Homeخبرونهلیتوانیا ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي 

لیتوانیا ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي 

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) د لیتوانیا پوله‌ساتي ادارې (VSAT) ویلي، سرحدي ځواکونو ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي چې د بېلاروس له لارې په ناقانونه توګه لیتوانیا ته اوښتي وو.

چارواکو ویلي، دا کډوال د پنجشنبې په ماښام د وارېنا ولسوالۍ د «کاتراس» کلي ته څېرمه، د «چېپکلیای» طبیعي زیرمې په سیمه کې له پولې تر اوښتو وروسته وموندل شول.

د لیتوانیا چارواکو د کډوالو د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د پوله ساتي ادارې یوه څرخکه، سرحدي ځواکونه، ځانګړي ځواکونه او روزل شوي سپي وکارول. پولیسو هم په عملیاتو کې مرسته کړې ده.

د چارواکو په وینا، کډوال په څو ډلو وېشل شوي وو، خو تر دې مخکې ونیول شول چې د لیتوانیا خاورې ته نور هم دننه لاړ شي. ټول نیول شوي کسان نارینه وو او عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي.

د لیتوانیا پوله‌ساتي ادارې ویلي، له نیول شویو کسانو څخه ۱۱ تنو د هویت اسناد درلودل، خو پاتې نورو هېڅ ډول اسناد نه لرل. د انفرادي ارزونو له مخې، په دې ډلې کې د امنیت کوم ګواښ نه دی موندل شوی.

چارواکو ویلي، د جمعې تر سهاره ۲۹ کډوالو ته لیتوانیا ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او د دغه هېواد د قوانینو له مخې بېرته بېلاروس ته ستانه کړل شوي دي. له پنځو نورو کسانو سره لا هم مرکې روانې وې، په داسې حال کې چې یو بل کډوال چې ناروغ و، د طبي معاینې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

د لیتوانیا د پوله ساتې ادارې د چارواکو په وینا، د روان کال له پیل راهیسې یې له  د ۱۶۶۱ کډوالو مخه نیولې ده. د دوی په وینا دا ټول کسان له بیلاروس څخه لیتوانیا ته روان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...