تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روسیې د روغتیا له وزیر میخائیل آلبرتویچ موراشکو سره د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا، له روسیې څخه د درملو او طبي وسایلو د واردولو او د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۱مه، وویل چې نورجلال جلالي په دې لیدنه کې له روسیې څخه د واکسینونو او عصري طبي ټکنالوژۍ د واردولو غوښتنه کړې ده.
د هغه په وینا، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له روسیې غوښتي چې د روغتیايي سیستم په جوړولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو او د طبي متخصصانو د ظرفیت د لوړولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
شرافت زمان امرخېل ویلي، د روسیې د روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره تخنیکي همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پر اساس، د روسیې د روغتیا وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې خپلې تخنیکي همکارۍ پراخې کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې چې دواړو لورو په دې کتنه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ او د روغتیايي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.