Homeخبرونهبریتانیاوۍ مېرمنې په افغانستان کې د یتیمو ماشومانو د مرستې لپاره ۱۴۷...

بریتانیاوۍ مېرمنې په افغانستان کې د یتیمو ماشومانو د مرستې لپاره ۱۴۷ مایله پلی مزل وکړ

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۹ مه) د بریتانیا یوې مېرمنې، ان بېکر، په افغانستان کې د هغو ماشومانو د ملاتړ لپاره چې د مرستې له کمښت سره مخ دي، ۱۴۷ مایله (شاوخوا ۲۳۷ کیلومتره) پلی مزل بشپړ کړی او په دې توګه یې د کابل په یوه مرستون کې د ماشومانو لپاره شپږ زره پونډه نوره مرسته راټوله کړې ده.

ان بېکر، چې د ناکسفورډ ښار د یو شمېر ښځو ملاتړ هم ورسره دی، تر دې وړاندې نهه زره پونډه راټولې کړې وې. نوموړې د وروستي سفر له بشپړولو وروسته شپږ زره پونډه د کابل د «ضمیر اکاډمۍ» مرستون ته ورکړې دي.

بېکر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د اې ټي‌وي نیوز تلوېزیون په لسو بجو خپرېدونکي خبرونو کې د یوه اغېزناک راپور له لیدلو وروسته په افغانستان کې د یتیمو ماشومانو د مرستې لپاره د پیسو راټولولو پرېکړه وکړه.

په راپور کې ښودل شوي وو چې د ګڼې ګوڼې له امله ځینې دارلایتامونه اړ وو، چې د بې‌سرپرسته او اړمنو ماشومانو له منلو ډډه وکړي. همداراز، یو شمېر کورنیو چې د خپلو ماشومانو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو وس یې نه درلود، د ژوندي پاتې کېدو لپاره ان د خپلو پښتورګو پلورلو ته مخه کړې وه.

د دغو ماشومانو له وضعیت څخه اغېزمنې شوې بېکر د کابل له «ضمیر بنسټ» سره د مرستې لپاره د پیسو راټولول پیل کړل. د هغې لومړني کمپاین بنسټ وهڅاوه چې خپل مرستون پرانیزي او د «ضمیر اکاډمۍ» نوم ورکړي.

بېکر وايي، اوس په دې اکاډمۍ کې ۷۰ ماشومانو ته زده‌کړې، خواړه او جامې برابرېږي او هغو ماشومانو ته د هیلې او روښانه راتلونکي زمینه برابره شوې چې ښايي له دې ملاتړ څخه بې‌برخې پاتې شوي وای.

نوموړې سږ کال د یوې بلې سترې هڅې په ترڅ کې د «وایکینګ لارې» په نوم ۱۴۷ مایله اوږد واټن پلی کچ کړ. دا لاره د انګلستان له هامبر سیمې پیلېږي او د لېسټرشایر ایالت تر اوکهام ښار پورې غځېدلې ده.

بېکر د اکتوبر په وروستیو کې خپل سفر بشپړ کړ. د دې لارې په اوږدو کې له ښکلو کلیو، د لنکنشایر له غونډیو او پراخو کرنیزو سیمو تېره شوه او د تاریخي لنکن ښار ستره کلیسا یې هم له نژدې ولیده.

دا سفر په ۲۰۲۶ کال کې، چې د وایکینګ لارې د جوړېدو ۵۰مه کلیزه ده، ځانګړی اهمیت لري. بېکر د سفر د بشپړولو په مناسبت د سرو زرو نښان ترلاسه کړ، چې د لنکنشایر سیمه‌ییزې شورا له خوا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې ټوله لاره بشپړه کړي.

ان بېکر

هغې د اوکهام ښار په کتابتون کې د وایکینګ لارې په رسمي کتاب کې هم خپل نوم ثبت کړ او وروسته یې له ملګرو سره دا بری ولمانځه.

خو د بېکر په وینا، د دې سفر تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې هڅې به یې زرګونه کیلومتره لرې د افغان ماشومانو له زده‌کړو او راتلونکي سره مرسته وکړي.

د هغې د مرستې راټولولو کمپاین لا هم څو اوونۍ پرانیستی دی او خلک کولی شي د روان کال له کمپاین سره مرسته وکړي.

تر اوسه په روان کال کې راټولې شوې شپږ زره پونډه به د ضمیر اکاډمۍ ماشومانو ته د لا ډېرو ټابلیټونو او لپټاپونو په برابرولو ولګول شي، څو د زده‌کړو او راتلونکو فرصتونو لپاره ترې ګټه واخلي.

د مرستو وروستۍ کچه به وروسته اعلان شي.

ان بېکر ویلي: «زه د ټولو خلکو له سخاوتمندانه مرستو ډېره منندویه یم.»

د یوې تلوېزیوني خپرونې له لیدلو چې د هغې سترګې یې له اوښکو ډکې کړې وې، د یوې خیریه موخې لپاره د ۱۴۷ مایله پلی مزل تر بشپړولو پورې، د ان بېکر کیسه ښيي چې د یوه کس هوډ هم د نورو خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.

هغې د مرستو لپاره دا لینک هم خپور کړی دی:

https://www.peoplesfundraising.com/fundraising/afghan-orphanage-2026

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...