لیکوال: ضمیر ساپی
دا خو ټولو ته لکه د لمر روښانه ده چې باچا خان، فخر افغان یا عبدالغفار خان نه یوازې د پښتنو د ژوند د ښهوالي او ازادۍ لپاره ټول عمر هلې ځلې وکړې، بلکې د غیر پښتنو لکه نورو افغانانو، بلوڅو، سندیانو، بنګالیانو او هندیانو د ازادۍ اخېستلو لپاره یې ان په زندان کې په ولږه او تنده ډېرې سختې شپې او ورځې تېرې کړې.
هغه د خپل ژوند نږدې نیمه برخه په دې خاطر په زندان کې په سختو حالاتو کې تېره کړه چې خپل قوم یې لکه د نورې نړۍ د انسانانو په څېر په خپلواکه توګه ژوند او ازادي ولري.
دې خدايي خدمتګار له نننه ۱۳۰ کاله وړاندې د ۱۸۹۰ میلادي کابل د فبروري میاشتې په ۶مه نېټه د پېښور په اتمازیو کې د بهرام خان کره چې پلار یې د کلي خان و، دې نړۍ ته سترګې راوغړولې.
د عدم تشدد فلسفې دا مبارز د شلمې پېړۍ په پیل کې د انګریزانو پر خلاف داسې مبارزه وکړه چې لا یې هم خلک په نړۍ کې د ازادۍ له تګلارې ګټه پورته اخلي. ځیني څیړوونکي یې پر ژوند تبصرې کوي او ځینې یې لا د ژوند په اړه نورې څېړنې هم کوي، څو نورو نسلونو ته یې له تاوتریخوالي خالي مبارزه پر مهمو دریځونو تدریس کړي.
د هغه د عدم تشدد فلسفې پیرواني له دې ځایه ډېره ښه څرګندېږي چې یو ځاي په خپل کتاب «زما ژوند او جد و جهد» کې وايي: «عبدالصمد اڅکزي راته وویل، باید د بلوڅانو سیمې ته هم ورشم. ما هم بېدرېغه ورسره ومنله. هلته چې لاړو، ښه ډېر خلک په خورا جوش و خروش راغونډ شوي وو. ما سره د بلوڅانو یو مشر محمد امین کوسو هم ملګری و. د غونډې له پیلېدو سره سم د بلوڅانو یو رئیس راغی، شاوخوا یې وکتل جلسه یې تر نظره تېره کړه، بېرته لاړ. له هغې خوا یې څو په تبرونو سمبال کسان له ځان سره راوستل، پر غونډه راګډ شول او د خلکو په وهلو یې پیل وکړ. هر سړی به یې سیده پر دا سر واهه. غونډهوال ډار واخېستل او په منډو سره خپاره شول. خلک چې وتښتېدل رئیس او ملګري یې راغلل تر ما، کوسو او ډاکټر چیت رام راتاو شول. غوښتل یې موږ هم وډاروي. چیت رام او کوسو یې پر سر په تبر ووهل هغوی له څوکیو ولوېدل، خو زه لا پر خپل ځای ناست وم. دغه ورځ مې سر هم خرېیلی و او لغړ سر ناست وم. هره شېبه مې د یوه درانه ګوزار تمه لرله، خو هوډ مې کړی و چي تښتم به نه. پر ما شاوخوا تاو راتاو شول کله چې یې ولېدل زه نه ډارېږم؛ نو خپله یې میدان پرېښود. زه راپاڅېدم، ملګري مې وکتل. له کاره لوېدلي وو، په تېره د کوسو خو بېخي حالت خراب وو. دا ډاکوان د امین او چیت رام خورا نژدې یاران هم پاتي شوي وو او ښې ډېري مرستي یې ورسره کړي وې. دا کار یې د هغې سیمې د یوه هندو سیاسي مشر په اشاره کړی و. مازدیګر همدا سیاسي مشر له څو کسانو سره راغی او پر هغو بدماشانو یې د عریضي کولو غوښتنه را څخه وکړه. ما ورته وویل موږ خدايي خدمتګاران یو، له چا څخه بدل نه اخلو، بلکې خدای ته یې پرېږدو. زما په دې ځواب هغه ډېر خړمخی شو.»
نوموړی لکه د ازادۍ سرلاریو مهاتما ګاندي، نېلسن منډېلا او مارټین لوترګېنګ په څېر د خپلو خلکو لپاره داسې مبارزه کړې چې په خپل وخت کې یې انقلابونه رامنځته کړل، خو د دې خدايي خدمتګار قوم چې ویده و او لا هم ویده پاتې دی، ځکه یې ډېری وګړي لا هم د ژوند په اړه پراخه مطالعه نهلري او همداسې په تیارو کې ژوند کوي او تر ټولو بده لا دا چې پر سینه یې لا هم توره لیکه پرته ده چې دا کرغېړنه لیکه به د دې خدايي خدمتګار روح څومره نارامه کوي.
فخر افغان د «خدايي خدمتګار» په نوم د خوځښت په جوړولو سره هممهاله دومره ملاتړي پیدا کړل چې هغه وخت یې د انګریزانو تر قیادت لاندې هندي حکومت پښې په لړزانده کړې، خو یو قوم هغه وخت بریالی کېدای شي چې پهکې رښتینې او مخلص کسان په ډېره اخلاصمندانه توګه خپلو خلکو ته خدمت وکړي، نه دا چې ځان غوښتنې پهکې پیل شي.
هغه د قومونو خپلواکۍ په اړه وايي: «تر څو په قوم کې نېکان، پاکان، بېغرضه او خدايي خدمتګاران نهوي پیدا شوي، تر هغو به یې همداسې خاورې په خوله وي.» په بل ځای کې زیاتوي: «تر څو پښتنو ایماندار، مخلص او دیانتدار خلک نهوي پیدا کړي، نه دا هېواد ازادېږي او نه دا قوم.»
که د هغه دې پراخ فکر ته وکتل شي، ډېر ژور لید یې لاره، ځکه نوموړي نه یوازې د نارینهوو لپاره، بلکې د ښځو د حقونو لپاره هم داسې ویناوې کړي چې هغه وخت له ډېرو بنسټیزو حقونو هم بېبرخې وې.
دې خدايي خدمتګار ویلي: «زموږ په غونډو کې به د مېرمنو په ګډون هسې هم سخت خوشالېدم، خو چې د تنګي په جلسه کې مې د ښځو پراخه برخه اخېستنه ولېده، زړه مې باغ – باغ شو، ځکه زما دا باور او عقیده ده چې یو قوم هله پر مختګ کولای شي چې ښځې او نارینه یې اوږده پر اوږه لکه د ګاډۍ دوه پایې داسې حرکت وکړي.»
هغه د خپل کتاب په بله برخه کې زیاتوي: «ښځه او سړی د موټر دوه اربې دي، که یوه هم پنچر شي؛ نو موټر مخکې نهشي تلای.»
د دې خدايي خدمتګار ژوند تر اخره هم په ارامه نهوو، ځکه په ځلونو د خپل قوم د خدمت په خاطر د زندان تورو تمبو شاته واچول شو، خو د دې پیاوړي باچا عزم یې مات نه کړای شو او د کتاب په یوه برخه کې کیسه کوي چې یو وخت یې په ګوند کې د ځینو کسانو تر منځ ستونزې پیدا شوې، انګرېزان ورپسې ورغلل چې زندان ته یې یوسي. باچا خان د انګرېزانو دې پرېکړې ته چې بندي یې کړي، هر کلی کوي او وايي، ډېر زیات خوښ دی چې زندان ته ورسره لاړ شي، ځکه هلته به لږ استراحت هم وکړي.
هغه په ۱۹۴۷ کې د هندوستان له ازادۍ او پاکستان رامنځته کېدو سره سم غوښتنه وکړه چې د پښتونستان په نوم خپل قوم ته جلا هېواد جوړ کړي، خو په قوم کې یې د پردیو دسیسو ژوره ریښه کړې وه چې په دې کار بریالی نهشو او تر ډېره د هندوستان او پاکستان ازادي هم له هغه د انګریز استازي، مهاتما ګاندي او علي جناح تر منځ په پټه شوې وه.
خو باچا خان لا هم له خپلې مبارزې لاس پر سر نهشو او د خپلې عدم تشدد مبارزې ته یې ادامه ورکړه چې د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۶ کلونو پر مهال هم څو ځله بندي او وربړول شو.
که څه هم پښتنو هغه له تشدد سره علاقه لرله، ځکه هېڅ وخت یې پر ځان د بل چا تېری نهشتو زغملی، خو دې خدايي خدمتګار په داسې تګلاره له خپل ځان چاپېر کړي وو چې هېچا د تشدد په اړه هم خبره نه کوله.
دا خدايي خدمتګار د ۱۹۸۸م کال د جنوري په ۲۰ په خپل کور کې تر محاصرې وروسته ومړ او مړی یې په جلالاباد کې خاورو ته وسپارل شو، خو نوموړي دومره ذلیل دښمن لاره چې له پېښور څخه جلالاباد ته د جنازې انتقال پر مهال یې د زرګونه کسانو په منځ هم دوه چاودنې وشوې چې پهکې ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د باچا خان قوم ته بل عبدالغفار خان نه رالېږل کېږي او نه هم بل څوک لکه د هغه په څېر دومره ربړونو او کړاوونو ته زړه ښه کوي، ځکه هغه په هر ځل زنداني کېدو سره داسې سختې تېري کړي چې د اوسنۍ زمانې هېڅ پیاوړی کس یې تاب نهلري.
خو دې خدايي خدمتګار خپل قوم ته د درس ورکولو په موخه د مبارزې او ازادۍ دروازې پرانېستي پرې ایښي دي چې څه ډول د هغه له تګلارې کار واخلي، په نر او ښځه څه ډول زدهکړې وکړي او په ټوله کې څه ډول د هغه د عدم تشدد تګلاره غوره کړي، څو په یووالي او اتفاق سره خلکو ته مېلیونونه سولهییز حرکتونه وښيي او هغه لنډمهاله ریاستونه چې ټول تمرکز یې پر تشدد راڅرخي، په لړزه او ټوټې – ټوټې کړي.
سلامونه،
ورور ضمير ساپي صاحب ته په درنښت ،
زه دومره ویل غواړم ؛البته ستاسو په اجازه، چې اوس منظور پشتين او د پشتون ژغورنې غورځنګ غړي د بابا د عدمِ تشدُد سیاست په ۲۱مه پیړۍ کې پر مخ وړي او مونږ او تاسو ګورو چې په کروړونو پښتانه ،افغانان د دوی غوڼډو او لاریونونو کې برخه اخلي او دپشتنو حقه حقوق له انګریزانو د میراث خورو پنجابي ریاست او د ځايي ګوډاګیانو څخه ېې غواړي او ورځ به نیژدې وي چې د لوی وطن د شهیدانو ،خدايي خدمتګارانو ، او د باچا خان او عبدالصمد خان اتفاق او لوی افغان ولس یووالي ارمان پوره شي. په درناوۍ