Homeخبرونهخلیلزاد اسلام‌اباد «کانټینرااباد» وباله

خلیلزاد اسلام‌اباد «کانټینرااباد» وباله

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۱مه)  افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي، خلیلزاد په اسلام‌اباد کې د تګ راتګ د محدودیتونو او د سړکونو د تړل کېدو په اړه د یوه راپور په غبرګون کې، د پاکستان د پلازمینې پر وضعیت نیوکه کړې ده.

خلیل‌زاد په اېکس ټولنیزه شبکه کې اسلام‌اباد «کانټینرااباد» بللی او لیکلي یې دي چې د پاکستان خلک د دې څخه د غوره شرایطو مستحق دي.

نوموړي په دې پوسټ کې د الجزیرې راپور چې، په پلازمېنه اسلام اباد کې د ارتباطي لارو د تړل کېدو پایلو ته یېاشاره کړې ده هم خپور کړی دی.

هغه ویلي، چې د سړکونو تړل کېدو، پر تګ راتګ د اغېز سربېره، د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

خلیل زاد لیکلي چې، دا محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې د اصلي لارو تړل کېدو په اسلام‌اباد کې ورځنۍ چارې او د توکو لېږد رالېږد له ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...