دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزد ښې ماندینې یوولس ځانګړنې

د ښې ماندینې یوولس ځانګړنې

ژباړن: عبدالحنان آرمل

هیڅ انسان پوره نه دی خو د یوې ښې ښځې موندل د هغې د نیمګرتیاوو سره سره، په دې مانا ده چې تاسو یو ښه او غوره شخص د ځان له پاره پیدا کړی دی. د یوې ښې ښځې او میرمنې د پېژندنې او تعریف له پاره هیڅ ډول دقیق معیار شته. همدارنګه تر ځوانۍ پورې چې کله تاسو کوم مناسبات له یوې ښځې سره پالئ ښایې تاسو دا تشخیص نه کړی چې دا ښځه به مو د ژوند شریکه واوسي.

په هر صورت، تاسو به یو څه څرګندې او نازکې ځانګړنې (نښې نښانې) وګورئ او تاسوته به څرګنده شې چې ګوندې له دغې نجلۍ سره اوسیدل مې په ژوند کې غوره ټاکنه واوسي. دلته ځیني  ځانګړنې شته چې ښيې دغه، یوه ښه ښځه او میرمن ده.

دلته د یوې ښې ښځې او میرمنې یوولس ځانګړنې شته دي.

هیڅ سړی نشي بریالی کیدای پرته له دې چې تر شا یې یوه ښه ښځه شتون ونه لري دا به مور یا میرمن وي او که چېرې دواړې وې بیا نو بې له شکه دا سړی دوه چنده بختور دی.

هیرُوْلْډ میکمِلن

  1. هغه تاته زړه درکوي (تشویقوي دي) چې غوره شخص شي.

یوه ښه ښځه او میرمن تاسوته مثبت ځواک او انرژي درکوي تر څو ته د دې احساس وکړي چې زه د هر ډول کار د سرته رسولو وړ او لایق یم. سره له دې چې مجبوره وي هم نه او پر ځای یې؛ له تاسره د موخو او خوبونو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.

د شخصي اړیکو په ژورنال کې یوه څیړنه موندل شوې او په کې لیدل کېږي چې جوړې (میړه او ښځه) څنګه پخپله د شخص پر احساس تاثیر اچوي.

ظاهراً انسانان یو ذاتي خوی لري چې د خپلو ځانونو د پرمختګ په نیت له نورو انسانانو سره اړیکې ټینګوي. دا نه یوازې؛ ستاسو د ژوند د شریک؛ د مثبتو ځانګړتیاوو د پېژندلو په اړه ده بلکې دا ځانګړتیاوې هم په ځان کې رانغاړي.

د بېلګې په ډول، که چېرې تاسو له یوه سخي سړي سره تړاو لري نو احتمالاً به له تاسو هم یو سخي سړی جوړېږي.

په سالمه او روغه اړیکه کې دوه نفره خوښ وي ځکه چې د یو بل غوره خویونه او ځانګړتیاوې په خپلو ځانونو باندې تطبیق او عملي کوي. یوه ښه ښځه او میرمن پوهېږي چې څنګه منفي خویونه او ځانګړتیاوې مهم ونه ګڼي او کم ارزښت ورکړي او په ځان کې د سمونې بهیر ګړندی او چټګ کړي.

د څیړنو له نظره ښه ښځه او میرمن هغه ده چې له تا سره د یو بد عادت په ماتولو کې مرسته او کومک وکړي یا هغه څرنګوالی (کیفیتونه) چې د ژوند موخه نه وي را ټیټ کړي.

  1. ښه ښځه او میرمن ستاسو توپیرونه درک او پېژني.

ښه ښځه او میرمن به هيڅکله ځان  له هغې موضوع او ستونزې څخه بهر نه کړي کوم چې تاسو ورسره لاس او ګریوان یاست.  هغه به د ځان په اړه وضاحت او سپیناوی وکړي څو هر ډول ناسم پوهاوی څرګند شي. نور لا څه غواړئ! هغه به هيڅکله خپل فکرونه او نظریې په تاسو باندې تحمیل نه کړي.

هغه به درته ووایې چې په څه ډول منطقي فکر سره پرمخ ولاړه شي خو د دې په تمه به هم نه وي چې تاسو دې تل ورسره موافق او همغږي واوسئ. ښه ښځه او میرمن به همیشه ستاسو نظرته احترام او درناوی ولري هغه پوهېږي چې په یوه سالمه او روغه اړیکه کې خامخا یو ځای نه یو ځای د نظر توپیر موجود وي.

  1. ښه ښځه او میرمن ستاسو ستره مینه واله (علاقمنده.وي.

