تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) په افغانستان کې د چین سفیر ژایو شینګ وايي، که څه هم د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو په برخه کې، په ځانګړي ډول د امنیت، د پروژو د تمویل او لوژستیک په برخو کې ځینې ستونزې شته، خو دغه ننګونې به له افغانستان سره د چین د همکاریو پر بهیر اغېز ونه کړي.
ژایو شینګ په یوه لیکنه کې ویلي، چین او افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې یو د بل بشپړوونکي دي او د دواړو هېوادونو خلک هم د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي.
نوموړي زیاته کړې، که دواړه هېوادونه په ګډه د همکارۍ په لاره کې له زغم او دوام سره حرکت وکړي، نو په راتلونکې کې به له دغو همکاریو لا ډېرې پایلې ترلاسه شي.
د چین سفیر ویلي، چین د افغانستان د صادراتي توکو لپاره په ټولو تعرفوي کټګوریو کې ګمرکي تعرفې صفر کړې دي. د هغه په وینا، دغه اقدام د افغانستان د صادراتو لپاره د چین بازار ته د لا ډېر لاسرسي نوي فرصتونه رامنځته کوي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان جلغوزې، زعفران او وچې مېوې د چین بازار ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او زیربناوو په برخو کې هم همکاري مخ پر پراخېدو ده.
په دې لیکنه کې د چین سفیر ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او د سوداګرۍ بهیر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.
ژایو شینګ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ زیاتېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې اوس ډېر افغانان چین ته سفر کوي. د هغه په وینا، چینايي څېړونکي او رسنۍ هم د جګړې له کلونو وروسته د افغانستان د بیارغونې بهیر ته لا ډېره پاملرنه کوي.
ژایو شینګ چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې له پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواد سره مخه ښه کوي، کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ولایتونو ته د خپلو سفرونو یادونه هم کړې ده. هغه ویلي، دغو سفرونو ورسره د افغانستان د بېلابېلو سیمو د طبیعي سرچینو، منظرو او ټولنیز جوړښت په اړه د لا ښه پوهاوي په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده.
د چین سفیر ټینګار کړی چې افغانستان د جګړې له کلونو وروسته د بیارغونې د بشپړولو او د باکیفیته پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره لا هم اوږده لاره په مخ کې لري. د نوموړي په وینا، د دې هدف ترلاسه کول د افغانانو هڅو او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
ژایو شینګ په پای کې هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅو د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل تفاهم او عملي همکاریو په پراختیا او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې مرسته کړې وي.
ده په دې لیکنه کې، د هغو ستونزو، چې د خپلې مقالې په پیل کې یې ورته اشاره کړې ده، بېلګې او جزییات نه دي بیان کړي.