Homeخبرونهغزني کې د شخصي موبایلونو پلټل، ۲۰ تنه نیول شوي هم دي

غزني کې د شخصي موبایلونو پلټل، ۲۰ تنه نیول شوي هم دي

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ په غزني کې خلک شکایت لري، چې د طالبانو امنيتي ځواکونو په مختلفو سيمو کې د خلکو د شخصي موبایلونو پلټل پیل کړي او ۲۰ تنه يې له دغو پلټنو څخه وروسته نیولي هم دي.

د ځايي خلکو په وینا، د موبایلونو له پلټلو وروسته طالبانو په تېرو ۲ ورځو کې د غزني شاوخوا ۲۰ اوسیدونکي نیولي دي.

سرچينې وايي، چې دغه کسان په موبایلونو کې ېې د طالبانو د مخالفو څېرو، پخوانيو ملي ځواکونو او ملي بیرغ د‌ عکسونو د موجوديت له کبله نیولي دي.

خلکو شکایت کړی، چې طالبانو یې شخصي پېغامونه هم پلټلي او د دوی خصوصي حريم یې نقض کړی دی.

معلومه نه ده، چې نيول شوي کسان چېرته وړل شوي او برخليک به یې څه وي؟

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځايي خبريالان وايي، چې ورته کړنې په نورو ډېرو ولايتونو کې هم تر سره کیږي، خو د رسنیز کیدو فرصت یې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...