دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېدرید سلیماني پر وژلو بیلابیل غبرګونه| سیدعبیدالله نادر

د سلیماني پر وژلو بیلابیل غبرګونه| سیدعبیدالله نادر

د ایران د قدس ځواک د قوماندان سلیماني وژل او یا زموږ رهبران د چلو صافه ایستل.

په دې څو ورځو کې د ایران د پوځ مشر د سلیماني په وژلو د امریکا په لا س یو لړ غبرګونونه او تبصری د بیلو بیلو خلکو له خوا شوي چې یو څه یې لوستونکو ته وړاندی کوم ،

قدرمنو نجیب ننګیال او مجید قرار شریک کړي دي ،

(ملا هیبت الله فکر کوي چې ما نه شي وژلی او ملاعباس د قطر امریکایي اډې په پنځوس متری کې د فتحي خوبونه ویني ،سړیه ! امریکا مو نه وژني ، که تاسي ختم کړي بیا دغسي خره نور نه پیدا کیږي ،چې د مسلمانانو وطنونه پرې وران کړي ،کدرونه یې ووژني ، ځمکي یې شاړي کړي ،او مهاجرتونو ته یې داسي اړ کړي ،چې ماشومان یې د سمندرونو ماهیان وخوري ، که وغواړي تاسي ووژني نو د قاسم سلیمانی نه ستاسو نه امنیت او نه مو حرکات او سکنات ځیني پټ دي ،خو د سړي ځامن شئ ،خپل وطن مه نړوئ ،له زورورو سره ښکر مه جنګوئ ، هر هغه جنګ ته کښیوتل چې انجام او نتیجه یې معلوم ستا شکست وي ، حماقت دی)

د افغان داجراییه مشر عبدالله عبدالله په یوه اعلا میه کې داسي وییلي :

( د نن ګهیځ پر هغه پیښه چې قاسم سلیمانی او ملګري یې په کې ووژل شول خواشینی یم د نوموړی کورنۍ او د ایران خلکو ته تسلیت وایم )

همدا رنګه پخواني ولسمشر حامد کرزی د ښاغلي سلسماني وژنه غندلي او دا کار یې د نړۍ والو اصولو او سیمه کې د سولي او ثبات خلاف ګڼلی ،

د ولسي جرګي پخواني غړي لطیف پدرام د قاسم سلیمانی وژنه حکومتی ترهګري بللي ،

همدا رنګه عصمت قانع په یوه پیام کې لیکلي دي ،(که سړی اوس طالب ته ووایي ، چې طالبه آمامریکا په بغداد کې د ایران تر ټولو لوی سر لښکر وژلای شي ، خو تا په دوحه کې ساتي، ځکه له تا سره غیبی لښکر ملګری وي، وه قربانه، ته زورور نه یې یو ابزاري ټریکټر یې چې آمریکا خپله شودیاره درباندی قلبه کوي ،کلیمه ووایه پر ځان دي چف کړه خپل خلک مه وژنه .

او بیا سیدا ګل شینواري په خپله پاڼي کې داسي لیکلي : عزیزانو طالبان قاسم سلیمانی خپل د ابی ځوی ګڼي او یایي (وایي) چې دا زمونږ ملی شهید دی ،

بیا زمونږ زړور جنرال تادین خان اڅکزی داسي لیکلي :

په عراق کې هلاک شوی ایرانی جنرال قاسم سلیماني نه یواځي بین المللی تروریست وو ،بلکه په افغانستان کې هم په وحشتونو کې ښکیل وو ،هغه په افغانستان کې د زرګونو ښځو ځوانانو او سر تیرو د شهادت عامل شوی وو ،او که ژوند ته پریښودل شوي وای ،ممکن په افغانستان کې د نورو وحشتونو لامل شوای وای ،ډیر متأسف یم چې زمونږ سیاسیون د ملت له فکره پرخلاف هغه ته د ستاینې القاب کار کړي ،

بیا قدرمن نجیم شینواري لیکلي دي :

لومړی چې امریکا څوک دښمن وبولي، که د ایران په شان د یوه ځواکمن پوځ مشر هم شي، داسي یې دَل دَل کولی شي ….. نو مانا هغه کسان چې ځانونو ته د امریکا سرسخته دښمنان وايي، او ۱۷ کاله د امریکا ضد جهاد دعوه هم کوي، لکه ګلبدین صیب، نو هغه یې نه شو وژلی؟ حال دا چې ګلبدین ډیر عادی ساده او آسانه هدف و خو یو ویښته یې ضایع نه شو، که څه هم د سترو سترو طااقتونو د دښمنۍ دعوه هم کوي ،!! داسي د نورو حال آمریکا هغوي نه وژني چې زمونږ هیواد ته شر وي، او بهر ته رهبر!!!

بیا محترم محمد مهدی د آریانا د دانشنامی له قوله لیکلي :(در پی کشته شدن قاسم سلیماني افشا شد ،که سپا پاسداران ایران از دوران طالبان جبهه متحد شمال را حمایت مالي و نظامی میکرد ،و در کنفرانس بن هم ازین ګروه در افغانستان پشتیبانی می نمود، و در انتخابات اخیر نیز از داکتر عبدالله عبدالله حمایت جدی میکرد،

بیا قدرمن نذیر زاهد د افغانستان ځوانان له قوله داسي لیکلي ډي :

د ایران د استخباراتو ارشد غړي قاسم سلیماني د وژل کیدو په هکله مطبوعاتي اعلامیه!

قاسم سلیماني د افغانستان او بلخصوص د مسلمانې نړۍ د جګړو او کشمکشونو اصلي طراح، د قبیلوي او مذهبي جګړو متخصص او د فاطیمیون لښکر مشر چې د تیرې جمعې په شپه د عراق په هوائي ډګر کې د امریکې متحده آیالاتو له لوري په یوه برید کې ووژل شو زموږ د هرکلي وړ وګرځيده، هر هغه شخص یا ګروپ چې د خپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې د نفاق اور بلوي باید مخه یې ونیول شي او یا هم ووژل شي، دغه شخص چې د افغانستان په جګړو کې یې مستقیم دخالت درلود او د مذهبي شخړو له امله یې زمونږ په هیواد کې د ایران د ګټو لپاره هلې ځلې کولې او غوښتل یې چې په افغانستان کې د نفاق اور بل وساتي چې هدف ته د رسیدو څخه مخکې ووژل شو.

مونږ د امریکا متحده آیالاتو دغه کړنه د ستاینې وړ بولو او غوښتنه ورڅخه کوو چې دغو چارو ته دوام ورکړي او هر هغه شخص یا ګروپ چې غواړي په افغانستان کې خپلو نیابتي جګړو ته دوام ورکړي په نښه او له مینځه یې یوسي، د افغانستان بې ګناه افغانان د لویو قدرتونو د شخړو او زور ازمایو له امله هره ورځ په لسګونه کسان له لاسه ورکوي، افغانان د تیرو څلویښتو کلونو را پدیخوا د مذهبي او عقیدوي جګړو په واسطه وژل کیږي چې ګټې یې یوازې د سیمې هیوادونو ته رسیږي او افغانان یې یوازې قرباني شوي دي. مونږ تل د تروریزم سره د مبارزې په نامه قربانۍ ورکړي او تل مو دا غږ پورته کړی چې د تروریزم مرکزونه د افغانستان په داخل کې نه بلکې د افغانستان څخه بهر دي باید په نښه او له مینځه یوړل شي، د افغانستان سوله او ثبات تل د سیمه ایزو قدرتونو د کشمکشونو له امله تر ګواښ لاندې راغلي او هیڅ ډله نه غواړي چې د افغانستان په خاوره د سولې او ثبات بیرغ رپانده واوسي.

په داسې کشمکشونو کې د افغانستان حکومت باید بې طرفه پاتې شی او د لویو قدرتونو ترمینځ دې ځان د قربانۍ سمبول نه ګرځوي ځکه چې مونږ په ټوله کې ډيرې قربانۍ ورکړي او نور نه غواړو چې د نیابتي جګړو ښکار وګرځو.

تل دې وي افغانستان

ژوندي دې وي زمونږ امنیتي سرتیري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب