Homeخبرونهد بلجیم چارواکي: ناقانونه افغان کډوال باید افغانستان ته ولېږل شي

د بلجیم چارواکي: ناقانونه افغان کډوال باید افغانستان ته ولېږل شي

تاند/ شنبه د تلې – میزان ۱۱مه/  د بلجیم چارواکي وایي چې په جرمونو محکوم او ناقانونه افغان کډوال باید افغانستان ته واستول شي او په دې اړه به د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې ولري.

رسنیو نن شنبه د بلجیم د پنا‌ه‌غوښتنې او کډوالۍ وزیرې«انیلین وان بوسویت» له قوله لیکلي چې، د دغه ډول افغانانو د ایستلو لپاره به له طالبانو سره سره خبرې ولري.

د هغې په دې تړاو خبرې له«طالبانو» څخه د ملاتړ په مانا نه دي.

تر دې مخکې جرمني افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل پیل کړي، او تازه یې د هغو شاوخوا ۵۰۰ کډوالو د ایستلو اراده کړې چې، د مالوماتو له مخې ان ځینې پکې جرمي سابقه هم نه لري.

جرمني یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې سلګونه افغانان افغانستان ته رالېږلي دي.

بلخوا روسیې له اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر ایستل‌کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په اروپا او امریکا کې هېڅ ډول اصول نه‌شته.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاراوا ویلي چې لوېدیځ له یوې خوا ځان د بشري حقونو مدافع ګڼي او له بلې خوا افغان کډوال په جبري توګه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...