Homeخبرونهفطرت: د پاکستان وروستي بریدونه جنګي جنایت او ښکاره تېری دی

فطرت: د پاکستان وروستي بریدونه جنګي جنایت او ښکاره تېری دی

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر کونړ او هلمند د پاکستان وروستي هوايي بریدونه «جنګي جنایت» او «د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری» بللي او ویلي یې دي چې افغانان به د دغو بریدونو په غبرګون کې «د خلکو د وینې غچ» واخلي.

فطرت ویلي، پاکستاني ځواکونو د کونړ د شلتن ولسوالۍ او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ ځینې سیمې بمباري کړې دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي، مرګ‌ژوبله اوښتې او درې کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

هغه دا بریدونه له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللي او ویلي یې دي چې طالبان به د ورته «تېریو» په وړاندې حساب‌شوی ځواب ورکړي.

تر دې مخکې پاکستان ادعا کړې وه چې طالبانو د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي خو د طالبانو چارواکو ویلي چې دوی تراوسه د پاکستان بریدونو ته ځواب نه دی ویلی.

فطرت د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه ترسره کېږي.

د طالبانو د حکومت لوړپوړي ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت هم تایید کړې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړي استازي او اروپايي اتحادیې د پاکستان بریدونه غندلي دي.

پاکستان تل ادعا کړې چې په افغانستان کې یې هوايي بریدونه په دقیق ډول د وسله‌والو پر ضد ترسره کړي، خو د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له تلې څخه د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په هوايي برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي وو چې ډېری یې د دغه مرکز ناروغان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...