Homeداسې هم شتهساینسپه امریکا کې د لومړني هایپرلوپ قرارداد وشو

په امریکا کې د لومړني هایپرلوپ قرارداد وشو

تاند- په امریکا کې یوې کمپنۍ د ایالتونو ترمنځ د لومړني هایپرلوپ د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.

هایپرلوپ هغه ټیوب دی چې په منځ کې یې رېلګاډی د الوتکې په شان په خورا زیات سرعت تګ راتګ کولی شي.

د (هایپرلوپ ترانسپورتېشن ټکنالوجي کمپنۍ) په امریکا کې د دغه هایپرلوپ د جوړولو قرارداد اخیستی دی.

دا کمپنۍ به د امریکا د ایالتونو ترمنځ د هایپرلوپ د جوړولو سروې وکړي.

دغه شرکت د ایلونای ایالت د ترانسپورت له ادارې او د اوهایو د شمالي سیمې د همږغۍ له ریاست سره قرارداد لاسلیک کړی دی.

دا هایپرلوپ به ښايي د کلیولنډ او شیکاګو ښارونو ترمنځ جوړ شي.

د دغه هایپرلوپ د جوړېدو په نتیجه کې به د دغو دوو ښارونو ترمنځ ۵ ساعته سفر، چې ۳۱۳ مایله دی، ۲۸ دقیقو ته رالنډ شي.

په ډېرو ځایونو کې به د هایپرلوپ ټیوب تر مځکې لاندې جوړ شي.

قوانین، د مځکو استملاک او رانیول هغه ستونزې دي چې حاضردمه د هایپرلوپ ترانسپورتېشن ټکنالوجي کمپنۍ یې د حل کولو هڅه کوي.

په ۲۰۱۵ م کال د ټیسلا کمپنۍ خاوند کاناډايي الاصله پانګوال ایلان مسک د واشنګټن او نیویارک ترمنځ تر ټولو د اوږده هایپرلوپ تونل د جوړولو اعلان وکړ.

هایپرلوپ څه شی دی؟

په لاندې ویدیو کې یې ووینئ چې د راتلونکي وخت اصلي ترانسپورتي وسیله به وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...