Homeادبلنډه کیسهعقیده (لنډه کیسه) صفیه وردک

عقیده (لنډه کیسه) صفیه وردک

–  چې ژمي وي لمر شي او جنازه غټه وي، نور نو مړی څه غواړي.
د انا خړبخونه پیچکه لمر ته وبرېښېده.سترګې يې وړې راښکاره شوې.وروځې ببرې، لکه د پولو شاوخوا نا رېبل شوي واښه. د جاینماز یوه ژۍ يې واړوله
–  تابوت يې د یوویشت تنو پر اوږو و.
–  بختوره وه.
–   وصیت يې د خپل مړي بدرګه و .
– عجیبه ښځه وه.
–  د جسم بدرګه روح ته څه فایده لري ?
–  بچۍ روح او جسم یو بل پورې تړلي.
–  چې مړه شوو روح له تنه بېلېږي.
 جایمناز یې ټول کړ.له جېبه يې تسپې را وایستې د لرګي رنګ يې اوښتی و.
 –   که تن عذاب ولید روح نارامېږي.
له لرې نږدې د آذانونو یو ځای غږونه پورته شول، څو غږه یو بل سره ګډ وو نه سهي کېدل .تسپې يې جېب ته کړې، مخ  قبلې ته يې لاسونه لپه کړل:
 –   خدای دې وبخښي .
۲۰۲۰ د جنوري لومړۍ نېټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...