تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه)د هوا د کیفیت د نړیوالې ادارې د تازه راپور له مخې، کابل د هوا د ککړتیا له پلوه د نړۍ یو له لسو ښارونو څخه دی خو د پاکستان په پنجاب ایالت کې د هوا ککړتیا نوره هم زیاته شوې او لاهور د هوا د کیفیت د شاخص (AQI) د ۴۵۸ نومرو په لرلو د نړۍ تر ټولو د ککړو لویو ښارونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی. په ملتان کې بیا د هوا د ککړتیا کچه ۷۱۹ ته رسېدلې ده.
د هوا د کیفیت د څار ادارې «آیکیوایر» د شمېرو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي د ۲۴۴ نومرو په لرلو سره دوهم او کلکته د ۲۳۵ نومرو په لرلو سره درېیم ځای لري.
د هوا د ککړتیا له پلوه د پاکستان له لاهور او د هند له ډیلي او کلکتې وروسته د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه څلورم، مومبی پنځم، د چین وهان شپږم، د قزاقستان الماتې اووم، د چین چینګدو او هانګژو اتم او نهم او د افغانستان پلازمېنه کابل لسم ځای لري.
د دغو شمېرو له مخې، د پنجاب ایالت په ګڼو ښارونو او سیمو کې هم د هوا ککړتیا خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.
د هوا د ککړتیا د دوامدار زیاتوالي له امله د لاهور او د پنجاب د ګڼو نورو ښارونو اوسېدونکي له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ دي.