چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+تغذیه – nutrition

تغذیه – nutrition

لیکوال : فارمسست او انستیزیست : حبیب الله بختیال

ژوندي موجودات د خپل ژوند د پایښت، فعالیت او د نسل د دوام لپاره خوړو ته اړتیا لري او د دې اړتیا د بشپړتیا لپاره تر ډېره بریده خپلمنځي اړیکې سره لري. انسان له نباتاتو او حیواناتو څخه خواړه چمتو کوي او نباتات بیا له هوا څخه د کاربن دای اکساید او خاورې څخه د اړتیا وړ موادو په اخېستلو سره د لمر انرژۍ په مرسته د خپلې اړتیا وړ ټول مواد سنتیز او جوړوي. حیوانات له همدې نباتاتو څخه په کار اخېستنې خپل د اړتیا وړ مغذي مواد اخلي او انسانان بیا د خپلې اړتیا وړ مغذي مواد له نباتاتو او حیواناتو ترلاسه کوي. د دې درې واړو ژوندي موجوداتو ترمنځ خپلمنځي اړیکو د دوی د ژوند لړۍ غځولې ده او وړاندې هم پایښت مومي.

د پایښت دې اصل ته په پام اړتیا ده چې د خوړو یا تغذيې په اړه معلومات ولرو، د همدې اړتیا بشپړونې لپاره پوهانو د تغذیې علم یا پوهه رامنځته کړې ده. د تغذيې علم د کیمیا او د کیمیا اړوند څانګو، بیولوژۍ، اقتصاد، کرنې

حبیب الله بختیال

او یو شمېر نورو علومو په رڼا کې رامنځته شوی او د لا پراختیا لپاره یې څېړنې وړاندې پر مخ روانې دي.

تغذیه یا nutrition :

د تغذيې علم یا پوهه په عضویت کې د غذا یا خوړو له بدلونونو او په عضویت کې د خوړو متشکله یا جوړښتي اجزاوو کارېدنې او هغو نارغیو یا ناروغۍ اړوند بدلونونو څخه چې د مغذي موادو (nutrient) د نا انډولتیا له امله رامنځته کیږي بحث کوي.

تغذيه د خوړو ډلې یا ګروپونه او د هغوی متشکله مواد، د خوړو ټاکنه او اړتیا او اړوند فکتورونه یې، د ضعیفې او له حد زیاتې تغذیې له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ او مخنیوي لپاره یې لازم اهتمامات، د خوړو اړوند اړتیا سره سم لازم رژیمونه، د خوړو ساتنې، پروسس او چمتو کولو په ګډون ګڼې برخې مطالعه او څيړي.

د تغذيې علم په طبي څانګو کې پر خوارځواکۍ پیژندنې او درملنې سربېره د بېلابېلو ناروغیو لرونکو ناروغانو خوړو تنظیم لپاره هم لوستل کیږي او په پرمختللو هېوادونو کې د تغذيې نرسنګ برخې هم روغتونونو کې فعالې دي او د تغذيې اړوند تخصصي زده کړو هم کیږي.

خواړه یا غذا:

 ټول هغه مایع او جامد مواد چې د مغذي موادو اخېستنې څخه د عضویت ضایع شویو حجراتو د ترمیم او بیا رغېدنې (جوړېدنې) لامل کیږي خواړه یا غذا بلل کیږي. یا هم دا چې ټول هغه غیر زهري یا غیر سمي مواد چې د عضویت اړتیاوې پوره کړي لکه پروټينونه، انرژي، وېټامینونه، معدني مواد او نور د خوړو په نوم یادیږي.

د خوړو له خوړنې موخې :

هر څه ته د اړتیا شتون د هغه څیز رامنځته کیدو، ارزښت او دوام ورکولو احساس له مخې کیږي، نو خواړه هم د اړتیاوو له مخې تر لاسه، چمتو او خوړل کیږي.

د انسان او په ټوله کې د ژوندیو موجوداتو جوړښت له حجراتو (ژونکو) څخه شوی او هره ورځ د ميليونونو حجرو عمر پای ته رسيږي او پر ځای يې نوي حجرات رامنځته کیږي.

تر ټولو مهمه موخه د خوړو له خوړنې څخه د ژوند پایښت دی چې د بدن داخلي برخو فعالیتونو پورې اړوند دي او همدا خواړه دي چې دا اړتیا بشپړوي او له کار لوېدنې څخه یې مخنیوی کوي.

بله موخه چې ډېره مهمه ده هغه د ورځنیو فعالیتونو ترسره کول دي چې انسان ددې اړتیا بشپړونې لپاره د اړتیا وړ خوړو ته اړتیا لري، چې باید اړتیا ته په پام سره وکارول شي او هېڅ ډول نا انډولتیا پکې رامنځته نشي.

درېیمه موخه د خوړو له کارونې څخه داده چې د جسمي ودې لپاره د اړتیا وړ بشپړ خواړه چمتو او واخېستل شي او بل هم دا چې د نسل پایښت لپاره نه یوازې دا چې انسان بلکې ټول ژوندي موجودات خوړو ته اړتیا لري او دا ټولې اړتیا وې باید پرته له ټکني کېدو پر وخت داسې بشپړې شي، چې انډولتیا ته پکې بشپړه پاملرنه وشي.

د تغذيې حالتونه:

خوړو ته د اړتیا برخه کې یادونه وشوه چې باید ځانګړي انډول ته پاملرنه وشي او پوهانو هم پېړۍ وړاندې په دې اړه ویلي چې هر څه په کمه اندازه دوا یا درمل دي، په منځنۍ کچه کارول یې خواړه یا غذا دي او له حد زیاته کارونه یې زهر دي.

نو د انسان بدن د پایښت، فعالیتونو تر سره کولو، ودې او نسل تولید او دوام لپاره خوړو ته اړتیا لري او دا خواړه باید متوازن، مناسب او په اندازه وي.

نو د تغذيې حالتونه هم همدې درې برخو پورې راټول شوي دي:

مطلوبه او د اړتیا وړ تغذيه: desirable nutrition

له حد او اړتیا زیاته تغذيه: over nutrition

له حد او اړتیا کمه تغذيه: under nutrition

له مطلوبې تغذيې څخه پرته له حده زیات ډیرښت او کمښت بدن ته جدي وژونکي ستونزې رامنځته کوي، نو په همدې خاطر د تغذیې علم رامنځته شوی چې له نورو علومو سره یو ځای د رامنځته شویو ستونزو مخه ونیسي او هغه حل کړي. چاغښت چې اوس په یوې نړیوالې روغتیايي ستونزې په بدلیدو ده له حده زیاتې تغذیې څخه رامنځته کیږي او له چاغښت سره تړلو (NCD) امراضو باندې د اخته کېدو ګواښ په پرمختللو هېوادونو او مخ پر ودې هېوادونو کې مخ پر پراخېدو دی.

دغه راز له حد کمې تغذیې له امله خوارځواکي رامنځته کیږي، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې یې فقیرې ټولنې ډېرې اغېزمنې او زیانمنې کړي دي او له بده مرغه زموږ ستاسو هېواد کې هم د ټولنې ډیری بې وزله طبقه له دې ستونزې کړیږي.

د تغذیې په دې دواړو حالتونو مې په تېرو مقالو کې بشپړه روښانتیا اچولې، چې اړتیا سره سم به بیا هم راتلونکي کې معلومات وړاندې کړم.

د خوړو وېشنې هرم:

د (USDA) له نظره د خوړو ډلبندي په شپږو لویو ګروپونو شوې ده چې دا وېشنه د یو هرم په ډول د انسانانو اړتیا سره سم تنظیم شوې ده.

لومړۍ ډله یا ګروپ غله جات دي چې غنم او اړوند خوراک توکي پکې شامل دي، دویم ګروپ د سبزیجاتو دی چې د فایبر په ګډون د اړتیا وړ مغذي موادو درلودونکي دي، درېیم ګروپ یا ډله کې مېوې دي چې شته مغذي موادو ته یې انسان اړتیا لري، څلورم ګروپ کې بیا غوښه شامله ده چې د څارویو، مرغانو او کبانو غوښې پکې شاملې دي، پنځمه ډله لبنیات او د شیدو محصولات دي، شپږم ګروپ کې تیل او غوړي او خواږه شامل دي.

د تغذیې په اړه د لومړنۍ پېژندنې دې لنډې مقالې لمن همدلته رانغاړم، ان شالله چې راتلونکو لیکنو کې به د تغذيې اړوند موضوعات هر یو په تفصیل سره روښانه کړم.

My medical social awareness information YouTube channel:

https://www.youtube.com/@Roghtia-ny5dv/about

3 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    ورور بختیال حبیب الله ،ځوان انستیزست او فارمسیست صاحب !ډیره ښه ،پوهنیزه او هر اړخیزه لیکنه ده مڼنه او د لا زیاتو لیکنو په هیله دې بریالی اوسې!
    صرف دوه وړو ټکو ته ، د لیکنې لوستلو وخت کښې متوجه شوم:
    ۱-که په اصطلحآتو لړۍ تعریف کې دې د ( غذايي رژیم یا ډایټ Diet)کلمه هم واضحه کړېوای؟!
    ۲-د خوړو ویشنې هرم کې ، فکر کوم د اوبو برخه هیره شوېده چې تر ټولو مهم حیاتي جز ده!!
    خدای وکړي په دې یادونه خپه نه شې او په پای کې هغه مشهور آیت اود حدیث تاکید تکراروم:
    (( کُلوا و اشرَبوا ، و لا تُسرِفوا…) ،صدق الله العظيم

  2. د ښاغلی فارمسست او انستیزیست بختیال صاحب څخه ډیره مننه چه د خوړو په باره کی یی ګټور معلومات لیکلی دی.

    په ډیری بخشنی سره:
    ښاغلی داکتر زړور ساپی صاحب ستاسی ګټوره تبصره هم پرځای ده، خو فکر کووم چه بختیال صاخب د خوړو ویشنی هرم کی تنها په خوړو بحث کړیدی، نه په څښلو(اوبو)، تنفس او هوا(اکسجن)، لمر او د ژوند نورو برخو …
    ستاسی محترم خبری سره زه موافق یم چه اوبه تر ټولو حیاتی جز دی. د انسان د وجود دری برخی اوبه تشکیلوی.
    الله ج دیی وکړی چه تاسو محترم هم ځما په تبصره خوابدی نشی.
    ځمونږ په کلی کی یو غیر نورمال سړی وه. هغه به ویل نعوذ بالله هر څه خدای کوی خو شولی اوبه کوی. اګر چه دغی سړی به زیادتره وخت په دغه خبره د کلیوالو لخوا ډبول او وهل هم خوړل.
    په درناوی

  3. سلام علیکم،
    ښاغلی ورور قاسم خان! مڼنه له یادونې دې
    ما څه موده مخکې همدې هرم ته ورته لیدلی و چې په بیز یا قاعده کې ېې ۸ګیلاسه اوبه رسم کړې وې څه نا څه ۲-۲،۵ لیټره اوبه یو انسان په ۲۴ساعته کې نورمال غذايي رژیم سره ضرورت لري!او مونږ تاسې له هرې خوا اوهر ډاکټر صاحب له خولې اوتوصيې همدا اورو ،لولو او تجربی کوو!!+۶ګروپه نوره غذا..
    بل دا چې دبختیال په لیکنه کې مایع او جامد خواړه یاد شوي! زما په نظر مایعات له اوبونیولې تر شودو، جوسونو،سوپونو، کولا او چای او … ټول ډیري له اوبو جوړ دي؛
    د تداوي برخه کې شربتونه، سیرومونه ، د وینې اجزا ؛د پیپ له لیارې مایع مواد …ټول اوبو ته ضرورت لري
    په پای کې غواړم ووایم چې الله تعالی هر شی له اوبو ژوندي کړي ؛او دا چې د ۱۲۰ عناصرو له ترکیب نه ېې څومره ځانداران خلق کړي او روح په کې ځای په ځای کړی او کوي ؛زمونږ له قاصر عقل او فکر څخه ډیر پورته خبر ده.
    قاسم خانه! زه ستا په یاد داشت خفه نه بلکه خوشحاله شوم ؛ صرف څه مې چې لازم ګڼل ولیکل!!.درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب