کړکۍ مې پرانیسته، دباندې لا ماښام نه دی خو لړې شاوخوا وزر غوړولي. نن رخصت یم، ما ویل چکر به وهم. سهار مې جامې ووینځلې، بیا مې کوټه جارو کړه تر ډوډۍ وروسته مې افغانستان ته زنګ وواهه راته ویل یې چې دا میاشت لږ ډیرې پیسې راولیږه چې تلین ته ختم و خیرات کوو.
په لړه کې کوڅه داسې ښکاریده لکه اخره چې یې پای نه لري. د سیند په لور روان شوم. د پراګ والتاوا سیند د پیشو غوندې درومي. د یوه مرغه کغا شوه. غږ مې کړ:
« ویده شه څه ته ویښ یې»
لکه چې والوت غږ یې ورک شو.
هاغه د فابریکې شور او دا کراره کراري. زه د اونۍ شپږ ورځې، هره ورځ دولس ساعته په فابریکه کې کار کوم. هلته له سهاره تر ماښامه د ماشینونو شور وي. دا ځای داسې دی لکه د وطن هدیره چې کله ناکله به شمال ته د یوه نیم ګور جنډه ورپیده، ترپ ترپ به یې شو دلته چې ښه غوږ ونیسې، یو نیم ځل د سیند د څپې څړپ شي.
د والتاوا پورې غاړه غونډۍ په لړه کې ورکه ده داسې تیاره ده لکه په ماشوموالې کې چې به مو پټ پټونی کاوه، دیوال ته به ولاړ و لاس به مو په سترګو نیولی و د ګوتو تر چولو به مو په غلا غلا کتل.
یخ دی خو زړه مې نه کیږي چې ولټیږم، که څه هم سهار باید پنځه بجې ویښ شم چې په مټ کې کار ته ورسیږم.
د غونډۍ په منځ کې یو څراغ ښکاره شو، ما غونډۍ او سیند ته شا کړه راوګرځیدم، په کوڅه کې مو لړه کمه شوې وه خو د منې ماسختن ژر رارسیدلی، تیاره وه. سیخ د خوب ځای ته تیر شوم، څراغ مې ونه لګاوه، کمپله مې پر سر کش کړه، په غوږو کې مې د فابریکې د ماشنینو غرهار و.
پراګ