چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهحزب التحریر وايي، ویاند او یو شمېر غړي یې نیول شوي

حزب التحریر وايي، ویاند او یو شمېر غړي یې نیول شوي

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۹ مه) د حزب التحریر په نوم ډله وايي چې د ویاند په شمول یې یو شمېر غړي په وروستیو دوو میاشتو کې طالبانو نیولي دي.

دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی غړي د دعوت او د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره د فعالیت په خاطر نیول شوي دي.

د حزب التحریر په اړه ویل کېږي چې داعش ته ورته افکار لري. په پولو او د هیوادونو پر مځکنۍ بشپړتیا باور نه لري او غواړي چې ټول اسلامي هیوادونه د یوه خلافت تر چتر لاندې راټول کړي.

دې ډلې، چې عقاید یې سلفیانو ته ورته دي، همداراز ویلي چې ویندوی یې سیف الله مستنیر تازه نیول شوی دی.

حزب التحریر ډلې د طالبانو پر حکومت د انتقاد په ترڅ کې ویلي چې واکمن نظام د خیر لپاره د بلنې خنډ دی او باید د دوی نیولي کسان خوشي کړي.

حزب التحریر، چې په مذهب او جلا دولتونو باور نه لري او افغانستان د خپل خیالي خلافت یو ولایت ګڼي، همداراز ویلي چې په تېرو کلونو کې یې هم لسګونه کسان داعش ته د تبلیغ په تور په افغانستان کې نیول شوي دي.

حزب التحریر له کلونو راهسي له انترنیټ، چاپي رسالو، اوونیزو، پوهنتونونو او د جوماتونو له ممبرونو څخه په استفادې ځان ته تبلیغ کوي.

دې ډلې په پوهنتونونو کې نفوذ کړی او هڅه کوي چې استادان او محصلان ځان واړوي.

څرګنده نه ده چې څوک دا ډله تمویلوي. خو ویل کېږي چې په پاکستان او د سیمې په ځینو نورو هیوادونو کې هم څه نا څه پلویان لري.

1 COMMENT

  1. حزب التحریر د خلافت مفکوره لري. یانې دا ټول موجود اسلامي هیوادونه به یو هیواد جوړوي. دا خلک په خيال کې اوسي. ډیر کم عقله ښکاري. د پولو ړنګول ورته ټوقه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب