چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد ټیلګرام موسس په لومړنۍ مرکه کې وویل، کاروونکي یې په زیاتېدو...

د ټیلګرام موسس په لومړنۍ مرکه کې وویل، کاروونکي یې په زیاتېدو دي

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) د ټیلګرام بنسټګر په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل چې نن سبا یوازې ځینې حکومتونه نه بلکې ګوګل او اپل هم د بیان د ازادۍ اصلي مخنیوونکي دي.

پاول دوروف، چې د ټیلګرام له تاسیسه راوروسته یې له هیڅ رسنۍ سره مرکه نه وه کړې، تازه له رسنیو سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې تر یوه کال پورې به د ټیلګرام د کاروونکو میاشتنی شمېر یو میلیارد تنو ته ورسیږي.

ده وویل، د ټیلګرام د فعالو کاروونکو دایره داسې پراخیږي لکه اور چې په وچ ځنګل کې پراخیږي.

ده اټکل وکړ چې د ټیلګرام د کتونکو اوسنی شمېر، چې په میاشت کې ۹۰۰ میلیون تنه دی، د کال تر پایه به تر یو میلیارد واوړي.

۳۹ کلن پاول دروف د روسیې میلیاردر دی خو په دوبۍ کې اوسي.

ده د بریتانیا له فاینشنل ټایمز او دوو امریکايي خبریالانو سره مرکې کړي چې پرون (چهارشنبې) خپرې شوې.

ښاغلی دوروف وايي چې په ځلونو د بیان د ازادۍ او د اعتراضونو د خپرولو په خاطر تر فشار لاندې راوستل شوی دی.

ڼیلګرام ۹ کاله پخوا په چین کې منع شو. په ایران، پاکستان، تایلنډ، کیوبا او ځینو نورو هیوادونو کې هم منع دی خو د دغو هیوادونو اوسیدونکي یې د (وي پي این) او فلټرماتوونکي په وسیله کارولی شي.

د روسیې حکومت هم څلور کاله پخوا دوه کاله هڅه وکړه چې ټیلګرام بند کړي خو بالاخره له دې هڅې تېر شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب