چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو پر واخان کوریدور...

د چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو پر واخان کوریدور خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) په افغانستان کې د واکمن رژیم استازو په پیکینګ کې له چینايي چارواکو سره د واخان دهلېز د اهمیت او دواړو هیوادونو ته د دې لارې د ګټو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي پر خپله ایکسپاڼه ګښلي چې په دې اړه خبرې د دوو هیوادونو د باندنیو چارو وزارتونو د سیاسي څانګو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې د رابطې د میکانیزمونو په درېیمه ناسته کې وشوې.

د بلخي په وینا دواړو خواوو د واخان کوریدور د پرانستو پر امکاناتو او ګټو خبرې وکړې.

طالب چارواکي وايي چې د واخان سړک ډېره برخه یې جوړه کړې او سخت کار پرې روان دی چې ژر بشپړ شي خو څرګنده نه ده چې ایا چین هم لېوالتیا لري چې له دې لارې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه وکړي او که نه.

ویل کېږي چې چین اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې به ایغور بیلتون غوښتونکي ورواوړي او امنیتي ستونزې به پېښې کړي. خو طالب چارواکي چین ته پر له پسې ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیڅ هیواد ته ستونزه نه پېښېږي.

د افغانستان بدخشان ولایت د چین له سنګیانګ یا شینجین ایالت سره پوله لري.

تراوسه پورې چین د افغانستان تر پولې پورې داسي کوم سړک نه دی جوړ کړی چې د سوداګري راکړې ورکړې لپاره مناسب وي. له بلې خوا په پوله کې ګمرکي تاسیسات هم نه لري.

په همدې حال کې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د طالبانو او د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي څانګو استازو ترمنځ د چین په بیجینګ کې پر بشري مرستو، راستنېدونکو کډوالو، د زړه ناروغیو د درملنې پر بیا پیل، د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د انارو پر صادراتو، سکالرشپونو او د واخان کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو خبرې شوي دي.

طالب چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي چې چین د واخان له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ پیلولو ته تیار دی او که نه دی. د چین د موافقې په صورت کې د پاکستان پر لارو د افغانستان اتکا نوره هم کمیږي او له بلې خوا د افغانستان د میوو او نورو محصولاتو صادرات زیاتېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب