شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعمران خان د پاکستان حکومت امریکا ته اډه ورکوي

عمران خان د پاکستان حکومت امریکا ته اډه ورکوي

تاند(یکشنبه، د ثور ۲۵ مه) د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وايي، امریکا په پاکستان کې د پوځي اډې د جوړولو په لټه کې ده او د پاکستان اوسني چارواکي هم حاضر دي چې امریکا ته اډه ورکړي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان په اسلام اباد کې د خپلو پلویانو د مظاهرې په درشل کې دې مظاهرې ته په اشارې وویل چې خلک د سیاست لپاره نه د انقلاب لپاره اسلام اباد ته وربولي.

ده ویلي چې که اوسنی حکومت تر ټاکلې مودې وړاندې انتخابات ترسره نه کړي خپل ټول پلویان به د پراخې مظاهرې لپاره اسلام اباد ته وروبولي او حکومت به نسکور کړي.

عمران خان شهباز شریف، اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان د امریکا مرییان وبلل او ادعا یې وکړه چې دا هغه کسان دي چې خپلې شتمنۍ یې له هیواده دباندې پټې کړي دي.

ده زیاته کړه، اوسنی ايتلافي حکومت به ژر امریکا ته لاس اوږد کړي او د مرستې په بدل کې به اډې ورته وړاندیز کړي.

د عمران خان په وینا د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو به له امریکا سره د اډې په اړه خبرې پیل کړي.

راپورونه وايي چې د پاکستان د استخباراتو ريیس له وړاندې لا امریکا ته تللی او د اډې په شمول یې پر بیلابیلو موضوعاتو له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي خو پاکستاني سیاستوال د پوځ نوم نه شي اخیستی.

امریکا د سړې جګړې په موده کې او همداراز د طالبانو پر ضد د جګړې په لومړیو کلونو کې په پاکستان کې اډې لرلې.

1 COMMENT

  1. اوس طالبانو ته پکار ده چی له پاکستان سره په خپل سیاست کی بیا کتنه وکړی او له روسیی او چین او ایران ورباندی د پټو چینلونو له لاری خبری وکړی کچیری پاکستان دا کار کوی او چین او روسیه مخه نه نیسی نو طالبانو ته پکار ده چی ولس ته هر څه روښانه کړی چی وزیر د داخلی ولی پاکستان طالبان دیته مجبور کوی یا حاضری کوی له پاکستان پوځ سره اوربند یا سوله وکړی، آیا همدی ته وایی ملی مصالحت آیا د دوی له نظره له پاکستان سره نرم چلند ته ملی مصالحت وایی، یا دا چی ولس بیاځلی د امریکا له لوری د پاکستان ظالم دښمن له لوری په ښکاره وژل دی نو اوس پاکستان غواړی چی له چین، ایران، او روسیی څخه ورته کریډت تر لاسه کړی مګر طالبان په میدان خالی ناست وی او پاکستان به ورباندی تجارت کوی
    نو زما په نظر مهم ده چی بهرنیو چارو او وزارت دفاع له لوری روسیی او چین او ایران هیواد د پوځی مرستی د جذب له پاره سفر وکړی کچیری بیا ځلی پاکستان امریکا ته آډی ورکوی باید په وړاندی د ولس په ملاتړ نظام ګام پورته کړی ځکه له تدریجی مرګ څخه یوځل په کلی ډول د ټول ولس وژل بهتر دی ځکه نړی هم پوه شی چی امریکا څه کوی او نړی څه ته انتظار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب