شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان د وزيرستان په ځانمرګي برید کې د ۳ پوځيانو وژل تایید...

پاکستان د وزيرستان په ځانمرګي برید کې د ۳ پوځيانو وژل تایید کړل

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ ‏د پاکستان پوځ منلې، چې پرون يې تر واک لاندې د شمالي وزيرستان په ځانمرګي برید کې ۳ پوځيان وژل شوي دي.

خبري سرچينو ويلي، چې يوه ځانمرګي بريدګر پرون د پوځ یوه موټر ته نیږدې ځان الوزولی، چې زياتو پاکستاني پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينو د پاکستان د پوځ له اعلان کړو ارقامو څخه د مرګ ژوبلې کچه پورته بولي.

د پاکستان پوځ او حکومت په ټوله کې د دوی خلاف د بریدونو د تلفاتو په کم ښودلو تورن دي.

د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک طالبان له پاکستان سره د سولې خبرو په دوام د يو بل پینځلس ورځیني اوربند د پيلولو په درشل کې دی.

راپورونه څرګندوي، چې دغه مذاکرات یو ځل بیا د افغانستان د حاکمو طالبانو په منځګړيتوب د دوی تر واک لاندې سیمو کې پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب