یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهترکمنستان له طالبانو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

ترکمنستان له طالبانو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د طالبانو له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په رسميت پېژندلو ته له اشارې پرته ويلي، چې له طالبانو سره به له نيږدې همکاري وکړي.

د ترکمنستان ولسمشر دا هم ويلي، چې هېواد يې په نورو هېوادونو کې د نه لاسوهنې سياست ته ژمن دی.

هغه په ورته وخت کې هیله مندي ښودلې، چې په افغانستان کې د واک لېږد د پراخو ملي خبرو په پايله کې سر ته ورسيږي.

د محمدوف په خبره، چې ترکمنستان د افغانستان وضعیت له نيږدې څاري.

د ترکمنستان پلازمېنه څو مياشتې وړاندې طالبانو د يوه پلاوي کوربنه وه.

ترکمنستان له طالبانو سره د ټاپي نل لیکې د پروژې بشپړولو ته هیله من ښکاري.

مخکې دغه هېواد له طالبانو څخه د يادې پروژې په امنيت ساتلو کې د مرستې او تضمين غوښتنه کړې وه.

د ټاپي پروژې، چې د عملي کیدو تړون او چارې يې د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني پر مهال پيل شوې وې، پاکستان او هندوستان ته پکې د ترکمنستان ګاز لېږدول کېږي.

طالبانو په مختلفو بڼو د سیمې د یو شمېر هېوادونو د همکارۍ ژمنې او ځينې عملي ګامونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه د نیږدې مدافع پاکستان په ګډون يې د هیڅ هېواد لخوا په رسميت نه دي پېژندل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب