تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یوه لیک کې، د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو د پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او افغانستان ته یې د هغوی د جبري لېږد د درولو غوښتنه کړې ده.
د کانګرس غړو په لیک کې ټینګار کړی، چې په دې پلان کې شامل یو شمېر افغانان ښايي د هغو کسانو خپلوان وي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
هغوی خبرداری ورکړی، چې دغه کسان ښايي د خپلو یا د کورنیو د غړو د اړیکو له امله له امریکايي حکومت او ځواکونو سره، افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د غچ اخیستنې له خطر سره مخ شي.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې په پام کې ده په لویزیانا ایالت کې څه باندې ۱۵۰ نیول شوي افغان وګړي د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي او ښايي لومړۍ الوتنه یې د نومبر په دوهمه ترسره شي.
د دغه راپور له خپرېدو وروسته، د افغانستان د واکمنې ادارې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پاکستان ته د افغان وګړو د لېږد په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له واشنګټن څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې مسوولانه چلند وکړي.
دغه وزارت ویلي وو، چې کابل چمتو دی د موجودو واقعیتونو او د دواړو لورو مشروع ګټو ته په کتو له امریکا سره رغنده تعامل وکړي.
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی و چې درېیم هېوادونه باید د محدودو او لنډمهالو امتیازونو یا نورو ملاحظاتو په بدل کې د بل هېواد وګړي د معاملې او سیاسي چنې وهلو موضوع ونه ګرځوي.
د کانګرس غړو په خپل لیک کې د امریکا هغو حقوقي ژمنو ته هم اشاره کړې چې له مخې یې خلک هغو هېوادونو ته نه شي ستنول کېدای چې هلته د شکنجې له خطر سره مخ وي.
د کانګرس غړو له امریکايي حکومت څخه غوښتي، چې پاکستان ته هم روښانه کړي، چې واشنګټن افغانستان ته د دغو کسانو په ورپسې لېږد او طالبانو ته د هغوی په سپارلو کې د اسلاماباد همکاري نه مني.