Homeخبرونهیوناما: شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال به له ایران او پاکستانه راستانه...

یوناما: شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال به له ایران او پاکستانه راستانه شي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجت ګانیون د هرات د اسلام‌کلا سرحدي بندر ته په سفر کې وویل چې دغه بندر ته له ایران څخه هره ورځ یو شمېر افغان کډوال داخلېږي.

یوناما ویلي، ګانیون د خپلې لیدنې پر مهال له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو میلیونونو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو روانې هڅې وارزولې. نوموړې د راستنېدونکو د وضعیت او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په اړه هم معلومات ترلاسه کړل.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ به شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو ادارو د دې بهیر د مدیریت او د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۵۲۹ میلیون ډالره مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

په اسلام‌کلا بندر کې د ملګرو ملتونو ادارې او بشري مرستندوی شریکان راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه، رواني او ټولنیزې مشورې، بېړنۍ مرستې او د زیانګالو کورنیو ثبت او اړوندو ادارو ته د هغوی راجع کول برابروي. د دې مرستو هدف دا دی چې راستنېدونکو کورنیو ته افغانستان ته له رسېدو وروسته د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اسانتیا رامنځته شي.

یوناما وايي، د راستنېدونکو اړتیاوې یوازې افغانستان ته د رسېدو تر لومړیو ورځو محدودې نه دي. ډېری کورنۍ له سرپناه، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او د کار موندنې له ستونزو سره هم مخامخ دي او په اوږدمهال کې مرستو او خدمتونو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ادارو او شریکانو له لوري راستنېدونکو ته د مسلکي زده‌کړو، کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده‌کړې او د کار بازار ته د داخلېدو لپاره د چمتووالي په برخو کې هم د ملاتړ زمینه برابره شوې ده.

ملګرو ملتونو له طالب چارواکو غوښتي چې له راستنېدونکو کډوالو، د هغوی له کورنیو او کوربه ټولنو سره لا ډېره مرسته وکړي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتې چې د راستنېدونکو د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري پروګرامونو ته لازمې مالي سرچینې برابرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...