د وایلن د نغمې له هرې پردې سره یې شنې سترګې تلې راتلې او چې کله به یې په تارونو لرګی تیراوه، زیړو ویښتو به یې لکه د دې څنګ ته د خزان وهلې ولاړې ونې پاڼې چې شمال ته رپیدې، پینګې وهلې راوهلې.
نن دریمه ده چې دا د پراګ په (اولشنسکا) کې هر ماښام همدا یوه نغمه غږوي او هر سهار چې د بس تمځي ته ځم د دې یوې چوکۍ پر دې یوې ژۍ کښیني.
سهار یې وایلن د چوکۍ له پښو سره په کڅوړه کې پروت وي د بیرو بوتل یې څنګ ته سرخلاصی ایښی وي. سګریټ یې هم ډيرکله په دوو ګوتو داسې خولې ته نیولی وي چې نورې ګوتې یې لکه چترۍ پرې نسکورې وي. ښایي له نورو پاتې نیم سوځیدلي سګریټ به راغونډوي او نه به غواړي چې څوک یې وویني.
ماښام چې له دفتره راتلم چې څرنګه یې نغمه ودروله په سرچپه ورته ایښې شپو خولۍ کې مې یو موټ میده پیسې په شرنګي ورواچولې، ما ویل که مې خبرې ورسره وکړې، دې په وایلن کې ښخې کړې سترګې راپورته نه کړې خو د مننې غږ مې واورید.
سهار چې دفتر ته تلم د سګریټو یو ډبی مې ورته ونیو، اشاره یې راته وکړه چې په چوکۍ یې کیږدم بیا یې تر څنګ ولاړې ونې ته سترګې پورته کړې.
زه ترې تیر شوم، بیرته راوګرځیدم ورته ومې ویل:
-یوه پوښتنه مې کوله
راته ځیره شوه، شنو ګردیو سترګو یې همدا راته ویل چې وایه. ورته ومې ویل:
-کاشکي دې سهار هم نغمه غږولی
له جیبه یې نیم سوځیدلی سګریت راوایست. د خیرین جمپر په یوه بل جیب کې یې لاس ننویست لایټر یې پیدا کړ. زه ورته ولاړ وم چې ځواب راکړي دې د سګریټ لوګی د ونې خواته پوف کړ. ما ورته وویل:
-بله مې دا پوښتنه کوله چې د چوکۍ په دې یوې ژۍ ولې کښینې
د بیرو له بوتله یې غړه غړه غړه غټ غوړپ وکړ. ما ورته ایښی د سګریټو ډبی یې رامخته کړ، ورته ومې ویل:
-زه سګریټ نه څکوم
په ګوتو کې یې نیولی سګریټ پورته ونیو، لکه چې راته ویل یې زه دا څکوم.
ترې رهي شوم. ماښام چې راتلم زما له لیدو سره سم یې وایلن کڅوړې ته کړ بیا لاندې تله تله تله، لکه په لړه کې چې یو شی له سترګو پناه شي.
پراګ