جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدا دردوونکی عکس د ۲۰۲۴ غوره عکس وګڼل شو

دا دردوونکی عکس د ۲۰۲۴ غوره عکس وګڼل شو

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) د ورلډ پریس فوټو بنسټ د رویټرز خبري اژانس د عکاس له لوري د دې فلسطینۍ ښځې عکس د ۲۰۲۴ کال تر ټولو ښه خبري عکس غوره کړ.

دا عکس د نړۍ د ۱۳۰ هیوادونو د ۳۸۰۰ عکاسانو د زرګونو عکسونو په منځ کې، چې د سږنۍ جایزې لپاره وړاندې شوي وو، غوره شو.

د رویټرز فوټو ژورنالیست محمد سالم د یوې ۳۶ کلنې فلسطینۍ ښځې، چې ایناس ابو معمر نومېږي عکس په داسي حال کې اخیستی چې په کفن کې پېچلی ماشوم یې په غېږ کې دی.

د رویټرز پر اساس، پنځه کلن ماشوم له خپلې مور او خور سره د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په خان یونس ښار کې د اسراییل په بمبارۍ کې وژل شوی و.

دا عکس پر غزې د اسراییل تر یرغل لس ورځې مخکې د خان یونس په روغتون کې اخیستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...