تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) د پښتونخوا دشانګلې په چکیسر سیمه کې يوه مېرمنه، چې د کورنۍ د خوښې خلاف ېې دوه کاله مخکې واده کړی و او په کراچۍ کې اوسېده، د يو واده پر مهال خپلو درې وروڼو حلاله کړې او وجود یې په چړو ټوټې کړی.
پوليسو ويلي، چې قاتلان د ښځې سکني وروڼه دي او خپل جرم یې منلی.
د پاکستان تر کنټرول لاندې پښتني سيمو کې د ملایانو او سخت دريځو فکري اغېز د ښځو پر وړاندې د داسې پېښو د زیاتېدو اصلي دليل ګڼل کېږي.
پاکستان کې هر کال شاوخوا ۵ زره ښځې د « غیرت» په نوم وژل کیږي او دا هېواد د ښځو د حقونو له لویو ناقضو هېوادونو څخه دی.