چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز| دوکتور ازمون

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز| دوکتور ازمون

سریزه

ښکلايي یا جمالیاتي حس د انسان او کایناتو تر منځ د ژوند یو تړون دی. ژوند د کایناتو د بېلابېلو توکیود رنګونو په غږونو کې ساه ده. دغه ساه کاینات په حرکت راولي، د کایناتو حرکت د ژوند ښکلا ده. ښکلا هغه رواني اغېز دی چې د ژوند د بېلابېلو مخونو د رنګونو په غږونو کې را څرګندېږي، دغه څرګندتیا د کایناتو د بېلابېلو توکیو ترمنځ د ژوند یو تړون دی. د ژوند دغه تړون د فضا، هوا او ځمکې ترمنځ د واټنونو لنډول او همغږي ده.

له دغه تړونه د بشر رګونه ساه اخلي او د هر توکي په رنګ او غږ کې د یوې مهذبې بشري او انساني ټولنې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

کله چې خبره بشري ټولنې ته راغله، په بشري ټولنه کې د انسان په شمول ټول کاینات هغه که د ځمکې اړوند وي او که د فضا دا ټول سره نږدې کوي او یو له بل سره پالي، دغه پالنه ژوند دی.

انسان د خپل لوړ مقام چې پروردګار ور کړی، د انساني ارزښتونو له مخې د کایناتو له ټولو توکیو (لمر، سپوږمۍ، ستوري، سین، غر، کاڼی، بوټی، ونه، غنه او…) سره انساني چلن کوي، دغه انساني چلن د کایناتو د ټولو توکیو د رنګونو له غږونو تغذیه کېږي، نو د خپل ژوند د بقا او پایښت لپاره باید ورسره انساني چلن وکړي.

دغه چلن چې د کایناتو د بېلابېلو توکیو د رنګونو له غږونو رامنځته شوی دی، ښکلايي یا جمالیاتي حس رامنځته کوي. ښکلايي یا جمالیاتي حس په ټوله کې له کایناتو سره د ژوند تړون دی، د ژوند دغه ښکلی تړون د یوې بشري ټولنې د رامنځته کېدو ور دی.

ښکلايي حس ژوند ته ساه ورکوي او په حرکت یې راولي، ښکلايي حس د هنرونو، پوهنو او فنونو تجربو ته نور حسونه را پاروي او تغذیه کوي یې.

په دې لیکنه کې د ښکلايي حس اغېز د ژوند دبېلابېلو مخونو د رنګونو په غږونو او دژوند په بېلابېلو پوهنیزو او فني تجربو کې شنو.

دغه چاره که څه هم ستونزمنه ده، خو د بېلابېلو پوهانو، فني او هنري شخصیتونو تجربو او نظرونو ته په کتو او اورېدو سره یو یو باب را سپړو.

موخه

ددې څېړنې او شننۍ موخه دا ده چې د ښکلايي حس په ټوله کې هنر او په ځانګړې توګه شعر اغېز  د بېلابېلو  پوهنو او فنونو  پر تجربو څرګند کړو، د ښکلايي حس ونډه د ژوند په بېلابېلو پوهنیزو، فني او هنري تجربو کې ښيیو. دا رڼو چې ښکلايي حس د د ژوند د بېلابېلو هنري، فني او پوهنیزو تجربو د ترسره کولو لپاره نور حسونه را ژوندي کوي او په حرکت یې راولي. ژوند د کایناتو د ټولو توکیو تر منځ د رنګونو له غږونو، حرکت او ځوږه  ساه اخلي. د کایناتو د ټولو توکیو ترمنځ بشري او انساني تړون ښکلا يي حس خړوبوي. نو: ددغه حس پر ارزښت پوهېدا او سپړنه مو موخه ده چې د د دنیا نظام یې ټینګ کړی او ساتلی دی.

ارزښت

ددې څېړنې ارزښت دا دی چې ښکلايي حس را پېژني او دا راښيي چې بشر او یا د کایناتو ټول توکي یو له بله د ژوند ساه او رنګ اخلي، د غه ساه او رنګ اخستنه، ښکلايي حس خړوبوي. ښکلايي حس د بشر د رنګونو د غږونو په شور و ځوږ کې یو رواني ښکلايي او عاطفي چلن دی چې د ژوند په بېلابېلو هنري، علمي او فني تجربو کې را څرګندېږي.

متوقع پایله

د دې څېړنې، شننې او ځیرنې سکالو ته په کتو ممکن دې پایلې ته ورسېږو چې د بشر د هر توکي د رنګ په غږ او ساه کې ښکلايي حس او د ژوند په بېلابېلو پوهنیزو، هنري او فني تجربو کې یې اغېز را څرګند کړو، دا به ثابته شي چې د کایناتو ترمنځ د ژوند اساسي تړون ښکلايي حس کوي. ښکلايي حس چې په لویه کې ترې موخه هنر دی، د ژوند د ټولو تجربو او د کایناتو د ټولو توکیو ترمنځ تړښت دی.

نو: پر همدې بنسټ ټولنه بې هنره ژوند نشي کولای.

فرضیه

ښکلايي حس د ژوند ساه او د کایناتو د ټولو توکیو ترمنځ ښکلايي یا هنري تړون دی.

ښکلايي حس د ژوند د بېلابېلو رنګونو یوه پوهنیزه، فني او هنري تجربه او اساس دی.

اصلي پوښتنې

۱ـ ایا ښکلايي یا جمالیاتي حس د ژوند پر ټولو پوهنیزو، هنري او فني تجربو اغېز ښندي او بنسټ یې دی؟

۲ ـ د ښکلايي یا جمالیاتي حس په پارونه کې د کایناتو د بېلابېلو توکیو ونډه څرنګه احساسوو؟

۳ ـ ښکلايي حس یا  هنر  پر کرکیلي، روغتیا او د ژوند په نورو برخو څه اغېز لري او که نه؟!

فرعي پوښتنې

۱ ـ د ښکلايي حس ونډه د نورو حسونوپه پارونه کې شته که نه؟

۲ ـ د بوټو، ونو، غنو، کاڼي، تېږې، غر، سین او… سره د ښکلايي حس تړون څه دی؟

۳ ـ د روغتیا او کرکیلي په برخه کې د ښکلايي حس یا هنر ونډه څه ده؟

۴ ـ ښکلايي حس له څه شي خړوبېږي؟

کلمې

ښکلا، حس، طبعیت، کاینات، رنګونه، کرکیلی، لمر، سپوږمۍ، ستوري، روغتیا، هنر، موسېقي، شعر، وزن، آهنګ، غږونه…

شالید

په دې برخه کې چې ما څومره داخلي او بهرنۍ منابعې وکتلې، نو ځانګړي اثار  مې تر سترګو نشول، د ښکلا پېژندنې په باب مې یو څو لیکنې اوکتابونه تر سترګو شول، خو دا چې د ښکلايي حس اغېز د ژوند په نورو تجربو او د کایناتو په رنګونو او غږونو کې را څرګند کړي، څه نشته.

۱ ـ ښکلايي یا جمالیاتي حس څه ته وايي؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره لومړی ښکلا یا جمال پېژنو:

ښکلا د کایناتو د رنګونو د غږونو هغه پټ سیوری او ښکالو ده چې لکه شهباز د زړه په رګونو ګوتې وهي، د کایناتو د رنګونو د غږونو شور و ځوږ د پنځو حواسو له لارې دروني ټول حسونه را ژوندي کوي او د نفسي ښکالو له لارې یې یو پټ سیوری له وجوده را باسي. دغه سیوری او ښکالو په بېلابېلو عیني انځورونو کې د ژوند ساه پوکوي.

ښکلا د زړه غږ دی، د زړه غږ د ژوند غږ دی. د ژوند دغه غږ له هغو مهینو او نازکو رګونو را وځي او ژوند ته ساه ورکوي چې هغه څرګندېدای نشي خو د کایناتو د هر مخ په رنګ کې ځان څرګندوي. دغه څرګندونه رواني او ذهني وي.

نو: ښکلا د ژوند ساه ده، هغه رنګیني ده چې د ژوند ټول حسونه په بېلابېلو بڼو او رنګونو کې را څرګندوي.

دویمه برخه د حس ده، حس څه ته وايي؟

زما له انده حس د ساه هوا یو رواني تمثیل او رواني کیفي غبرګون دی. څه مانا؟ په دې مانا چې د کایناتو د ټولو بڼو، رنګونو او غږونو ترمنځ یو تړښت او د دروني کیفیت غبرګون دی.

دغو شننو او ځیرنو ته په پام: د ښکلايي یا جمالیاتي حس ترکیب د انسان د دروني کیفیت څرګندول دي. دروني کیفیت له بهرنۍ نړۍ سره یو تعامل یا د د بهرنۍ دنیا له بڼو، رنګونو او غږونو نه د حواسو تغذیه کېدل او بیا د نفسي او ذهني تجربو له لارې د دروني حواسو کیفي او رواني غبرګون دی.

د انسان حس له بهرنۍ نړۍ خړوبېږي، ذهن ته خبر ورکوي، ذهن بیا د حس پر موادو کار کوي او هغه په نوې بڼه کې وړاندې کوي. د کایناتو ټول توکي ځانته ځانته حسونه لري چې د چاپېریال له بېلابېلو پېښو او واقعیتونو سره تړلي دي.

جمالیاتي حس هغه حس دی چې د بهرنۍ دنیا راټول شوي توکي د هغوی بڼې، رنګونه، غږونه او ښکالو په ذهني او نفسي کیفیت کې را نغاړي او بېرته یې پخپلو تجربو کې وړاندې کوي.

جمالیاتي حس له ټولنې سره یو نفسي او ذهني تړون دی. اوس ددغه حس ارزښت او دندې په بېلابېلو بڼو کې شنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب