شنبه, اپریل 20, 2024
Home+یو شهکار ناول " کوچی ملا" / وږمه حلیم

یو شهکار ناول ” کوچی ملا” / وږمه حلیم

 کوچی ملا د محمد صدیق پسرلي یو شهکار ناول دی. د دې ناول نوم له کوچي او ملا کلمو څخه جوړ یو ښه ترکیب دی. کوچی او ملا زموږ ټولنه کې څه معنوي حیثیت لري؛ له همدې ناول څخه دوه ډیالوکه دا د کوچي او ملا  د ترکیب څرګندونه په لاندې ډول کوي:

پنځلسمه برخه:

……….یوې وویل:

غلې شی، چې سړی را روان دی.

بلې وویل:

پروا نه لري، ملا ښکاري.

***

….اخر مې پلار مجبور شو، د امیر خان کره یې مرکه ورولېږله، هغه ظالم نه وړه، نه یې راوړه، مرکچیانو ته یې وویل:

په لور خو مې مېړه نه دی درېدلی، چې ملا ته به یې ورکوم. هغه هم کوچي ملا ته، چې نه پر مځکه سیوری لري، نه په اسمان ستوري. په ټوک لوی شوی، درست عمر به بل خیرات ته ناست وي.

دې پورته برخې له ناول څخه معلومیږي چې زموږ ټولنه کې ملا او کوچي ته څوک د سیال حتا د سړي په سترګه هم نه ګوري.

“کوچي ملا” ناول ته شهکار ځکه ورته وایم چې دا ناول د معاصر ادب د نثر ښکلې نمونه، په ادبي او هنري ژبه یو تاریخ، د پښتو ژبې د ښکلو کلمو، متلونو او اصطلاحګانو زېرمه، لیکوال د خپلې تجربې په واسطه ثابت شوې خبرې او خپل فکر او د بېلابېلو کرکټرونو په وسیله د ټولنې انځور وړاندې کړی دی.

دا ناول د معاصر ادب د نثر یوه ښکلې نمونه ده، ژبه یې خوږه او هنري ده. لکه د دویمې برخې اول پراګراف:

د وري د میاشتې ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه وتلې وه. د بادامو ونې په شګوفو کې پټې وې. واښه داسې راټوکېدلي وو چې تا به ویل مځکه په زرغونه سمندر کې غوپه شوې ده. رېدیو له بامونو دېوالونو سرونه راځوړند کړي وو، د مځکې د مخ ننداره یې کوله. د تازه څوړمني له فیضه وطن د ښایست نندارتون و. هر ځای سبزه، هره خوا ګلونه او هر طرف ښایست.

ملا صاحب به کرۍ ورځ په باغونو، کښتونو او کله لا په دښتو کې داسې ګرځېده لکه د پسرلي ستړې وږمه چې ارام نه پيژني.

د دې ناول په پس منظر کې یو منظم تاریخ چې موږ ته د محمد ظاهر شاه پادشاهي، د سردار داود خان کودتا، د خلقیانو د وخت ګډو‌‌‌‌‌‌ډي، د مجاهدینو مبارزه او د افغانانو د مهاجرت سخت ژوند په پاکستان کې او ورسره د پاکستان او هند جلاتوب او دویمې نړیواله جګړه هم یاده شوې ده. د دې سياسي تحولاتو اغیز د خلکو په ژوند کې په ښه انداز وړاندې شوې دی چې نه کیسه زیانمنه شوې او موږ ته د ټولنې بدلون هم وړاندې کوي.

 د دې پيښو نه معلومیږي چې د کوچي ملا ژوند له ۱۳۰۰ل څخه تر ۱۳۷۰ل پورې په دې ناول کې انځور شوی دی. دا  ناول دا تاریخ په ښه ‌‌‌‌‌‌ډول ځکه وړاندې کوي چې دا تحولات لیکوال په خپل ژوند کې لیدلي دي.

دا ناول د پښتو ژبې د کلمو ښه پانګه دی؛ د بېلګې په توګه لکه: پالېزه، دړه، خولور، شخوند، لېښل، ترټل، ټکنده، رالټيدل، مېره، سوکه سوکه او داسې نورې.

د پښتو متلونه او اصطلاحګانې هم د دې ناول برخه ګرځيدلي دي؛ لکه:

  • اوبه خړول.
  • چرګ یې په یوه پښه ولاړ دی.
  • په خوریي د ماما کیدو شک اخیستی و.
  • سوک تر کټوې نه یوست.
  • که غم وي بیا به هم د لالي په سر وي.
  • سویه، سویه، که دا د تا بغره وه او دا زما لکړه، یوه ورځ خو یې بویه.
  • لوخې د قام ښه نه غوښته، سر یې په دریاب کې وچ شو.
  • او داسې نور.

لیکوال د خپل ژوند تجربې او خپل فکر هم د دې ناول په واسطه وړاندې کړی؛ لکه: ‌‌‌‌‌‌

  • ډېرې خولې، ‌‌‌‌‌‌ډېرې خبرې، خلک چې بېکاره دي، له بېکارۍ د بل عیبونه لټوي، یا عیبونه ورباندې تپي.
  • خلک په دوو برخو وېشلای شو، یوه ‌‌‌‌‌‌ډله یې نسبتا عالمان، په خبرو پوه، خولور، له ځانه راضي خو په عین حال بېکاره خلک دي، د دوی خولې د خدای نغارې نه، بلکې د شیطان سورڼي دي، چې همېشه بدې اوازې خپروي او د خلکو د تحریکاتو او د رقیبانو له سپکولو او ځورولو خوند اخلي. بله ‌‌‌‌‌‌ډله یې چې د ولس اکثریت دی کارونه لري، خو عقلونه نه لري، د دوی په مغزو کې هیڅ خبره په اسانۍ سره ځای نه مومي، چې ویې نیو بیا یې ترې ایستل له محالاتو دي، ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې او ‌‌‌‌‌‌ډېر دقت غواړي.

همداسې د اوومې برخې اخري پراګراف، په اتمه برخه کې د کوچي ملا او حاجي صاحب تر منځ دایلوګ او داسې نورې ‌‌‌‌‌‌ډېرې جملې چې پخې خبرې دي.

د دې ناول مرکزي کرکټر کوچی ملا دی. کوچی ملا نه خیالي کرکټر دی او نه ملایکه دی، بلکې زموږ د ټولنې یو عام انسان دی چې هم مثبت او هم منفي اړخونه لري. مثبت اړخ یې: زیارکښه انسان دی، پاک زړه لري، د ژوند ستونزو ته غاړه نه یږدي. منفي اړخ یې: د ورور لپاره په چل د مکتب چپراسي څخه دنده اخلي. د خپلې کورنۍ د غړیو اینده د علم په واسطه نه سمبالوي، ځکه یې کورنۍ د ده قوت نه؛ بلکې کمزوري ده.

همداسې هر کرکټر د دې ناول زموږ په ټولنه کې شته او زموږ ټولنه انځوروي.

دا ناول زما لپاره زما د ټولنې یو حقیقي انځور دی. حقیقت تریخ وي؛ نو دا ناول هم ماته تریخ و. ما په دې ناول کې کومې پيښې يا کرکټر ته ونه ژړل، خو دې ناول زه مجبوره کړم چې د خپلې ټولنې حالت ته وژاړم. فکر ته یې هم وهڅولم، ‌‌‌‌‌‌ډېر فکر مې وکړ، غوښتل مې ځان قانع کړم چې زما ټولنه داسې نه ده، مګر حقیقت نه پټيږي. هره ټولنه د ښو او بدو خلکو او دودونو څخه جوړه ده. ښه ټولنه هغه ده چې هڅه وکړي بد په ښو بدل کړي او مثبت بدلون په کې راشي. د ژړا خبر دا ده چې دا ناول د ۱۳۰۰ لمریزو کلونو له پیل څخه تر دوهمې نیمايی پورې ټولنې حالات انځوروي او موږ اوس اخره نیمایي هم خلاصوو او ۱۴۰۰ لمریز کال نن سبا پيلوو خو دې ټولنې بدلون نه دی کړی.

د دې ناول ځينې هغه موضوعګانې چې نن هم ټولنه کې شته او ماته تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې ځورونکې دي، هغوی باندې دلته خبرې کوم:

لومړۍ موضوع چې ناول کې هم لومړۍ راغلې هغه د کوچي ملا په چاردرې جومات کې د ملا په توګه مقرریدل دي. د دې موضوع په هکله غواړم د خپلې ملګرې خبرې یادې کړم. ملګرې مې ویل موږ افغانان تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه د خپل دین “اسلام” سره لرو چې پرته له یوه شیبې فکر، ځانونه تر اسلام قربان کولای شو او په دې قرباني نه پښیمانه کېږو. خو د بدبختۍ خبره دا ده چې زموږ زده کړه د اسلام په هکله بشپړه نه ده او نه ورته وړ احترام لرو. اسلامي تعلیم چې موږ جومات او ښوونځي کې زده کوو، هلته سم نه تدریس کیږي.

زموږ د جومات امام صاحبان پوره اسلامي تعلیم او هغه پوهه چې باید یو امام ولري، نه لري. د غریبۍ له امله یو کس ملا کیږي نه د علم او پوهې له امله. خیرات غوښتل اسلام کې تر ټولو لوی عیب دی، خو زموږ د جوماتونو ملا امامان تر نورو ‌‌‌‌‌‌ډېر خیرات خواره دي. همدا حال زموږ د ښوونځيو دی، تر ټولو تنبله کس د قران کریم او اسلامي تعلیماتو ښوونکي وي. چې کوم کس بل مضمون نه شي تدریسولای، نو ورته وایي چې شکر مسلمان یا مسلمانه یې نو قرانکریم خو درس ورکولای شې! دا حالت په جوماتونو او ښوونځيو کې، اسلام ته زموږ احترام نه بلکې بې احترامي ده. کله چې ملا او ښوونکي بشپړه زده کړه ونه لري؛ نو ټولنه هم بشپړه زده کړه کولای نه شي.

ناول کې کوچی ملا د علم او پوهې له امله نه، بلکې د کلي د مشر حاجي صاحب خوښيږي نو ځکه ملا کېږي. بل کوچی ملا خپله حلال او حرام نه پيژني نو نورو ته به څه لارښونه وکړي. قوالي او موسیقي اوري او هم د ورور په خاطر لومړی ناظر ته څاه جوړوي خو چې کامیاب نشي بیا د ښوونځي چپراسی ته د لارې خنډ کېږي. د ملا وظيفه د اسلام ښودنه او د ټولنې اصلاح ده، خو چاردره کې هیڅ بدلون نه راځي.

بله موضوع په لور او زوی کې توپير کول دي. کوچی ملا هم ځان ناتوان او مجبور ګني ځکه زوی نه لري. د کوچی ملا ناکاره ورور شرف الدین ځان پورته ګني ځکه زامن لري. کوچی ملا دا ویره لري چې که مړ شي نو کورنۍ یې ورور ته محتاجه ده. دا ستونزه زموږ ټولنه کې اوس هم شته ده. که چیرې زوی او لور کې توپير ونه شي او یو ‌‌‌‌‌‌ډول ورته پاملرنه او روزنه یې وشي، او علم چې په نارینه او ښځينه فرض دی، دواړو زوی او لور د علم په زیور سمبال شي، نو د دواړو راتلونکی به تضمین وي او پلار او مور به هم دوی لپاره کومه ویره ونه لري. کوچي ملا که لورګانو باندې ښوونځی ویلی وی او لورګانې یې په ځان بسیا کړې وی؛ نو نه به يې ورور ته سر ټيټ و او نه به یې ویره د دوی راتلونکی لپاره لرله.

درېیمه موضوع د نااهل کس ګمارل دي. کوچی ملا خپل نااهل ورور د ښوونځي چپراسي کوي. دې چپراسي دنده لویه دنده نه ده، خو بې انصافي او غیر قانوني کړه که وړه وي یا لویه ، د یوې ټولنې د پرمختګ خنډ او فساد لامل ګرځي.

بله موضوع چې د موږ ټولنې تور داغ دی هغه کسبګر ته په سپکه او ټيټه سترګه کتل دي. حلال کسب کول عبادت دی او کسبګر هم د اسلام له نظره لوړ مقام لري، خو زموږ ټولنه خیاط، ګلګار، نجار، ‌‌‌‌‌‌ډم او همداسې نورو ته په سپکه سترګه ګوري او سیال یې نه ګڼي. په دې باندې زه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه نه وایم، ځکه استاد پسرلي ‌‌‌‌‌‌ډېر په ښو او واضح الفاظو دا موضوع ناول کې ځای کړې ده.

یوه موضوع چې ‌‌‌‌‌‌ډېره ښایسته ده، هغه د کوچي ملا د مینې کیسه ده. چې همدا مینه د کوچي ملا ژوند کې مثبت بدلون راولي، له کوچی ملا څخه یو زیارکښه او وړ انسان جوړوي.

داسې ‌‌‌‌‌‌ډېرې نورې ټولنیزې موضوعګانې دې ناول کې یادې شوي دي چې موږ باید د بدلون هڅه یې وکړو؛  تر څو اصلاح شي او د راتلونکیو لپاره دا ناول تریخ حاضر حقیقت نه، بلکې تاریخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب