کي، چي دوی درلودلي دي. نور نو ملکي وکړي او مشورې ورکړې؛ مګر بيا هم احتياط به کوو.
لومړي سکرټر وويل، چي زموږ اصلي حساب پر مخالفو ډلو او په هغو کي پر مشخصو اشخاصو دئ، چي پاکستان ئې ضمانت کړی دئ. دوی به هيڅ کله زموږ د هيلو مخالفت و نه کړي، بلکي حمايت به لا کوي. او يوه ډله خپل استخباراتيان مو د ايغور مجاهدينو په نوم له دوی سره په ليکو کي هم جنګېږي.
دوهمه برخه اقتصادي ده. موږ زيات شمېر تاجران د دوی په خپلو تاجرانو کي خپل کړي. حتی ځينو ته مو هلته نجوني ور واده کړي او تيار چينايان سوي دي. يو نيم ئې هم زموږ سره بلک مېل دي. ويډيوګاني او نور اسناد پر لرو. او دوهمه ډله زموږ تجاران دي، چي په پاکستان کي ئې ودونه هم کړي دي او يا هم دلته په افغانستان کي په تجارتونو بوخت دي.
دريمه برخه زموږ طرفداران دي، چي هغه مو په ټولو برخو کي جوړ کړي دي. ځيني مو ئې په پيسو روږدي کړي، ځيني مو د زدهکړو له پاره بېولي او ځينو ته مو په هر ځای کي سياسي ملاتړ ور رسولی.
خو زموږ تر ټولو اساسي کار پر څلورمه ډله دئ، چي هغه رسنۍ او عامه فکر جوړونه ده. په دې لاره کي مو له درو لارو څخه کار اخيستی دئ. اول محصلين او محققين دي. چينايي محصلين هم په افغانستان او هم په پاکستان کي د سيمي فرهنګ او ژبه زده کوي. په پيکينګ، بيجينګ او شانګهای پوهنتون کي موږ د افغانستان څانګي خلاصي کړي. او همچنان مو په افغانستان کي د چينايي څانګي او معلوماتي کتابونو خپرول شروع کړي.
دوهم زموږ خپلي رسنۍ دي، چي هغوی د افغانستان او چين په اړه خپروني او معلومات خپروي. دوهم دلته په افغانستان کي عمومي رسنيو ته پروژې ورکړي او هم مو د اطلاعات او کلتور د پخواني وزير پر لاس د يوې راډيو او تلوېزون پروژه فعاله ساتلې ده.
د اوس له پاره زموږ تمرکز پر سوله دئ او د حکومت او بهرنيانو خلاف ډېر تمرکز لرو. ټولو لاسونه وپرقول، چي ډېر معقول او ښه روان ياست.
سفير وويل: هر څه ثانيه وار بدلېږي، ته او ملګري مو پر روسيه او هند ډېر تمرکز وکړئ. داسي نه وي، چي امريکا زموږ سره د روس کانه و نه کړي او جګړې ته مو را کش نه کړي.
د استخباراتو مسؤل وويل: نه هند بېغمه ناست دئ او نه هم روسيه زموږ سره جوړه ده. هر څوک خپله لوبه کوي. زه صرف دونه وايم، چي پر کندهار ډېر تمرکز ولرئ. زما معلومات دا دي، چي يو ځل بيا واک هلته انتقالېږي؛ مګر د کندهاريانو په لاس کي به نه وي. دا کار هم قصدي کېږي، چي قهر زيات کړل سي او د دا همسايه سره ډېر احتياط کوئ.
مراد ئې پخوانی ولسمشر وو.
مقصد طوفان خپله نه وو روان؛ روانوونکي ئې درلودل. طبعي نه وو، بلکي خلک ناست ول او پيکونه ئې ورته وهل.