کله چې د علاقې او مینې خبره کېږي هغه کیدای شي له خپلې مینې سره برابره یا تر دې لوړه ستاسو غوره ملګرې واوسي. هغه تل تاسو هڅوي چې خپلو مخوخو ته ورسېږئ او هم به ستاسو لاسته رواړنې له نورو سره شریکوي. دا ډول نجونې ستاسو له پاره د ښه چانس په راتلو سره تر تاسو ډېرې خوشاله، په شور او ولولو کې وي. کله چې تاسو ترفیع کوئ یا په یوه برخه کې مهم پرمختګ لمانځئ  نو هغه به ستاسو له پاره میلمستیا برابره کړې.

په هر صورت څنګه چې هغه ستاسو یوه ستر ه مینه واله (علاقمنده) ده؛  ترڅنګ یې یوه هوښیاره کره کتونکې (نقاده) هم ده. که چېرې په رښتیا سره تاسو داسې یو څوک ولرئ چې ستاسو د هوساینې په لټه کې وي نو دغه څیزونه به اصولي ډول ممکن دي. ښه ښځه او میرمن به د غلطیو د سمولو په خاطر تاسو ته رښتنی خبر درکړي کوم چې اوریدل یې ځیني وخت ښایې خوږمن واوسي. په هرصورت په یاد ولرئ چې هغه یوازې ټاکونکې ده ځکه پوهېږي چې تاسو ځان سمولی او لا ښه کولی شئ.

  1. ښه ښځه او میرمن تاسو چمتو کوي چې ورسره د نیکمرغۍ احساس وکړئ.

د ښې ښځې او میرمنې د مثبتې انرژۍ له امله تاسو احساسوئ چې یو ملیونر یاست ځکه د ټولو نارینه وو له منځه یې تاسو انتخاب کړي یاست. د دې له پاره چې ښه ښځه او میرمن غواړي ستاسو په څنګ کې واوسي نو ځینې وختونه به بیا تاسو خپل ځانونه په داسې یو حالت کې ومومئ چې هیڅ باور مو ونشي 

ښه ښځه هغه ده چې نه یوازې له امله یې تاسو د نیکمرغۍ احساس کوئ بلکې تاسو ته په ژوند کې د یوه سوکاله مقام غوښتونکې هم ده.

حتی کله چې مو په منځ کې د مینې اړیکه مړاوي هم شي تاسو به له ښې ښځې او میرمنې سره د نیکمرغۍ احساس کوئ ځکه چې  ډېری اړیکې په پایله کې بیرته را ټوکېږي.

دا ځکه چې ښه ښځه او میرمن له تاسو سره مرسته کوي چې په مثبتو څیزونو باندې تمرکز او پام وکړئ.

  1. ښه ښځه او میرمن ستاسو په اړیکو باندې بې باوره نه وي.

ښه ښځه او میرمن که چېرې ستاسو خبرې یا ښې اړیکې له کومې همکارې سره واوري او وویني نو په اسانۍ سره حسادت او حسد نه کوي. هغه ستاسو د ژوند ټولو اړخونو ته درناوی لري او په ګډه یې در سره پر مخ وړي. 

ښه ښځه او میرمن د دې هڅه نه کوي چې تاسو له دې کار څخه لرې وساتي بلکې په رښتیني توګه غواړي  له تاسو سره یې شریک هم کړي. همداسې هغه بې له دې چې جنسیت په پام کې ونیسي کوښښ کوي له هغو خلکو سره پېژندګلوي ولري کوم چې تاسو ورسره په ټولنیز ډول اړیکې لرئ.

دا ډول ښځه د زړه له تله ستاسو په وفادارۍ او رښتینولۍ پوهېږي او په شریک ژوند کې هیڅکله پر تاسو خپل باور له لاسه نه ورکوي. ښه ښځه او میرمن دومره ډارنه (ترس اور) نه وې چې هرومرو باید ستاسو ګرځنده ټلیفون، برېښنالیکونه او د ټولنیزو رسنیو حسابونه وګوري.

  1. یوه ښځه او میرمن به هغه څه سرته ونه رسوي چې په تاسو کې د کینې او کست احساس پیدا شي.

ښه ښځه او میرمن داسې کوم شوم پلان نه لري او نه داسې څوک ده چې له تاسو سره یوازي په دې خاطر لوبه وکړي چې موخه یې ستاسو د کینې او کست را پارول واوسي. هغه پوهيږي چې په رښتینیو او صادقانه اړیکو کې هیڅ چلونه او د باور کمولو لوبې نشي ځایدلی ځکه هغه ستاسو په ژوند کې د خپل ځای په اړه ډاډه ده. هغه به ستاسو د پام راړولو له پاره په ټګي برګي او چل ول لاس نه پورې کوي.

د ټولنیزو او شخصي اړیکو په ژورنال کې د یوې مطالعې له مخې؛ کست او حسد؛ په حقیقت کې په یوه اړیکه کې  د خپګان او شخړې یو عام ښکاره ډول دی.

یوه ښه ښځه او میرمن به ستاسو احساساتي حالت تر هغه اداره او کنترول نه کړي تر څو چې له تاسو څخه غبرګون او عکس العمل تر لاسه نه کړي. که چېرې هغه ستونزه ولري له تاسو سره کښینې او خبرې درسره کوي.

  1. ښه ښځه او میرمن خپلې موخې لري خو ستاسو اړیکو ته د یو ټیم (ډلې) په څیر درناوی کوي.

ستاسو د ملاتړ او هڅونې سربیره ښه ښځه او میرمن په خپل ژوند کې موخې لري او پوهېږي د هغوی د لاسته راوړلو له پاره باید څه وکړي. د هغې ښه نفوذ او اغیز کولی شي تاسې هوښیار او متمرکز وساتي. ښځه تاسو ته ټیکاو در کوي او تاسو له هغې سره د یوه ټیم د غړي او شریک ژوند د ملګري په حیث ملتیا لرئ. تاسو کولی شئ ننګونې حل ؛په ګډه او يو ځای پر مخ یوسئ.

  • د کورنۍ تیوري او بیا څیړنې په ژورنال کې ؛د یوې مطالعې له مخې؛  جوړه (خاونداو میرمن) په اسانۍ سره کولی شي له انفرادي فکر څخه تیر شي څو په پایله کې د یوه ټیم په توګه اوږد مهاله اړیکې ولري.
  •  هغوی په ګډه خپله انرژي د هغو څیزونو په تر سره کولو مصرفوي چې اړیکې یې نورې هم سمون وخوري؛ حتی که چېرې دوی فردي موخې او خوبونه هم ولري. 
  • هغوی په مکرر ډول خپلې اړیکې تر بحث او ارزونې لاندې نیسي چې دوی چېرې دي؟ چېرې ځي؟ او کومې ستونزې دي چې دوی یې باید حل و فصل کړي.
  1. ښه ښځه او میرمن تاسو ته د وخت درکوي.

ښه ښځه او میرمن به نه تاسو په فکر کې ډوب کړي او نه به مو خپه کړي. هغه به ټول وخت په تاسو باندې متکي (تکیه) وي. هغه تاسو ته د خپلو ګټو د تعقیب له پاره وخت درکوي. هغه تاسو ته اجازه درکوي چې په خپل ژوند کې نورو شیانو ته هم پاملرنه وکړئ.

د بېلګې په توګه، هغه تاسو ته اجازه درکوي چې له هلکانو سره د شپې له کوره بهر ولاړ شئ او که چېرې لږ ناوخته کورته را هم شئ نو لویه ستونزه به ترې جوړه نه کړي. ښه ښځه او میرمن له دې سره مینه لري چې تاسو د خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ یا د هغې پرته د کار له پاره سفر وکړئ. ښه ښځه او میرمن چې کله تاسو ته وخت درکوي له دې څخه اندیښنه نه لري چې تاسو به ورڅخه بېل او جلا شئ.

په شریک ژوند کې یو له بل سره وخت تېرول مهم دی خو البته ښه ښځه او میرمن وایې که د پرمختګ او ودې له پاره یو له بل څخه کافي اجازه (د وخت ازادي) ولرو کرار کرار به په غوره خلکو باندې بدل شو. په داسې حال کې چې دغه تعادل ته د رسیدلو له پاره مناسب او بشپړ فرمول  شتون نه لري. پوهېږئ تاسو همدا اوس د هغه څه په کولو بوخت یاست یعني ؛که چېرې احساسوئ چې ژوند ښه دی؛ په دغه حال کې به تاسو د خپل ژوند له شریک سره یاست او یا به نه یاست.

  1. ښه ښځه او میرمن د فزیکي (جسمي) ګرانښت په اهمیت باندې پوهېږي.

کله چې تاسو دواړه ( خاوند او میرمن) په ورځنیو کارونو بوخت یاست او د ډېر اوږد وخت له پاره په دغه اړیکه کې یاست نو د فزیکي ګرانښت څخه سترګې پټول اسانه دی خو ښه ښځه او میرمن پوهېږي چې د مناسباتو او اړیکو له پاره فزیکي ګرانښت ډېر مهم دی. هغه به د زړه راښکونکو شیانو د ساتنې له پاره وخت په وخت د یو نوي کار په ازمایلو سره  هڅه او کوښښ وکړي.

د جنسي څېړنې په ژورنال کې یوې مطالعې څرګنده کړې چې په ښه او اوږدمهاله اړیکو کې خلک د یو بل څخه کم خواهش نه لري.

  • د دوی د بوخت ژوند سره سره، هغوی بیا هم مجذوب پاتې دي او په عاطفي ډول  یو بل سره ژور تړاو لري.
  • همدا راز هغوی په لفظي او غیر لفظي اړیکو کې ښه نظم لري.

ماهرین وایې هغه جوړې (خاوند او میرمن) چې یوه شیبه د خوښۍ او ساعت تېرولو له پاره سره یو ځای شوې وې؛ په حقیقت کې ښایې دا یو غوره نظر واوسي تر څو د فزیکي ګرانښت له پاره مهال ویش جوړ کړي؛ او هم د خوب په خونه کې د امید او جوش په رامنځته  کولو کې ممکن مرسته او کومک وکړي؛ په دې توګه د لا سالمو اړیکو اړخ قوي کېږي.

  1. ښه ښځه او میرمن ستاسو له کورنۍ او ملګرو سره ښې اړیکې لري.

 ښه ښځه او میرمن حتی مخکې له دې چې له تاسو سره يې لیده کاته شوي وي له هغو خلکوته سره ښې اړیکې پالي کوم چې له تاسو سره له پخوا اشنا او بلد دي. هغه د خپل مثبت او مینه ناک شخصیت په خاطر ستاسو په کورنۍ او ملګرو باندې ګرانه وې.

ښه ښځه او میرمن هغه څوک نه ده چې ستاسو مثبت شخصیت ستاسو په ژوند کې له پورتنیو خلکو سره خراب کړي. همدا راز هغه ستاسو له پاره د برابرو اړیکو لرل چې له دې یا هغوی سره یې باید ولرئ نه سختوي. هغه به تاسو له خپلې کورنۍ او ملګرو څخه لرې او بېل نه کړي. ستاسو کورنۍ د هغې له دې نظر سره چې وایې په خاص وختونو کې باید سره یو ځای واوسو مینه لري ځکه هغوی د هغې په څنګ کې د هوساتوب احساس کوي.

تاسو لیوالتیا او ویاړ درلود چې هغه مو د لومړي ځل له پاره خپلې کورنۍ ته ور وپېژانده. تاسو هيڅ ویره نه درلوده ځکه پوهیدئ چې ستاسو کورنۍ به تر خپل اغیز لاندې راولي او په اسانۍ سره به له هغوی سره اړیکه پیدا کړي.

  1. يوه ښه ښځه او میرمن هیڅکله له تاسو د یوې نامناسبې (نامعقولې) اړیکې تمه نه کوي 

یوه ښه ښځه او میرمن هيڅ وخت د نامعقولو اړیکو د لرلو تمه نه کوي ځکه چې دا ډول ښځې او میرمنې له حده لوړې غوښتنې نه لري. همدا راز هغه پوهېږي چې تاسو د هغې د خوشاله ساتلو مسئول نه یاست. البته تاسو هغه خوشاله ساتئ ځکه چې دا دیوې ښې اړیکې د موجودیت سلیقه او نښه ده. هغه به تاسو ملامت نه کړي کله چې مو په اړیکو کې ناسم شیان پیښ شي.

د یوې ښې ښځې او میرمنې د نښو په اړه وروستی فکر او ارزونه.

تاسو اړتیا نه لرئ چې د ټول وخت له پاره د اړیکو جوړولو په پار د یوې بشپړې ښځې په لټه کې شئ. په داسې حال کې چې ځینې پورتنۍ ځانګړنې ممکن د عمومي کیدو په څیر وبریښي. مطالعې دا ثابتوي چې تاسو په ملګرتیا کې یوه ښه نجلۍ لرئ. که یوه ښځه دا ډول ځانګړتیاوې ولري نو تاسو پوهېږئ چې هغه ستاسو د ژوند ښه ملګرې او ساتونکې ده.

په پای کې، یوه ښځه به تل د خپل ملګري مثبته انرژي خړوبه او تغذیه کړي ؛که تاسو هم له هغې سره ښه واوسئ؛ نو ستاسې اړیکه به کار ورکړي او یو بل ته به ژمن پاتې شئ.

درک کړئ چې په دغو اړیکو کې دوه نفره شامل دي کوم چې هره ورځ د خپلې مینې د قوي کیدلو له پاره هڅه کوي. دا امر بشپړې ژمنې او تذکیې ته اړتیا لري. دا د ساعتري کومه لوبه نه ده چې موږ یې د تفریح په موخه استفاده کړو. نو حتی که تاسو له سمې نجلۍ سره لیدلي هم وي باید لاهم د هغه څه کولو ته دوام ورکړئ چې ورته اړتیا لرئ تر څو په ژوند کې د راتلونکو ننګونو څخه بچ شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب