چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد کاناډا په تاریخ کې د سترې غلا په تور څو تنه...

د کاناډا په تاریخ کې د سترې غلا په تور څو تنه ونیول شول

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) د کاناډا پولیسو د خپل هیواد په تاریخ کې د سرو زرو تر ټولو د سترې غلا په تړاو څو تنه نیولي او د ۹ تنو نورو د نیولو هڅه یې پیل کړې ده.

د ۲۰۲۳ د اپریل په ۱۷ مه د تورنتو د هوايي ډګر له ګودامه د سرو زرو تر ۶۵۰ ډېرې خښتې له میلیونونه ډالره نغدو پیسو سره غلا شوې.

د سروزرو د هرې خښتې وزن نژدې ۴۰۰ ګرامه وو.

دا سره زر او نغدې پیسې له سویس څخه په الوتکه کې کاناډا ته وړل شوي وو.

پولیسو هماغه مهال وویل چې یو تن د جعلي اسنادو په ښوولو د هوايي ډګر ګودام ته ننوتی و. او بیا یې پیسې او سره زر په یوه پنځه ټني کانتینر کې انتقال کړي وو.

ویل کېږي چې د سروزرو د غلا شویو خښتو ارزښت ۲۰ میلیون کاناډايي ډالره اټکل شوی چې دا د نړۍ تر ټولو ستره غلا ګڼل کېږي.

د کاناډا پولیس وايي چې تراوسه پورې یې د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت سره زر، چې غلو ورڅخه د لاس کرې جوړې کړې وې، موندلي دي.

پولیسو د سروزرو د ویلي کولو او قالب کولو څو دېګونه هم موندلي دي.

د پولیسو په وینا له مشکوکو غلو سره یې ۶۵ تمانچې هم کشف کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب