د سیند اوبه ولاړې ایسیدې، خو یو نیم خلی چې به باندې راښکاره شو، پوه به شوې چې درومي.
ادم لکه همدا اوبه غلی و، نه خوځیده. که یې بڼو یو نیم رپ نه واهه تا به ویل چې د اوبو ترغاړې ناسته مجسمه ده. د کبانو د نیولو چنګک یې د سیند منځ ته وراچولی و، سترګو یې د تار تر ډوب ځایه څار کاوه.
پر مخ یې لاس تیر کړ، لوند څاڅکی پرې ولګید. موبایل ته یې وکتل. نهه بجې شوې. د هوا وړاندوینه یې له کوره تر راوتلو مخکې لیدلې وه، نهو بجو ته د څلویښت فیصده باران وریدو چانس و:
«اوف جمپر مې ولې نه رااخیست»
سګریټ یې راوایست، د کمل سګریټ پر ډبي یې دې لیکنې ته چې سګریټ څکول سرطان پیدا کوي، داسې سترګې ونیولې لکه نوي څه چې یې موندلي وي. ښایي دا نوشته یې پخوا بیا بیا او بیا لوستې وي.
د سیند پورې غاړه یې د غونډۍ پر سر د یوه کور له بامه راوتلي لوګي ته پام شو چې له راټیټو شویو وریځو سره یوځای کيږي، نظر یې دوو هیلیو په بله کړ چې د سیند پر سر الوتې، داسې ښکاریدې لکه همدا شیبه چې یې د لکۍ خوا پرې درنه ده او لویږي، ده مزغی پسې کوږ کړ، هیلۍ تلې تلې تلې له سترګو پناه کیدې.
لاس یې وخوځیده، چنګک یې راکاږه، کب پکې بند و، ورسره څنګ ته پلاستیکي زیړ سطل ته یې واچاوه. پر چنګک یې بل چینجی وټومبه، اوبو ته یې ورخوشي کړ، دستي یې احساس وکړ چې کب یې نیولی، تار یې کش کړ، بل کب و، وایې ړاوه، راوایې ړاوه، لکه مخکنی یو کوچینی ورته ښکاره شو، دا یې هم سطل ته کړ.
رغوی یې اسمان ته ونیو، لوند شو. له سطله یې دواړه کبان له لکۍ ونیول سیند ته یې ورواچول. یو یې لاندې لاړ بل یې د اوبو پر سر پاتې شو. لښته یې ورواخیسته کب یې د اوبو د منځ خواته پورې واهه.
د باران د غټو څاڅکو څرپ څرپ شو چې د سیند پر اوبو لګیدل، حلقې یې جوړولې، ړنګولې. ادم له چنجیو او چنګکونو ډک بیک په شا کړ، تش سطل یې راواخیست، بره خوا رهي شو، سیند د اوبو پر سر کب کوز سر په مخه کړی و.
پراګ