شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبتشدد او عدم تشدد | نقيب احمد عزيزي

تشدد او عدم تشدد | نقيب احمد عزيزي

د زندان په يوه تنګه کوټه کې يو کس بندي دی، دا کوټه يکې يوه وړه دربچه لري چې يو بالښت هم نهشي ترې ايستل کېدای.

بندي غواړي له دې لحده ووځي، خو شاوخواو د زندان تور لوړ دېوالونه ترې را ګرځېدلي دي. دروازې ته ګوري هغه هم له کلک لرګي جوړه ده، هيڅ نه ورسره کېږي. 

زنداني پر ازادي ميين دی، تنفس غواړي، په ازاده هوا کې منډه غواړي، غواړي چې طبيعت وويني واوري. مرغيو ته وګوري، د چينو سندرو ته تم شي او غره ته له سره خولۍ واچوي…

بندي يوه ورځ له ځان سره فيصله کوي چې نن به يا ليلا وي او يا خپل ژوندون تالا، معنا دا چې وتل په هر قيمت وي، غاړه به نه ترې غړوي.

له غوسې يې د غاړې او تندي رګونه وار په وار شخېږي، يو دم ډربل پر دېوال ورځي او ډز کوپړۍ يې دوه پړاکه کېږي.

دا تشدد دی او دا يې پايله. 

تشدد له خنډونو سره په مقابله کې د ځان د خطر له محاسبې ډډې کولو ته ويلای شو. عدم تشدد سړي ته فرصت ورکوي چې پر غوره لارو، اسانه طريقو، ظريفو تګلارو  او معقولو تجربو فکر وکړای شي.

بېرته راځو زندان ته! 

سبا دلته بل بندي راوړي، دی هم خپه دی، بيرون يې يادېږي، ساه يې تربته ده، زندان ورته سخت دی او کړاند دی… خو ناست دی، فکر کوي: ځان مړ کړم؟ نه! سر پر دېوال ووهم؟ نه! دروازه ماته کړم؟ نه، نه کېږي، نه! 

ورو ورو يې سر ځوړندېږي، د مراقبې د شهود کړکۍ ورته خلاصېږيکېږي او مخ يې د ځان لوري ته را ګرځي: نه! زه دلته هم ژوند کولای شم، زما اروا ازاده ده، زما خو يوازې جسد بندي دی. شايد پرېښودل شم، شايد يو څو ورځې ډاډه بند زما د دايمي ازادۍ ازموينه وي… که ټول عمر بندي شم له همدې سره به برابر وي چې په نيمه شېبه کې ځان ووژنم! ولې فکر و نه کړم؟ ولې ليکل و نه کړم؟ ولې د تخيل له کړکۍ د استقلال نړۍ ته ور و نه ګورم، ولې تېرې خاطرې و نه شپېلم؟ ولې د خدايي تصوراتو بڼ ته ور و نه الوځم…؟

ځان پوښتنه پوښتنه را سپړي، غږېږي او د خپلې اروا لمن نه خوشې کوي:

هغه کار چې زندان يې په کلونو کې شايد راسره و نه کړي، زه يې له ځان سره د شېبو په سرعت ولې وکړم؟ که مې زندان وژني، خو زندان دې خپله خپل کار وکړي، زه يې ولې ورته وکړم؟

د خیال او منطق د پردو د څيرلو په جادويي اغېز ورو ورو زندان ورته ګلستان کېږي، د عادت په نعمت ښادمنېږي، ځان او ژوند ورته مهم کېږي او په عين زندان کې تر ازادو خلکو ډېر ازادېږي…!

اوس که خوشې کېږي خو هسې هم ازاد ورته ويل کېدای شي، خو څه فکر کوئ چې دغه زنداني په زندان کې هومره ازاد نه دی لکه په پراخو غرو رغو کې يو غيرمعقول، له منطقه، تخيل او وجداني مراقبې او تفکره خلاص انسان چې په خپله ناهيلي کې څومره له بې‌بريده بنديګېرته نولېږي؟

د البر کامو د «پردي» ناول کرکټر چې بندي کېږي، په زندان کې وايي: هغه څوک چې يوه ورځ يې هم ژوند کړی وي، سلګونه کاله زندان اسانه تېرولای شي.

زموږ ځوان لوی شاعر احسان الله درمل ښه ويلي چې:

وخته سوري د زندان ټول وتړه

خو لاس و پښې مې د شعور مه تړه!

هغوی چې په زندانونو کې ځانونه وژلي، ځان، بشر  او نړۍ ته يې هيڅ نه دي ورکړي. دوی د داسې لارې رهبران دي چې هيچېرته نه ځي. متشدد کسان ځانونه محوه کوي، په مخ کې پراته خنډونه يې هماغسې غرونه وي کلک پاتې شي. رواني ځان‌وژنه، ټروريسټي ځانمرګي او متشدد خلک د نتېجې په لحاظ يو رنګه کار کوي.

فکر کوم تشدد ته مشروعيت ورکوونکي د نرم افزاره طريقو له عقلاني محاسبې بېبرخې دي. په ځينو مهمو دفترونو کې يو رقم دروازې دي چې د لاس په ځای په ګوته خلاصېږي. فينګر لاک ورته وايي چې د ګوتې چاپ دې نه وپېژني، په مارتول هم نه خلاصېږي. د تشدد او عدم تشدد مثالونه په ټکنالوژيکه نړۍ کې لا جالب دي.

خپل موبايلونه د سترګو له شعاع سره عيارولای شو چې په سترګک شېبه يې بندولای پرانيستلای شو، خو که د درازکوپ ډز پرې وکړو هم نه خلاصېږي. په تشدد خپل متقابل د ځان پر وړاندې دروو، خو عدم تشدد د نرمې غاړې د چاړې مثال دی.

د غيرمعقولې او احساساتي تګلارې د عملي کولو په مثال کې د مار يو حکايت را ياد شو.

د اهنګر دوکان ته مار ننووت، يو ډډ يې لږ له ارې ونښت، خوږ شو او غوسه ورغله. ارې ته اړم شو او له سره تر نوکه يې ځان ترې را تاو کړ. خوږ شوي مار له دښمنې ارې غچ اخيست. له تاوېدو وروسته يې زور وکړ، خو له ارې يوې بلې خوا ته تسمې تسمې ولوېد.

“د نرمي زور” او “د زور کمزوري” دوه پراډاکسي مفاهيم دي چې د فکر تر څنګ اوږده بحثونه ورباندې کړای شو.

که د ځمکې اوسېدونکي ټول پر تشدد باورمن هم شي، خو چې تر څو اسانه او معقول انتخابونه موجود وي، دوی نه‌شي کولای چې تشدد توجيه کړي او د عقل، منطق او وجدان په وسيله يې پر يو چا ومني.

همت عالی ندارد همچو سوزن هیچ کسی

با وجود تنگ چشمی پرده پوش عالم است

بیدل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب