نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی. د نړۍ اکثره هېوادونه هر کال نوې ټکنالوژۍ جوړوي او نندارې ته یې وړاندې کوي. پخوا انسانان د جګړې اصلي وسله وو؛ یوه توره او یو لوی پوځ د جګړې د ډګر ګټلو لپاره کافي ګڼل کېدل. خو اوس چې د نړۍ وضعیت ته ګورو، یو هوښیار پوځي کولای شي د لسګونو زرو تورهوالو پوځیانو مقابله وکړي؛ یوازې یوه کوچنۍ تڼۍ کېکاږي او خپل دښمن له منځه یوسي. ان په نږدې راتلونکي کې به د روبوټي پوځونو شاهدان هم واوسو.
نن ورځ هغه هېوادونه شتمن او پیاوړي دي چې لوستي او په پوهه سمبال وګړي لري او ټکنالوژي یې خپل اساسي هدف ګرځولی دی. خو له بده مرغه، موږ دا ټول پرمختګونه وینو، بیا هم زموږ مشران د دیارلسمې پېړۍ په فکرونو کې ژوند کوي.
د یوه ملا صاحب ویډیو مې لیدلې وه چې د استنجا په اړه یې خبرې کولې او شاوخوا سلګونه کسان ورته ناست وو. ایا دا د وخت ضایع کول نه دي؟ ایا دا د ځان کمزوري کول نه دي؟ ایا دا دومره اړینه موضوع ده چې ساعتونه پرې خبرې وشي؟ اصلاً نه!
خو له بده مرغه، زموږ ځینې دیني عالمان په داسې خبرو خپل او د خلکو وخت بېځایه ضایع کوي. د ځان ساتنه او د هېواد دفاع هم اړین مسؤولیتونه دي. موږ باید لومړی د خپلې بقا او ساتنې لپاره هڅه وکړو، بیا د استنجا او نورو ورځنیو کړنو په اړه بحثونو ته وخت ورکړو.
د نړۍ په دې سیالۍ کې د ځان ساتنه په وسایلو او امکاناتو کېږي، او د دغو وسایلو او امکاناتو جوړول وخت، پوهه او زدهکړه غواړي.
موږ باید هره شېبه په زدهکړه ولګوو او د علم له لارې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د وسایلو او امکاناتو جوړول پیل کړو. که موږ خپل ساعتونه په داسې بحثونو تېر کړو چې په څو دقیقو کې هم روښانه کېدای شي، نو د هېواد د پرمختګ، دفاع او بقا لپاره به اړینې چارې نیمګړې پاتې شي.
اې درنو مشرانو! اې د افغانستان اوسنیو واکمنانو! اې قدرمنو علماوو!
زدهکړې، زدهکړې او بیا هم زدهکړو ته پاملرنه وکړئ!
نارینه او ښځینه دواړو ته د زدهکړو زمینه برابره کړئ؛ کنه، دښمن به مو په اسانۍ سره له پښو وغورځوي او نوم او نښان به مو ورک شي.
تاسو د ملا نصرالدین کیسې په حقیقت مه بدلوئ! د دیارلسمې پېړۍ له قوانینو او دودونو څخه راووځئ او ځانونه د یوویشتمې پېړۍ له نړۍ سره سیال کړئ. خپله پښه په تبر مه وهئ!
که تاسو د حالاتو او وخت له غوښتنو سره سم بدلون رانهولئ او همداسې سخت دریځ خپل وساتئ، باور ولرئ چې پایلې به یې ډېرې بدې وي.
نه پوهېږم، ایا دا خبرې په تشو غوږونو کې اذان کول دي؟ موږ چې څه وایو، موخه مو شخصي ګټې یا شخصي اهداف نه دي؛ بلکې زموږ نیوکې د هېواد او خلکو د بقا، پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره دي.
راځئ، د وخت غوښتنې درک کړو، علم ته ارزښت ورکړو او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره عملي ګامونه پورته!