تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) په ننګرهار ولایت کې په تېرو دوو ورځو کې د ډینګي تبې له امله دوو ځوانانو ژوند بایللی دی. په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د دې ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو خبره کوي او د مخنیوي لپاره یې د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کوي.
د ځايي سرچینو په وینا، یو ځوان د جلالاباد ښار او بل د مومند درې ولسوالۍ اوسېدونکی و. دواړو له څو اوونیو راهیسې په یوه ځايي روغتون کې د ساري ناروغیو په څانګه کې درملنه کوله، خو روغتیايي حالت یې خراب شوی او مړه شوي دي.
سرچینې وايي، یو ځوان د یکشنبې په ورځ، د نوومبر په لومړۍ نېټه او بل د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳۱مه، مړ شوی دی.
د دغو دوو ځوانانو مړینې د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي. هغوی وايي، په ټول ننګرهار کې د ډینګي تبې پېښې مخ په ډېرېدو دي، خو د عامې روغتیا په برخه کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روان اقدامات بسنه نه کوي. اوسېدونکو په دې ناروغۍ د لا زیاتو کسانو د اخته کېدو د مخنیوي او ناروغانو ته د درملنې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مشر امینالله شریف ویلي، چې په جلالاباد ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د غوماشو ضد جالۍ وېشل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په موخه بېلابېلو سیمو ته ګرځنده روغتیايي ډلې او اړین وسایل هم لېږل شوي دي.
خو د سیمې اوسېدونکي پوښتنه کوي، چې ایا دغه اقدامات په رښتیا هم د ډینګي تبې د زیاتېدو پېښو د کابو کولو لپاره بسنه کوي؟
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې تېر کال هم په ننګرهار کې د ډینګي تبې پېښې د پام وړ زیاتې شوې وې. طلوعنیوز د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې راپور ورکړی و، چې د دغه ولایت د ساري ناروغیو په روغتون کې له بستر شویو ۱۰۶ ناروغانو څخه ۸۸ یې په ډینګي تبې اخته وو.
هغه مهال د ننګرهار روغتیايي چارواکو ویلي وو، چې سلګونه زره د غوماشو ضد جالۍ یې وېشلې او په ځینو سیمو کې یې حشرهوژونکي درمل هم شیندلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کال د نوومبر له ۹مې تر ۱۵مې د څارنې په راپور کې ویلي و، چې یوازې په همدې اوونۍ کې په ننګرهار کې د ډینګي تبې ۶۷۹ شکمنې پېښې ثبت شوې وې. د دغه سازمان په وینا، ننګرهار د افغانستان له هغو شپږو ولایتونو څخه و، چې په هغه کال پکې د دې ناروغۍ پېښې راپور شوې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه په جلالاباد او مومند درې ولسوالیو کې د دې ناروغۍ په اړه د څېړنو، د روغتیايي توکو د وېش او د غوماشو د کنټرول لپاره د همغږۍ د هڅو یادونه کړې وه.
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده، چې د اخته شويو اېډېس غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د دې ناروغۍ عامې نښې لوړه تبه، سخت سرخوږی، د سترګو شاته درد، د عضلو او بندونو درد، د زړه بدوالی او د پوستکي دانې دي.
د ډینګي تبې سخت ډول د نس درد، پرلهپسې کانګو، وینې بهېدو او نورو ژوند ګواښوونکو ستونزو سبب کېدای شي.
د ډینګي تبې د له منځه وړلو لپاره ځانګړی درمل نشته. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ناروغۍ ژر تشخیص، مناسبه درملنه او د غوماشو له چیچلو څخه د ځان ساتنې لارې چارې د ناروغۍ د سختېدو او د مړینې د خطر په کمولو کې مهمې دي.
د دوو ځوانانو وروستیو مړینو یو ځل بیا په ننګرهار کې د روغتیايي خدمتونو د وړتیا او د ډینګي تبې زیاتېدو پېښو ته د ځواب ویلو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. تر اوسه په دغه ولایت کې د ناروغۍ د پېښو او مړینو په اړه تازه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.
خو دې ته په کتو چې په ګاونډي خیبرپښتونخوا کې شږ کمل تراوسه د ډینګي ۵۲۶۸ پېښې ثبت شوي او لږترلږه ۱۶۹ تنه ورڅخه مړه شوي، باور کېږي چې په ننګرهار کې به هم دا ناروغي ډېره وي.