جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهد ادبیاتو ښار یونلیک ته یوه کتنه/ جاوېد اوربل

د ادبیاتو ښار یونلیک ته یوه کتنه/ جاوېد اوربل

په پښتو ژبه کې سفرنامې یا یونلیکونه دومره نه دي مشهور شوي چې سړی یې د ډیرو مشهورو هغو نومونه کتار کړي. په دې وروستیو کلونو کې چې کوم یونلیکونه په پښتو ژبه لیکل شوي د پښتو ژبې استادو کره کتونکو پرې داسې پراخ بحثونه هم نه دي کړي چې یو مبتدي لیکوال وکولی شي ډير څه ترې زده کړي.

تیره اونۍ مې د ښاغلي محب الله زغم د ادبیاتو ښار په نامه د امریکا د متحده ایالتونو یونلیک واخست. دا کتاب مې ټول ولوست خو هغه نقد لیکنه چې تر مخه تر لوستو ما پرې لوستلې وه عادلانه راته ښکاره نه شوه نو ځکه مې وغوښتل یو څه پرې زه هم ولیکم.

کله چې یو لیکوال په پښتو څه لیکي نو موږ ته یې لیکي، موږ او زموږ ژبه دې کس ته اهمیت لري، دا باید همیشه زموږ په نظر کې وي. که چیرې موږ یا زموږ ژبې ته په کې تاوان رسیږي نو بیا اړینه ده چې نقد پرې وشي او که بیا چاپیږي لیکوال ورته پام وکړي او تر څنګ یې پر هغو ښیګڼو هم بحث په کار دی چې موږ او زموږ ژبه غني کولی شي.

کله چې مې دا کتاب لوست نو ډیر وختونه مې احساس وکړ چې زه هم نالیدلی د متحده ایالتونو په لویو ښارونو کې ګرځم. له ډیرو نویو خبرو خبر شوم او ډیرو نورو ته مې خپله پام شو. کتاب ډیرې ښیګڼې درلودې خو ځینې خوګانې هم وې چې په دې لیکنه کې به یې یو په یو د ښیګڼو تر څنګ ذکر کړم.

ما چې کله کتاب لوست نو ځینې وختونه متوجه شوم چې کاشکې د کتاب پیښې سر تر پایه په کرونولوجیک ډول باندې راغلې وای خو کله کله احساسیږي چې ځینې پیښې او صحنې تر نورو دمخه راځي او تلوسه کموي. که چیرې ما دا یونلیک لیکلی نو داسې مې نه کول، ما به ان د کتاب په دریم عنوان کې (سفر ته تیاري) کې دا خبره نه کوله چې د میرمنې د خاطر جمۍ له پاره مې قول ورسره وکړ چې پاک به ځم او پاک به راځم او همداسې مې هم وکړل. دا (همداسې مې هم وکړل) مې نه لیکل. دا خبره مې بیخي وروستي عنوان ته پریښوده او یا مې بیخي نه کوله تر څنګ مې یې د دې جملې لاندې دوه پراګرافونه هم هلته انتقالول.

(د پروګرام ګډونوال او مسولان) تر عنوان لاندې چې کومه معرفي راغلې دا ډیره پر ځای ده. فکر کوم که چیرې دا عنوان په کتاب کې شامل نه وای نو له کتاب څخه به مو دومره خوند نه وای اخستی او د دې خلکو په اړه به مو ډیر معلومات نه وای تر لاسه کړي او په کتاب به نه وای پوه شوي. په دې معرفۍ کې لیکوال د ځینو کسانو د معرفۍ سره د هغوی بدخویي، بې پروايي او ځینې نورې ځانګړنې هم وايي چې وروسته د لوستونکي علاقه پیدا کوي چې د دې کسانو په اړه نور هم خبر شي.

(د یو دیرش اولادونو مور) تر عنوان لاندې دوې جلا جلا مکالمې راغلي دي، دا کالمې له یوې خوا عنوان یو څه اوږدوي له بلې خوا دا څرګندوي چې میرمن ماري څنګه د دې یو دیرشو لیکوالو او د پروګرام د برخه والو سره خواخوږي ښیي او د هغوی غم ورسره دی. فکر کوم چې بې له دې مکالمو د دې میرمنې ځانګړنې په یو دوو جملو کې تشریح کیدای شوې خو لیکوال دا کار قصدا نه دی کړی. مکالمې داسې دي چې سړی پرې پوهیږي چې میرمن ماري ډیره مهربانه ده او دا کار د ځان او د نورو د خوشالۍ له پاره کوي، نه د نورو مطلبونو له پاره. کله چې مکالمې لولې نو فکر ته اړ کیږې او دا کار د یوه تکړه لیکوال په وس پوره دی چې خبره مستقیما نه درته کوي بلکې تا متوجه کوي چې مطلب ترې واخلې. له داسې لیکنو څخه نسبت مستقیمو خبرو ته ډیر خوند اخلو.

کله چې د خپل سفر په اړه خبرې کوو خصوصا په یونلیک کې نو ټوکو ته پوره وخت لرو او دا کار زغم صیب هم کړی دی. د چین د ولسمشر امریکا ته تګ او هیلري کلنټن چې هوايي ډګر ته ورته راوځي ټوکه یې یوه نمونه ده. زغم صیب ډیر وختونه خپلې او د نورو ټوکې وايي او کله کله خو داسې شوخي هم کوي چې سړی خندوي او تفریح یې ور سره کیږي.

د زغم صیب د کیسې ژبه ډیره خوږه ده، کله چې دی کیسه کوي نو د خپل زړه خبرې راسره ډيرې ښې شریکولی شي. د یونلیک په پنځه څلویښتم مخ کې لولو: «د ګڼو لیکوالو او استادانو مخې ته د دریدلو ویره راسره نه وه ځکه په افغان ادبي بهیر کې مې په کراتو دا کار کړی و او په وینا کې زړور شوی وم. خو یوه ویره راسره وه، زما کیسې به د دوی خوښې شي که نه؟ همدا چې د مور او لیوه د کیسې وروستۍ جمله مې ولوسته چکچکې شروع شوې او بیا پسې وغزیدې.»

یو تکړه لیکوال هیمشه پر خپلو لوستونکو باور کوي او هغوی هیڅ وخت تر ځان کم نه بولي بلکې تر ځان یې هم ځیرک ګڼي. لوستونکي ته ښه ده چې د هغه ستونزې بار بار مخې ته کښینږدو بلکې د نورو مثبت مثالونه که ورته ذکر کړو نو بسنه کوي چې هغه ترې مطلب واخلي او بیا لوستونکی هم کوښښ کوي چې ځان د نورو غوندې جوړ کړي. همدا بس ده چې ورته ووایو په امریکا کې د ټولنیزو شبکو څخه په استفادې خلکو څنګه د خپل ژوند د ښه کولو له پاره استفاده کوله. نه داسې لکه د کتاب په اویایمې صفحې کې چې لولو: «موږ خورا زیاتې ستونزو لرو، ښارونه مو چټل، ترافیک مو ګډوډ… کولای شو له دې ستونزو سره د مبارزې له پاره له فیس بوک او ایمیل څخه منطقي او ګټوره استفاده وکړو.»

د بارن ډانس تر سرلیک لاندې د دې ډانس معرفي شوې ده او دا ویل شوي چې د پاخه عمر کسان دا په خاصو کلپونو کې کوي. ورپسې لیکوال عجیبه خندوونکی وړاندیز کوي: «دا تجربه موږ هم کاپي کولی شو. زموږ خلک هسې هم په سپورټ روږدې نه دي او ممکن په سپورټ کې د سړي زړه تنګ شي خو که د ارام اتڼ کلپونه ولرو، هم به مو د خلکو پام غلط شي او هم به یې د خوځیدو په وجه پلې او عضلات غښتلي شي.» لیکوال د خپلې ټولنې سترګې او ماغزه دي. باید د هغوی د ارزښتونو سره سمې خبرې وکړو که چیرې دا کار ونه کړو نو بیا لوستونکي راپسې خاندي او موږ پردي او د خپل کلتور څخه مو ناخبره ګڼي. زموږ په وطن کې کله چې سړي او ښځې تر شپیتو واوړي نو اکثره یې پام د اخیرت خواته وي، لمنځونو او ذکرونو ته زور ورکړي او ډیری خو یې بیا راډیو نه اوري او نه هم تلویزون ګوري. نو د داسې عمر کسانو ته د اتڼ کولو وړاندیز سم نه دی بلکې دا وړاندیز ځوانانو ته کیدلی شو او ممکن دومره حساسیت پارونکی به هم نه و. زما په شمول هغه ځوانان چې په دفترونو کې ناست وي او کار یې د کمپیوټر سره وي او ډیر خوځیږي نه دوی چې ورزشي کلپونو ته ځي نو کولی شي چې د اتڼ کلپونو ته هم لاړ شي خو سپین ږیري او سپین سرې چې داسې کلپونو ته ولاړ شي دا وړاندیز زموږ د ټولنې د کلتوري حساسیتونو په پام کې نیولو سره زما په نظر پر ځای نه دی.

د روغتون، کتابتون، وړکتون که نندارتون؟ تر عنوان لاندې دستي لولو: «په یوه عکس کې د ماشومانو د کتابونو المارئ وینئ چې پر کورګیو باندې یې انګریزي الفبا لیکلې دهذ . په بل عکس کې د عکاسۍ د نندارتون په شان تصویر وینئ. څه فکر کوئ چې دا به کتابتون وي، وړکتون به وي که نندارتون؟ نه یو هم نه دی، دا روغتون دی.» د خبرو دا انداز چې له لوستونکي سوال وشي او هغه ځواب ته ځان جوړوي او لیکوال یې بیا پخپله ورته ځواب کړې، ډیر په زړه پورې دی. ما د نثر په ډیرو کمو کتابونو کې داسې خواږه مثالونه لیدلي دي.

راځئ د صحنې جوړلو هنر وګورو چې زغم صیب ډیرې خوږې جوړې کړي دي. د ښو صحنو په اړه ویل شوي چې د تصویر تر څنګ احساس هم ولیږدولی شي. د کتاب په یو سلو څلور دیرشم او ورپسې مخ کې لولو: «هوټل نو په عجیبه خوندور ځای کې و چې د سړي زړه نه غوښتل ویده شي. د سمندر پر غاړه، لسم پوړ، کوټه نه بلکې اپارتمان، د خوب کوټه، سالون، تشناب، پخلنځی او ستره برنډه. په برنډه کې ودریدم، د سپوږمۍ سپینه رڼا د ساحل پر وړو نرمو شکو لګیدله او شګې یې د سپینو زرو د جګې ټیټې تختې په شان ښکارولې. د سمندر په اوبو کې د سپوږمۍ او د رڼا انعکاس داسې ښکاریده چې رڼا به له څپو سره خوځیږي او زما خواته را درومي.»

که چیرې ما دا یونلیک لیکلی نو د پای عنوان به یې دا وای چې( د سفر نتیجه: خپل هدف ته ورسیدم؟) خو دلته وروسته یو بل عنوان راځي( څه چې متفاوت او په زړه پورې و) او بیا د لیکوال دوې کیسې او د پروګرام د برخوالو دوې په زړه پورې کیسې راځي.

دا کتاب موږ د نړۍ د ځینو هیوادونو له ادبیاتو سره اشنا کوي. څو په زړه پورې کیسې راباندې لولي چې یو څو یې ژباړې دي. د ادب په برخه کې د نورو د نظرونو څخه مو خبروي او دا راته وايي چې نور خلک ادب ته په کومه سترګه ګوري او دوی خپل فرهنګي میراثونه څنګه خوندي کوي او څنګه کار ورته کوي. د خلکو له ژونده او د هغوی له هڅو مو خبروي او یو تکان را کوي چې موږ هم باید د تمدن د دې تیز بهیر د برخه کیدو له پاره کار شروع کړو او دا کار همدا اوس پیل کړو. موږ په پښتو ژبه کې داسې کتابونه لږ لرو، ښه ده چې هر لیکوال یې ولولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب