یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو په ننګرهار کې ۳ داعشيان په دار کړي

طالبانو په ننګرهار کې ۳ داعشيان په دار کړي

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) له ننګرهار څخه راپورونه وايي، چې په دې ولايت کې د طالبانو پر ضد د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو تر څنګ له داعش ډلې سره د غړیتوب په تور د خلکو وژل کيدل زیات شوي.

په يوه تازه راپور کې نن ويل شوي، چې تېره شپه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۲ تنو هغو کسانو ځړول شوي جسدونه موندل شوي، چې داعش ډلې سره په تړاو تورن وو.

سرچينه زياتوي، چې د دغو کسانو جسدونه د جلال اباد ښار له شپږمې ناحيې څخه ترلاسه شوي.

د دې ترڅنګ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم له داعش سره د تړاو په تور د يوه کس د ځړول کیدو او وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

په وروستيو کې له ننګرهار ولايت څخه د ورته پېښو خبرونه زيات شوي دي.

يو شمېر نړيوالو رسنيو د طالبانو له واکمنیدو سره، د دوی پر ضد د داعش ډلې د جهاد اعلان د خونړۍ جګړې د خطر په مانا ګڼلی، خو د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد بیا له داعش ډلې سره د طالبانو مخکينيو جګړو ته په اشارې ويلي، چې دوی د يادې ډلې د ځپلو تجربه او وړتيا لري او له دې پلوه اندیښنه نشته.

 ويل کيږي، چې په ننګرهار کې د طالبانو پر ضد د داعش بریدونه هم زيات شوي او طالبان يې د داعش خلاف عملياتو ته مجبوره کړي.

پرون مازيګر ناوخته په جلال اباد ښار کې ناڅرګندو وسله والو، چې ګومان کېږي داعش ډلې سره به تړاو لري، د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون څو طالب ځواکونه ووژل او څو تنه نور يې ټپيان کړل.

1 COMMENT

  1. تالبان د داعش او یانورو ډلو سره په تړاو باید د بی ګناه خلکو د وژلو نه لاس واخلی
    دا دوحشت انتهاده چی خلک دکورونو څخه ویستل کیږی او بیا په توره شپه کی په مرموز ډول ځوړندول ګییږی او یا وژل کیږی.
    که څوک په جرموتو کی لاس لری باید په ښکاره ډول محاکمه شی او سزا ورکړل شی
    تالب اوس د افغانستان واکمنی په لاس کی لری او باید په مرموز ډول د خلکو د وژلو نه دی لاس واخلی
    داسی راپورنه هم ورکول کیږی چی تالبان د اهحدیث او سلفی مکتب د پیروانو په وژلو کی لاس لری او بی ګناه خلک دداعیش سره د تړاو په نوم وژنی.
    د بی ګناه خلکو وژل او یا شکنجه کول د اسلام د بنیادی اساساتو او اصولو سره ټکر لری او یو لوی جرم دی او دوحشت او غیری انسانی کړنو ښکاره بیلګې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب